د طالبانو د قطر دفتر

د قطر دفتر او کابل تر منځ پر بډو ولاړې اړيکې
له کابله قطر ته د پيسو د لېږد رسوايي

سرخط ورځپاڼه

کرزی، غني، د سولې شورا، اتمر او ستانکزی چې هره ورځ نه، د ورځې لس واره له قطر سره ټلېفوني اړيکه ونيسي، سوله نه‌شي راوستلای.

سوله په بډو او درغليو نه‌شي راتلای، په هر څه کې درغلي او فساد، خو په سوله کې درغلي او فساد د ملت د ارادې او الله تعالی د حکم سپکاوی دی، د نيت او ارادې ازمايښت دی، په دغه ازمايښت کې د کرزي، غني، سولې شورا، اتمر، ستانکزي او قطر په دفتر کې دېره سوداګرو ټولو ختې ختلې دي.

هو! سوله خپله بيه لري، دغه بيه رښتينولي او قرباني ده، دغه بيه په رشوت او درغليو کې نه‌شي پرې کېدای.

سوله د پولنډ ولسمشر «اندژي دودا» راوستلای شي چې له ټرمپ سره د يوه سيال په کچه مطبوعاتي کنفرانس ته ودرېده، ټرمپ لکه تندر غوړمبېده، په افغانستان کې يې د تمدن او بربريت د جګړې ډول غاړې ته اچولی و، خو دې ته يې پام نه و چې د ده دغه مدنيت ايله د بډو، فساد او درغليو په اربو د پل اخيستو جوګه دی، که نه د وخته پنچر و.

جورج ډبليو بوش هم دغه جنګ ته د صليبي جګړو اصطلاح را ايستلې ده چې وروسته يې د خپلې ژبې ښوويېدنه وبلله.

ټرمپ له پولنډي ولسمشره د خپلو خبرو د ټکي په ټکي تاييد او ملاتړ هيله‌من و، ده غوښتل، بلکې زړه يې په ټينګه منلې وه چې «اندژي دودا» به تر ده دوه ګامه وړاندې ځغلي، د ده هيله دا وه چې دودا به تر ده زيات د بربريت او تمدن د جګړې ډول ته لرګی نيولی وي.

تاسې پوهېږئ اندژي دودا څه وويل؟ ده چې څه وويل د ټرمپ خوله وازه پاتې شوه.

ده مخامخ ټرمپ ته تر غوږ ور تېره کړه چې موږ خپل مخالف ښايي په درناوي ياد کړو، ځکه دا ثابته ده چې له سولې او خبرو پرته د افغان ربړې بل اواری نه‌شته.

د ربړې ټول اړخونه بايد د خبرو مېز ته ناست وي، له هغو سره چې خبرې کوو ښايي احترام ورته ولرو.

سوله په چيچنيا کې بوريس يلټسن راوستلای شي، کله چې مسخدوف د مېز بر سر ته د ده په ناسته خپل غبرګون وښوو، يلټسن دروند له ځايه پاڅېده او ده ته مخامخ کښېناست.

 

دا يې و نه ويل چې زه د يو زبرځواک ولسمشر يم، ته ما ته وسله کېږده، زما تفوق او برتري ومنه، تسليم شه او زه به تا معاف کړم.

که حکمتيار سوله راوستلای، د دارالامان له سرکاري ماڼۍ به يې دغه غږ پورته نه وای پورته کړی، په حضوري چمن کې به يې غازي سټيډيوم ته نږدې خېمې لکې کړې وای، له عيدګاه جوماته به يې دغه اعلان کړی و، په کومه دښته کې به يې کېږدۍ درولې وې، د سرکار له ماڼۍ د سرکار له تنخوا به يې دغه غږ نه پورته کاوه.

 

د قطر په دفتر کې ناست د طالب جګړه‌مارو د وينو او سرونو سوداګر د سولې له جرات او مېړانې بې‌برخې دي، د مټايانو او حلوا پر هټۍ د را غونډو مچانو له سولې، جرګې، نرخ او کاڼي څه زده؟
د قطر لمن خپله طالبانو په سر ور واړوله، عبدالحي مطمين د ملا محمد عمر وياند، په خپلو خپرو کړو ياداښتونو کې د قطر دفتر پرده چاک چاک کړه؛

«… په ۲۰۰۵ کې مولوي شهاب الدين دلاور او يو بل د منځنۍ کچې طالب له يوه مرموز بريټانوي مايکل سمپل سره د پېښور په تاکال کې د قوماندان ديدار د موټر په بارګين کې وکتل. سمپل د يوه متقاعد پوځي افسر له لور سره واده کړی، مېرمن يې مسلکي نڅاګره ده چې استخباراتي جال يې پر پاکستان خپور دی.

له دغو کتنو وروسته ملا دلاور غوښتل دوی ته د بې‌طرفه طالبانو په توګه په درېيم هېواد کې د اوسېدو او استازولي اجازه ورکړل شي.

 

په همدې وخت کې يو افغان انجنير وحيدالله حليمي چې جرمن تابعيت لري او د جرمني له څارګرې ادارې او قطر سره نږدې اړيکې لري، و پاکستان ته په راتلو د طيب اغا او جرمني استخباراتو تر منځ اړيکه جوړه کړه، طيب اغا جرمني ته پټ سفر وکړ. عبدالسلام ضعيف د سي.ای.اې او طيب اغا تر منځ د اړيکو نوې زمينه برابره کړه، په دې توګه په قطر کې د طالبانو دفتر د پرانيستل کېدو موافقه وشوه.

مولوي دلاور غوښتل قاچاقي جرمني ته ولاړ شي، خو د قطر دفتر په پرانيستل کېدو دلاور د طيب اغا له خوا قطر ته معرفي کړای شو. ملا محمد عمر له دغه ټول جريانه ناخبره ساتل کېده. په ۲۰۱۲ کې طيب اغا ملا صاحب ته احوال ورکړ چې غواړي قطر ته ځينې انډيوالان ورسره بوځي چې د جرمنيانو په منځګړيتوب له ګوانتنامو طالب بنديان را خوشې کړي. ملا محمد عمر اجازه ورکړه، هماغه وه چې طيب اغا قطر ته د خپلې خوښې او پرې ملګري له ځان سره بوتلل. په دې توګه قطر دفتر د طيب اغا او ملا عبدالسلام ضعيف له ملګريو تشکيل شو.

 

د ۲۰۱۵ په پيل کې د ملا محمد عمر ناروغي سخته شوه، ډېری چارې ملا اختر محمد منصور ته پاتې شوې، طيب اغا چې له ملا محمد عمر سره کوم قاصد درلود، دی يې د ملا صاحب له ناروغي نه خبراوه. د اپرېل پر ۲۴مه ملا صاحب وفات شو او څه کم دوه مياشتې پس قطر دفتر پرانيستل شو.

طيب اغا قطر ته خپل خاص ملګري، خپلوان او تجارتي شريکان د استازيو په ډله کې د ملا صاحب په هوايي او جعلي امر او منظوري ور زيات کړل.

 

مولوي شهاب الدين دلاور د پاريس په ناسته کې له معصوم ستانکزي سره په يارانه کې د لوګر او ستانکزيتوب په کارټ خپلو دوو زامنو ته له حکومته په فرانسه کې سکالرشيپونه واخيستل. دلاور په يوه وخت له افغان او پاکستاني چارواکيو سره خپلې اړيکې تودې ساتي. د قطر دفتر د مالي درغليو د پلټنې له‌پاره ملا اختر محمد منصور د مولوي عبدالکبير په مشري يو پلاوی وټاکه او ملا محمد يونس يې د پلټنې په پار قطر ته واستاوه چې د پلټنو په پايله کې په دوبۍ، ترکيه او افغانستان کې د قطر دفتر د کارکوونکيو په تېره شهاب الدين جايدادونه رسوا شول.

 

په کابل کې د يوه پخواني طالب چارواکي په خبره، معصوم ستانکزي په يوه ناسته کې قطر ته تلونکي کس ته يادونه وکړه چې د قطر دفتر ته ټاکل شوې نغدې پيسې ورسره واخلي.

ملا اختر محمد منصور طيب اغا او عدالسلام ضعيف ته په غوسه و چې د طالبانو په استازيتوب له ځينو هېوادونو او لوړپوړيو په تر لاسه کړيو مرستو خپلې شخصي پروژې او سوداګرۍ چلوي.

 

د ملا عمر له وفات شپږ مياشتې وروسته طيب اغا خبر شو. هغو بهرنيو لوريو او چينلونو چې ده ورسره د ملا عمر په نماينده‌ګي مراودې لرلې، له ده پوښتنې پيل کړې چې د زياتې رسوايي د مخنيوي په اسره يې ځان جلا اعلان کړ او ملا اختر محمد منصور په پټه د مستقل چينل د موندلو هڅې پيل کړې…»

غرب د طالبانو په اند کفري نړۍ ده او کفر ملت واحده دی، خو شهاب الدين دلاور له اسلامي قطر څخه خپل بچيان فرانسې ته لېږي، د دوی په خبره، د فرانسې کفري درس پرې وايي، د فرانسې په کفري ډګري يې سمبالوي، خو په افغانستان کې د اسلام او کفر په نامه د وينو لښتي بهوي.

 

دلاور ته د قطر تعليمي سويه ټيټه ښکاري، ځکه خو له معصوم ستانکزي خپلو بچيانو ته د فرانسې سکالرشيپ اخلي.
په افغانستان د زرګونه پوځي سرتېريو اولادونه په خپلو سيمو کې له لوست او ښوونځي محروم دي، خو معصوم خان د شهاب الدين دلاور بچيان د فرانسې په سکالرشيپونو نازوي، قطر ته پيسې او بودجه ځانګړې کوي، خو د شهيدو سرتېريو کورنۍ د خپلو شهيدانو د اکراميې په پيسو پسې کرۍ ورځ دفتر په دفتر لالهانديو په مخه کړې وي.

 

سرخط ورځپاڼه
Sarkhat

3 thoughts on “سرخط؛ ستانکزي د قطر طالبانو ته رشوتونه لېږلي”
  1. تاند او لوستونکو ته سلام
    دغه مطلب ماته چندان دقیق نه ښکاری دا درسته ده چی شهاب الدین دلاور، معصوم ستانکزی اوپه دقطرکی دطالبانود دفتر مشرشیرمحمد عباس ستانکزی دری واړه لوګریان دی خو سرخط دلته ددغو په منځ کی دیوی لوی غلطی مرتکب شوی هغه دا ده چی شهاب الدین دلاور چی په اصل کی ستانکزی نه دی هغه هم ستانکزی ښی نو دغی لوی غلطی سره په کتو زه فکر کووم چی دغه مقاله په خپله محتوا کی دسترو اشتباهات په څنګ لژ له حقیقت نه لیر ی هم ښکاری خو له یوه جمله یی سره زه کاملآ موافق یمه هغه دا چی طالبانو او دهغوی تروریستو او دتروریزم ملاتړ کوونکی ای ایس ای اداری ملګری ټول دافغانانو په وینو لوی تجارت پیل کړی او هره ورځ زموژ ملت تباه کووی او ددغه مقالی لیکونکی هسه کووی چی دافغانستان دملی امینیت دمشر معصوم ستانکزی ، حنیف اتمر او زموژ دولسمشر تصویر مغشوش وښی او ټولو ته معلومه ده چی داسی دسیسی ټولی دپخوانی ټوپکیانو او جګرمارانو او دهغوی دخوا خوژیو کارنه بل څه نه دی.

  2. ماته خو دا لیکنه د وطن د دښمنانو په ګټه وي ، هېڅ خپاره نه شي.
    بیا هم که سوله راولي مجبور یې مالي او سیاسي تاوانونه به ګالی.

  3. تولو لوستونكو ته
    تاند اونورو رسنيو سخه مو داهيله ده جي داسي ليكني مه خبروي جي ديوجا شخصي زوند فه كي هدف شوي مونز بايد شخصياتو فسي ونه كرزو بايد دسياستونه و فاليسي اروند بحث وكرو.
    ياهم داسي ليكنو باره كي بحث وكرو جي هيواد ته يو نه دول فائده وي.
    مننه.

ځواب ورکول جمال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *