د حزب اسلامي مشر انجينر ګلبدين حکمتيار په خپله وروستۍ وينا کې وويل، که حکومت په ځينو ولايتونو کې سوله نه راشي راوستای، دی حاضر دی چې د خپلو پلويانو په زور په شپږو مياشتو کې ناامن‌ترين ولايتونه هم ارام کړي.

د حکمتيار موخه ځينې شمالي ولايتونه وو، خو موږ په جنوب او ختيز کې هم پرېمانه ولايتونه لرو چې د ولس د سرونو لو په‌کې روان دی.

د ښاغلي حکمتيار دغه خبرې يوازې د رسنيو د راپورونو تر حده خپرې شوې، تر هغه هاخوا نه حوکت جدي ونيوې او نه هم بيا دغه خبره د حزب کوم غړي چېرته راپورته کړه.

که خبره د حکومت په تمه د کښېناستو شي، نو د اوسني حکومت په تمه کښېناستل چې ګواکي ناامنه سيمې به ارامې کړي، کاروبار به پيل شي، وطن به ګل و ګلزار شي، سوله به راغلې وي او هر وطندار به په ارامه خپلو اولادونو ته يوه ګوله ډوډۍ پيدا کوي، خوب دی، خيال او محال دی.

له اوسني حکومت څخه د جنګ ختمولو او ارامي راوستلو هيله له زاڼو د کټوري غوښتل دي چې نه يې کله راوړی، نه به يې کله راوړي، خو په تمه به يې د ډېرو خلکو ژوند تمام شي.

له هغې ورځې چې ښاغلي غني او عبدالله لوړه کړې او د واک واګې يې په لاس کې اخيستې دي، حالات ورځ تر بلې بدتر شوي دي، خو د ښه کېدو درک يې نه دی لګېدلی.

موږ شاهدان يوو چې د همدې کسانو د واک په موده کې مو حتا ولايتونو سقوط وکړ، څو ولايتونه مو اوس هم د سقوط د ګړنګ پر ژۍ ولاړ دي. طالبان د کابل تر دروازو رارسېدلي، لنډه‌غر د کابل په کوڅو کې ګرځي او د ارګ پر دېوالونو ورغورځي.

تر نيمايي په زيات افغانستان کې جګړه په شدت روانه ده، هره ورځ درګرده جنازې دي چې پورته کېږي او دا تمه ستر حماقت دی چې د دوی د واک په پاتې دوو کالو کې به د جګړې او مرګونو ګراف لږ راټيټ شي.

د حکومت ناغېړي، ناړامي او بې‌کفايتي پر خپل ځای پرېږدو، خبره د حکمتيار په څرګندونو کې وه.

دا سړی د افغانستان په هر کلي کې پلويان لري، پلويان يې د تودو جګړو تجربې لري، د دين سيوری يې پر سر پروت دی، د وطن له کاڼي کاڼي، شېلې او کندې سره بلد خلک دي، د هماغې سيمې خلک دي، په هماغه سيمه کې د امن راوستلو او ترهګرو ځپلو په لارو ليکو تر هر چا ښه پوهېږي.

د حکومت په شته عسکري برخه کې په پېخر فساد بل غټ لامل دی چې سيمې ارامي ته نه پرېږدي. د خدای پار دی د امنيتي ارګانونو حرامخواره چارواکي حتا د سرتېري ډوډۍ غلا کوي، په معاش کې يې ګوتې وهي او خپلو جېبونو ته دغه حرامې پيسې اچوي.

سرتېري په تشه ګېده او خالي لاسونو جنګوي، ځکه خو دښمن ورځ تر بلې ښکرور کېږي او سرتېري مو سيمې له لاسه ورکوي، خو د حکمتيار په ډله کې ښايي د فساد کچه يا خو بېخي نه وي، که وي هم بېخي به کمه وي.

موږ په بد حالت کې يوو، د هېواد هر کس بايد د سرتېري هومره مسووليت ومني، د حزب له تجربې، وړتيا او په خلکو کې محبوبيت څخه بايد ګټه واخيستل شي، وطن بايد ورباندې وساتل شي.

حکومت دې د حزب غړيو ته هماغه رنجر ورکړي چې په شمال کې يې اربکيان ګرځوي او خلک ورباندې لوټي، هماغه وسله او معاش دې د حزب جنګيالو ته ورکړي، د ملي پوليسو درېشي دې ور په تن کړي، پر موټرو او قرارګاوو دې يې ملي بيرغ ودروي او د نظام په چوکاټ کې دننه دې په هماغو خپلو کليو کې د خلکو د ساتنې چاره ور په غاړه کړي.

حکمتيار رښتيا وايي، موږ باور لرو چې په دې توګه سيمې په شپږو مياشتو کې نه، بلکې په دوو مياشتو کې ارامېدای شي، نو ولې پر دې توده اوسپنه د خدای، هېواد او خلکو په ګټه يو خوندور ګوزار و نه شي؟

سرخط ورځپاڼه

One thought on “سرخط؛ حکمتيار يې کولای شي”
  1. AFGHAN GOVERNMENT THE MEAN HONOR ASHRAFGHANI SAHIB AS SOON GET BENIFIT FROM HEKMATYAAR SAHIB/
    IF HEZBI ISLAMIC CAN TAKE SECURITY FROM PUBLIC PROJECTS THIS IS GOOD NEWS/EVERY DAY ENEMY DESTROIE DAMS /BRIDGES/SCHOOLS PUBLIC ROADS,,,ETC
    ALSO HEKMATYAAR SAID ONE GROUP TALIBAN WANT PEACE/
    AS SOON IF THIS ONE GROUP CONNECT WITH AFGHAN GOV, IN BALANCE BECOME BIG CHANGE/GOVERNMENT BECOME MORE STRONG/THE LEFT OVER GROUP LOST POWER AND GOVERNMENT WILL BE WINNER OF WAR,
    THANK YOU
    THANKS FROM TAAND WEBSITE

ځواب ورکول RAZMOHAMMED KAMAWALL ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *