د روان لمريز کال د اسد په ۲۱مه نېټه د جوزجان ولايت مقام په يوه خپره شوې اعلاميه کې وويل چې د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم زوی، يارمحمد دوستم د شبرغان ښار د ګارنيزيون د قوماندان په توګه وټاکل شو.

دغه ټاکنه له لومړي سره ځکه تر شک لاندې وه چې له کابل پرته د افغانستان نور لوی ښارونه لا هم د ګارنيزيون په نوم تشکيل او ځواک نه لري، سره له دې چې په ځينو ښارونو کې يې شديده اړتيا ليدل کېږي.

بله د تامل وړ خبره دا ده چې په جوزجان کې والي او امنيه قوماندان دواړه له جنبش ګوند سره د ډېر نږدې پاتې کېدو اوږده مخينه لري چې دغه ګوند ته د ګارنيزيون د څوکۍ ورکړې ځينې اندېښنې هم راپورته کړې وې.

اوس سرخط ورځپاڼې ته ځينو سرچينو ويلي چې يارمحمد دوستم يې د پلار عبدالرشيد خان دوستم په مستقيم امر د جوزجان د ګارنيزيون قوماندان ټاکل شوی او شاوخوا ۲۰۰ سرتېري يې تر لاس لاندې دي.

د سرچيني په حواله جنرال دوستم وخت ناوخته د جوزجان له امنيتي کمېټې سره د ټلېفون له لارې خبرې کوي او پر دغه ولايت سربېره، د سرپل او فارياب ولايتونو د امنيتي وضعيت په اړه هم سپارښتنې ورته کوي.

د شبرغان ښار د امنيتي وضعيت په اړه د جوزجان امنيتي کمېټې غونډه نيولې وه چې دغې غونډې ته جنرال دوستم هم له ترکيې څخه د ټلېفون له لارې وصل و.

جنرال دوستم امنيتي کمېټې ته په خپلو خبرو کې امر کړی چې د ده زوی يار محمد دوستم د ګارنيزيون قوماندان وټاکي او له ملي امنيت، ملي پوليسو او رجال برجسته ځواکونو څخه ورته يوه، دوه سوه کسيزه قطعه جوړه او د يارمحمد دوستم په لاس دې يې ورکړي.

د جوزجان امنيتي کمېټه پرته له دې چې له مرکز او په ځانګړي ډول دفاع وزارت سره اړيکه ونيسي، د جنرال دوستم د امر د تطبيق پرېکړه کوي او له دې سره يارمحمد دوستم د ګارنيزيون قوماندان ټاکل کېږي.

جنرال دوستم د شمال په جوزجان، سرپل او فارياب ولايتونو کې پر سياسي او نظامي تصفيې هم متهم دی.

د هغه په اړه دا ادعا کېږي چې هڅه يې دا ده تر څو د يادو ولايتونو په نظامي پوسټونو کې خپل کسان مقرر کړي او تر څنګ يې د ولسي پاڅونوالو په نوم خپل ګوندي کسان وسله‌وال او خپل رقيبان پرې ووهي.

له کومه وخته چې جنرال دوستم د احمد ايشچي پر ربړولو او جنسي ځورونې تورن او ترکيې ته لاړ، ورسره په شمال کې يې د لاسوهنو له امله قومي اختلافات هم زيات شوي دي.

که څه هم پخوا به د شمالي ولايتونو خلکو د دوستم ځيني اقدامات ځکه زغمل چې نوموړی د ولسمشر لومړی مرستيال و، خو اوس د دوستم د هر اقدام پر وړاندې په شمال کې د عامو خلکو غبرګونونه راپارېږي چې دغې مسلې عمومي وضعيت هم کړکېچن کړی دی.

د افغانستان ژغورنې ايتلاف کې د جنرال دوستم موجوديت، د هغه او عطا محمد نور تر منځ اوږده دښمني په دوستۍ نه ده بدله کړې، بلکې اوس هم دغه دواړه رقيبان د سبا سختې ورځې له‌پاره يو د بل په مقابل کې سياسي او نظامي سرمايه ګذاري کوي.

په فارياب کې اوس هم د جمعيت او جنبش ګوندونو نامسوول قوماندانان يو بل ته په سنګرونو کې ناست دي، خو ګوتې يې ځکه پر ماشه نه دي چې پر دواړو سخته راغلې او هر کله چې دغه مشترک ګواښ ترې لېرې شي، نو بيا به هماغه وړۍ او هماغه شړۍ وي.

په ټوله کې لويه اندېښنه دا ده چې جنرال دوستم د خپلو خلکو په وسله‌وال کېدو او د شمالي ولايتونو په نظامي پوسټونو کې د هغوی په مقررېدو غواړي چې د سبا ورځې له‌پاره خپل وزن زيات کړي چې د شبرغان ښار د ګارنيزيون د قوماندان په توګه د يارمحمد دوستم ټاکل کېدل د جنرال دوستم د همدې پلان ښکاره بېلګه بلل کېږي.

پر دې ټولو خبرو سربېره، دفاع وزات وايي چې په جوزجان کې د ګارنيزيون په نوم هيڅ ډول تشکيل نه لري.

د دغه وزارت وياند دولت وزيري سرخط ته وويل چې دوی په جوزجان کې د ګارنيزيون د قوماندان په توګه د يارمحمد دوستم له ټاکل کېدو هيڅ خبر نه دي او په وينا يې دغه کار د سيمه ييزو چارواکيو له خوا شوی دی.

د جوزجان د والي وياند رضا غفوري هم مني چې دغه کار د ولايت امنيتي کمېټې کړی او زياتوي چې دوی غواړي په دې کار، د جنرال دوستم له نفوذ څخه په استفادې، د شبرغان ښار امنيت ته متوجه ګواښونه له منځه يوسي.

د جوزجان له ولايت مقام څخه په خپره شوې اعلاميه کې هم ويل شوي چې جنرال دوستم د شبرغان ښار د امنيت خوندي کولو په موخه خپل زوی، يارمحمد دوستم دغه ولايت ته رالېږلی دی.

يارمحمد دوستم نظامي زده کړې کړې او تر دې وړاندې يې د دفاع وزارت په چوکاټ کې د نظامي افسر په توګه دنده ترسره کوله.

سرخط ورځپاڼه

 

One thought on “سرخط؛ دفاع وزارت خبر نه دی، دوستم يې ماشوم زوی د ګارنيزيون قوماندان ټاکلی”
  1. دا سومره بی کفایته اوبی چاره رئیس جمهور دی چه نه یو والی لیری کوی شی اونه هم د گارنیزیون قومندان

ځواب ورکول Satar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *