وزارت خارجه د جمعيت د بزکشي ميدان دی

په بهرنيو چارو وزارت کې يوه وړه سليقوي موضوع د دې لامل شوې چې دوه مياشتې يې په نړۍ کې د افغانستان پنځه‌لس سفارتونه فلج کړي دي.

د بهرنيو چارو اداري معين نصير احمد اندېشه د سفارت په رسمي مکتوبونو کې لاس وهلی او بيا يې سلګونه هغه مکتوبونه بې‌ځوايه او بې‌اجراتو پرې‌ايښي چې په زاړه فارمټ ليکل شوي دي.

سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې په بېلابېلو هېوادونو کې د افغانستان له پنځه‌لسو سفارتونو څخه د بهرنيو چارو وزارت ته څومره مکتبونه هم رالېږل شوي، ټول يې تر خاورو او ګردو لاندې دي او د يوه ځواب هم نه دی ورکول شوی.

يوازې د اسټراليا سفارت شاوخوا پنځه سوه مکتبونه اوس هم د بهرنيو چارو وزارت د مېزونو په جعبو کې بې‌برخليکه پراته دي او چې پوښتنه يې وشي، له کابله همدا ځواب ورځي چې نوی فارمټ دې وکاروي.

په دغو مکتبونو کې ځينې داسې هم دي چې د وخت په تېرېدو ارزښت له لاسه ورکوي.

مثلا په ځينو مکتوبونو کې غوښتنې شوې، په ځينو کې راپورونه دي، په ځينو کې د ناستو او غونډو مالومات ورکول شوي، په ځينو کې د رخصتيو غوښتنې شوې، ځينې سفارتونه بيا پيسې نه لري، د ځينو نور عاجل کارونه وي چې بايد پر وخت اجرا شي، خو اندېشه په کابل کې ټول مکتبونه تر ګونډه لاندې کړي دي او دوه مياشتې يې ټول هغه سفارتونه چې زوړ فارمټ يې کارولی، فلج حالت ته بېولي دي.

د يوې ادارې او بنسټ له‌پاره دا تر ټولو بحراني حالت دی چې دوه مياشتې يې چارې د يوې وړې ستونزې له‌امله ولاړې وي.

سرخط د زاړه تر څنګ، د اندېشه په فرمايش نوی جوړ شوی مکتوب هم موندلی دی او بيا يې دواړه سره پرتله کړي دي.

په نوي مکتوب کې پښتو ژبه له ښي اړخه، چپ ته لېږدول شوې او پر ځای يې دري ژبه ليکل شوې ده.

همدا وړه موضوع د دې لامل شوې چې دوه مياشتې يې د پنځه‌لسو سفارتونه ټولې چارې په ټپه درولې دي.

په تېرو دوو مياشتو کې چې له دغو سفارتونو څخه څومره مکتوبونه راغلي، د ټولو په ځواب کې ليکل شوي دي چې د مکتوب زوړ فارمټ يې کارولی، ځکه نو يا رد شوي، يا بې‌ځوابه پاتې دي.

په يوه مکتوب کې چې د بهرنيو چارو وزارت له خوا په دوحه، استانه، اسلام‌اباد، برلين، عشق‌اباد، واشنګټن ډي سي، بېجينګ، ويانا، پاريس، کنبرا، نوي ډيلي او وارسا کې د افغانستان سفارتونو، په بن کې جنرل کونسلګري او کندهار کې نماينده‌ګي ته ليکل شوی، راغلي چې دوی خپل مکتبونو په زاړه فارمټ کې ليکل او د دې دغه فارمټ مکتبونه نور د بهرنيو چارو وزارت ته د منلو نه دي.

دغه سفارتونو غوښتل شوي چې دوه مياشتې پخواني مکتبونو دي، له سره پر نوي فارمټ چې د ښاغلي اندېشه په فرمايش جوړ شوی، وليکلي او بيا دې يې وزارت ته ولېږي، که نه نو، همداسې به بې ځوايه پاتې وي، يا به رد کېږي.

په دې سربېره، ښاغلي اندېشه د وزارت او سفارتونو په ټولو کمپيوټرونو کې يې د ايران B zar فانټونه د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت رسمي فانټونه اعلان کړي.

د ايران B Zar فانټونه، پښتو ټکي نه لري او له همدې امله د درست وزارت اړوند کسان مجبور دي چې مکتوبونه په دري ژبه وليکي.

تر پرېمانه هڅو وروسته هم د بهرنيو چارو وزارت مسوولين په دې اړه خبرو کولو ته حاضر نه شول.

سرخط ورځپاڼه

7 thoughts on “سرخط؛ دوه مياشتې کېږي د افغانستان ۱۵سفارتونه فلج دي”
  1. دتاند همکارانو سلامونه
    ستاسو اودسرخط یې کور ودان چي وخت ناوخته داسي مسایل را برسیره کوي چي دفکر او تشویش وړ وي او بدلون ته ضرورت لیدل کیږي. پدې هیله چي افغان حکومت داسي موضوعاتوته حق اولیت ورکړي. په اصل کې وزارت خارجه دلویه سره فلج ده، کله چي وزیر یې په کابل کي په بین المللي کانفرانس کي نه حاضریږي نو سفارتونه به خامخا فلج وي. موږته معلومه ده چي دافغانستان ډیرې ستونځي بهرنۍ ریښې لري لهذا افغان دولت باید په ښه ډول دافغانستان بهرنی سیاست تمثیل کړي.
    دافغانستان په بهرني سیاست کي لاندي ستونځي تراوسه وجود لري.
    لومړی: په بهرني سیاست کښي داصولو نشتونه (یوه تګ لاره لیکل شوي ده خو پارلمان تراوسه نه دی تصویب کړي).
    دوهم: اداري فساد او خپلوي پالنه په وزارت خارجه کښي
    دریم: قومي او ولایتي ناانډولي
    څلورم: درقابتي امتحان نه شتون
    په کاناډا کښي د شینکۍ ګړوخیل قضیه يې ښه بیلګه ده. تر هغو پوري چي دوه سره حکومت یو سره نه شي او خلګ په وزارت خارجه کي درقابت پراساس ونه ګومارل شي همدا به مو حال وي.

  2. Ghani should fire Andesha and replace him with another capable person. very easy. But if Ghani can not do it then this is the problem.

  3. که د پښتو ژبې ضد کومه دسیسه د ښاغلي نصیر احمد اندیشه له خوا پدې مهم او حیاتي وزارت کې حقیقت ولري:
    1 د افغانستان د پارلمان دواړه جرګې دې نوموړي وروغواړي او پدې باب وضاحت ورکړي.
    2 د افغانستان د حکومت د وزیرانو شورا پدې باب د نوموړي دا اقدام باید وڅېړي.
    3 که رښتیا هم نووړی فانټونه پښتو ژبه ونه لری ، پدې صورت کې باید ښاغلی اندېشه دلویې څارنوالۍ له خوا تر پوښتنې لاندې راشي. او له دندې د ګوښه کړل شي.
    په هر حال سره د ښاغلي اندیشې په باب د تبعیض او د ژبو ، قومونو ته اختلاف او نه برابروالی له امله باید ژر ترژره له دندې ګوښه کړل شي.
    له بلې خوا د نصیر اندیشې د ټول ماموریت موده پدې مهم وزارت کې تر لسو کلو نه رسیږي په کوم لیاقت دی تر سفارت او معینیت رسیدلی دی دا موضوع هم د پوښتنې وړ ده.

  4. جای تآسف است که نفاق افگنی ها ی لسانی و قومی در وزارت خارجه ، که تحت مدیریت صلاح الدین ربانی کسیکه پسر شهید استاد ربانی است دامن زده میشود که برخلاف توقع ملت متحد و مجاهد افغانستان میباشد .این نوع حرکات که طبعآ به وحدت ملی و نظام کشور لطمه میزند یک خیانت ملی میباشد ، عاملین و طراحین این حرکت به پنجه قانون سپرده شود . و آقای صلاحالدین نیز از همچو مسؤلیت ووظیفه سنگین فورآ سبکدوش گردد .

  5. زه خو وايم چه دا چل چلکي بايد نور خلاص شي چه يوواري فيصله ور باندي وشي دا بهتره ده که سفارتونه د يو څه وخت لپاره وتړل شي پروا نه کوي دا شپاړس کاله کيږي چه دا ناورين په سفارتونو کي روان دي

ځواب ورکول Javeed ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *