ګل اغا شېرزی

وړمه ورځ د حکومت اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله د وزيرانو په غونډه کې وويل چې خلک دې وخت ورکړي چې دوی په حکومت کې اصلاحات راولي.

د نړۍ د دويم متفکر د ټاکنو د وخت په هره چيغه کې تحول يادېده، بيا به يې سوکه پسې وويل، مثبت او اغېزناک تحول او بيا د هغه دوام.

د حکومت د اصلاحاتو او مثبت تحول په لړۍ کې حاجي الماس خان د ښې حکومتولي په برخه کې د ولسمشر ځانګړی استازی او ښاغلی ګل اغا شېرزی د قومونو او قبايلو چارو وزارت سرپرست وزير مقرر شول.

ځوان خپله ترله د خسر له کوره، د پلار کره په سرواره راوسته، پر لاره يې ورته د کلي کيسې کولې چې بلو ملک شوی او اوس مو خورا پرمختګ کړی دی.

ناوې پر سر خاورې باد کړې چې کلی خو تباه دی چې له نه سړو ملک شوی بلو.

وطن د ابادۍ پر خوا روان دی، اصلاحات يو ځي بل راځي احمد ضيا خان توره ووهله، د ښې حکومتولۍ ناياب اساس يې کېښود، اوس وار د الماس خان دی چې جاج واخلي چې اشرف غني او ډاکټر عبدالله پر افغانستان څومره ښه حکومتولي کوي.

احمد ضيا مسعود او الماس لا چندان توپير نه سره لري، يو هم د حکومتولي په اصولو نه پوهېږي، دواړه يې تر شير په شېروا ډېر خوشحاله دي، توپير دومره دی چې احمدضيا په دې ورځو کې له يوه ډانګ سره لېونی پر غرونو ګرځي او دا بل د حکومتولي له‌پاره د اشرف غني د مقياس په واحد بدل شوی. که الماس خوشحاله و، حکومت ښه روان دی، که الماس خپه و، حکومت چپه دی.

ټکه د قبايلو پر وزارت پرېوتې ده.

څېړنوال عبدالغفور لېوال غوندې کس ګوښه کېږي او پر ځای يې ګل اغا خان پر څوکۍ سپرېږي.

د حکومتولي په برخه کې به ولسمشر د استازو په ټاکلو کې تېروتنې کوي، سمه ده ورسره و به يې منو، دی دې هم د ځينو مصحلتونو په اساس، هغه او دغه استازي ټاکي، تش په نوم استازي به وي، معاش به اخلي، له شره به يې خلک او حکومت خوندي وي، خبره به يې نه ولسمشر مني، نه به خلک د استازي په سترګه ورته ګوري، خو د سرحدونو په وزارت کې د ګل په مقررۍ، ولسمشر غوا الوځولې ده.

د ګل اغا شېرزي يو مشهور وېډيو کليپ په ټولنيزو رسنيو کښته پورته کېږي، ماشومان يې راټول کړي، يو وار وايي، چوغکه والوته، ماشومان ګوته پورته کړي، بيا وايي، غوا والوته، ماشومان ارام ناست وي، ګل اغا خپله ګوته پورته کړي. اوس له ولسمشر څخه غوا والوته.

په اوسنيو حالاتو کې موږ له ګانډيانو سره پرېمانه ستونزې لرو، د سرحدونو وزارت کليدي وزارت دی، د افغانستان راتلونکی ورپسې تړلی دی، د ډېورنډ ستونزه همداسې خرې خرې پرته ده، پاکستان ورځ تر بلې راښويېږي او خاوره لاندې کوي، اغزن تار پر ډېونډ غځېږي، د کرښې له پورې غاړې توغندي رااوري، وخت ناوخته جګړې کېږي، دا ستونزې به نو ګل اغا ډېرې په مهارت حل کړي.

ګل اغا شېرزي چې په کندهار کې د والي په توګه کار کاوه، په سپين بولدک  کې يې پاکستان ته په کيلو مټرو ځمکه ورخوشې کړه، د پاکستان دروازه يې راوسته، د سپين بدلک په ښار کې يې ودروله، اوس څه تمه شته چې ډېورنډ به وګټي.

ولسمشر ښه روان وي، خو کله کله داسې تېروتنې وکړي چې لېوني يې هم نه شي کولای.

که دا اصلاحات وي، د وطن د ابادۍ دعوې دروغ دي.

خدايه دا بازار تالا کړې په مغولو

د مفلس حسن په يو موټی چڼو ځي

سرخط

3 thoughts on “سرخط؛ بلډوزر پر سرحدونو وزارت ورغی”
  1. په دې مقاله کې می ولوستل چې :
    څېړنوال عبدالغفور لېوال غوندې کس ګوښه کېږي او پر ځای يې ګل اغا خان پر څوکۍ سپرېږي.
    محترم لیکوال صاحب، لیوال خو په خپل ځای دی، کله ګوښه شوی دی؟ پخوا هم معین و، اوس هم معین دی. د وزیر چوکۍ له منګل صاحبه وروسته تشه وه او اوس دغه څوکۍ ته شیرزی صاحب معرفي شو. مونږه ولې داسې خبرې ولیکو [چې ښکاره دروغ وي.

  2. د آزمایل شوي بیا ازمویل غلط کار دی ، که څه هم افغانستان له قحط الرجال سره مواجه دی ، کوم بل څوک نه پیداکيږي چې دغو څوکیو ته کاندید شي، خو کله چې یوڅوک عملا خپله وړتیا ثابته کړی نو ضرورت به څه وي چې هغه له دندې ګوښه او پرځای یې هغه پخوانۍ ناکامه څېره را مخته شي؟
    که شېرزي صیب دومره وړتیا لرله نو ولې پخوا له ولایتونو او وزارتونو ګوښه شوي وو؟
    اوس چې له پېښې تېښته نشته ، د پارلمان رایو ته به منتظر شو چې دوی څه فیصله کوي؟

  3. Is anyone know what is his education level and which kind of publication he published related to tribal and borders affair that he ia appointed to lead?

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *