نادر سلطان
د کریکټ د ملي لوبډلې وروستۍ درې لوبې مو په ټلوېزیون وليدې، زړونه به مو اصغر او یو شمېر نورو لوبغاړیو ته ډېر تنګ شوي وي، خو راځئ نن د لوبو د ماتې په علتونو بحث وکړو.
له هر څه وړاندې د کریکټ بورډ د سليکشن یا غوراوي کمېټه، دا کمېټه په داسې لارو سر ده چې د کریکټ د معیارونو له هاغه تصادفي اړخ سره هم سر نه خوري.

په کریکټ کې هره لوبډله چې د کوم سفر له‌پاره ټاکل کېږي، لوبغاړي، سیمې او میدان ته کتل کېږي، خو نه پوهېږو چې زموږ د غوراوي کمېټې لوبغاړي د کوم معیار له مخې ټاکلي وو.

تاسې تر اوسه لیدلي چې یوه لوبډله دې په ټول سیریز کې دوه فاسټ یا تېز باولران له ځان سره ولري، په داسې حال کې چې میدان، سیمه او هوا بل څه وايي. له ایرلينډ سره یې پرتله کړئ، څو فاسټ، څو ورو او څو میډیم فاسټ باولران یې درلودل، خو ولې زموږ د غوراوي کمېټې داسې وکړل، که دولت په لومړۍ لوبه کې ژوبل شوی وي، ناروغ شوی وای او یا بله ستونزه، ملي لوبډلې ټولې لوبې په شاپور ځډراڼ کولې، هغه لوبغاړی چې کاملاً انفېټ دی. میدان، د ګلبدین نایب باولنګ او د ایرلينډ د میډیم فاسټ باولرانو لوبو ته په کتو باید میرویس اشرف ملي لوبډلې له ځان سره ټاکلی وای، خو ولې و نه ټاکل شو؟

له ټولې لوبډلې سره یوازې شاپور ځډراڼ”انفېټ” او دولت ځډراڼ د فاسټ باولرانو په توګه تللي وو، د دولت ایکانومي رېټ هم وګورئ، یانې ملي لوبډلې له ځان سره هيڅ داسې فاسټ باولر نه درلود چې په یوه لوبه کې یې دواړه لوبولای شوای او یا هم داسې باولر چې لږ تر لږه لوبه خپل خوا ته را کږه کړي، دلیل یې د غلط انتخاب یا ټاکنې له کبله و.

دویم، احسان جنت چې د نوروز منګل ورور دی، لوبه یې تاسې ولیده، د کوم ځانګړې وړتیا له‌مخې هغه غوره شوی و، د کریکټ په نړۍ کې ملي لوبډلې او یا هم د یوه سیریز له‌پاره د یوه لوبغاړي د غوراوي تر ټولو ستر دلیل د هغه کورنی کریکټ یا هم په یوه بل ځای کې لاس‌ته‌راوړنه وي، مګر احسان جنت هيڅ ځای لاس ته راوړنه نه لري، خو د دې له‌پاره چې د منګل صاحب ورور دی، غوره شوی و.

ناصر جمال د رییس احمدزي ورور دی، په درې واړو لوبو کې ولوبېد، یوازې په لومړۍ کې لوبه کې یې یوه پنځوسیزه وکړه او پاتې لوبې یې تاسې ولیدلې، منګل صاحب څه ځواب لري چې ناصر جمال یې ولې غوره کړی و؟
کاش اصغر ستانکزی کپتان نه وای، ګنې په هيڅ په لوبه کې د لوبېدو وړتیا نه لري. درې واړه لوبې او بیا یې پایله ستاسې په مخکې ده. د غواري کمېټه دې همدې پوښتنو ته ځواب ووايي، له نورو به موږ ور تېر شوو.

دویمه برخه د کوچ په اړه ده، په لوبډله کې له موږ سره کوچ ريیس احمدزی دی، که چا راته د ريیس احمدزي د کریکټ د کولو پر مهال د هغې داسې کارنامه وښووه چې یو بری یې له مخې موږ ته په نصیب شوی وي، زه به ډالۍ ورکړم، خو ځینو ته په ادارو کې تشه داسې ګټه ورکړي چې تر ابده پرې د رحمت باران ووري. د کریکټ په یو شمېر لوبغاړیو همداسې د رحمت د تشې باران را اوري.

په لوبه کې دننه هر ډول ای‌بي او سي پلانونه د کوچ او کپټان په خوښه نیول کېږي، ځینې یې داسې بېړني وي چې په هماغه ثانیو کې ونیول شي. بېلګه یې د مجیب پر وړاندې د ایرلینډي لوبغاړیو دویمه لوبه وه، څه ډول یې هغه باولر چې په لومړي لوبه کې یې پرې سر وګرځاوه، را قابو کړ. دا د یوه کوچ مفکر مغز وي چې خپل لوبغاړیو ته یې ور پېچکاري کوي، ډاډه اوسئ چې د مجیب هر بال به په ځلونو د ایرلینډ کوچ خپلو لوبغاړیو ته په لوی سکرین ور ښوولی وي چې د هغې له کوم ډول بال سره کوم ډول چلند وکړي، مګر متاسفانه زموږ د ضعیف کوچېنګ له کبله موږ په خپلو درې واړو لوبو کې هغه نیمګړتیاوې پوره نه کړې چې موږ درلودې.
کریکټ بورډ د نږدې شپږ میاشتو له تېرېدو بیا هم د یوه کوچ په ټاکلو و نه توانېده، په داسې حال کې چې بشپړ غړیتوب یې هم واخیست او په خپله هم په دې اعتراف کوي چې راتلونکی مزل یې سخت دی. په داسې حال کې چې یو بورډ یو کوچ نه‌شي ټاکلی، راتلونکی اوږد او مشروط سفر به څه ډول په ښه ډول وکړي؟
پر ريیس احمدزي دا چپن ډېره اوږده ده، که همداسې مخ ته ځو، یوولسم ځای خو پرېږده، په شلم کې مو مقام ګورئ.

درېیمه برخه کریکټ بورډ دی، پورته ټکیو ته په کتو داسې ښکاري چې بشپړ کریکټ بورډ د رهبرۍ د یوې لویې تشې سره مخ دی او هغه داسې چې په کار پوه کسان په راس کې نه‌شته، که وای موږ به لږ تر لږه یوازې یوه تشه ډکه کړی وای.
کریکټ بورډ په دننه کې د یوه او بل د ځپلو له‌پاره مټې بډ وهلي، د کوچ ټاکل، د لوبو چمتو کول او نور ترې پاتې دي. کریکټ بورډ پرېمانه پیسې لري، غریب هم نه دی چې د لس زره ډالرو په میاشتني لګښت یو کوچ و نه‌شي ګمارلای، خو دلیل یې یوازې د هغو کسانو د خولو پټول دي چې له عاطف مشعل سره د یارانې تار لري.

کریکټ بورډ په دننه کې د مشعل صاحب د فیسبوک چلوونکي له‌پاره هم پوسټ لري، پرېمانه پیسې یوازې په تشو بورډونو لګول کېږي، پراخ اضافي تشکیلات چې هيڅ په کار نه دي، د کریکټ بورډ د ادارې برخه ده. کله کله د عاطف مشعل په دې خبره خندا راشي چې وايي، اداري تشکیلات یې سم نه وو او ده ورته پلان جوړ کړ، اوس که اداري تشکیلات داسې وي، له دې کریکټ بورډه خو د باباولي هوټل یا راج ګړه جوړه شوې چې د هر ستومان شخص ستوماني پکې وځي.
یوه بېلګه یې پرهېز شګيوال دی، ته و خدای شګېوال د کومې ناروغۍ درمل دی چې د میاشتې تر زر ډېر ډالر اخلي او پوسټ یې هم داسې شی دی چې په ویلو یې سړی شرمېږي.

مشت نمونه‌ی‌ خروار داسې لسګونه نور هم شته چې د عاطف مشعل فیسبوکي ستاینو ته ناست دي او بنډل بنډل پیسې جېبونو ته کوي.
د کریکټ بورډ ريیس، اجراییوي ريیس او نور یوازې یوه دنده نه لري چې له هرې لوبډلې سره د هېوادونو چکر ته ولاړ شي، بلکې باید د نړیوالو لوبډلو سره د لوبو چمتو کول، په کور دننه د کریکټ پراخې، له نړیوالې شورا سره نږدې اړیکې او نور جوړ کړي. له مشعل صاحبه وپوښتئ چې د ای‌سي‌سي مشر خو پرېږده، له کله چې مشر ټاکل شوی د پاکستان د کریکټ بورډ له مشر پرته یې د بل کوم مهم هېواد د کریکټ بورډ له ادارې سره کتلي، لاس‌ته راوړنه یې شته، تر کومه به موږ له ایرلينډ، سکاټلينډ، اماراتو او نورو سره لوبېږو؟

لنډه دا چې نه اوس کریکټ د ۱۲ کلونو پخوانی کریکټ دی، نه دریځ هغه دريځ دی، نه لوبډله هغه او نه اسانتیاوې، اوس باید بدلون راشي او په هره برخه کې راشي.

که چېرې موږ په ښه توګه مخکې ولاړ نه‌شو، نه یوازې دا چې اوسنی دریځ به له لاسه ورکړو، بلکې له کریکټ بورډه به مو د کينیا، زیمبابوې او نورو هېوادونو کریکټ بورډ جوړ شي.
پر وړاندیزونو کرښې نه توروم او که اړتیا شوه په راتلونکې به هره یوه برخه جلا جلا وڅېړو.

One thought on “سرخط؛ د ناکاره مديريت، خېښي او فساد له امله د افغانستان کريکټ غرقېږي”
  1. روره ده معلولينو په اړه هم خامخا ليکل وکه زکه دوى سره هم ډير ظلم روان ده او 12کسانو کرکټ بورډ سره پريکون کړى

ځواب ورکول Sheren Agha ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *