د کابل انټرکانټينينټل هوټل ته چې که کومې غونډې، د چا مېلمستيا يا ليدنې ته ځې، لومړی دې پر بالا، په اول قرول کې له موټره کښته کوي، له سره تر نوکه دې هم موټر تلاشي کوي هم تا، تر دې چې تېر شوې، بله تلاشي راځي، هلته دې تر دې لا کلک پلټي، تر هغې چې تېر شوې، هوټل ته تر ننوتو مخکې بله تلاشي ده.

هلته دې نه يوازې پلټي، بلکې تر سکېنر ماشين هم تېرېږې، که وړه اوسپنه، کيلې، ساعت، موبايل، په بټوه کې کومه سکه، يا د پتلانه بيلټ هم درسره پاتې وي، ماشين چيغې وهي او بيا پلټل له سره کېږي.

وړمه شپه نهه بجې په وسلو بار ځانمرګي دغه هوټل ته ننوتي، پرېمانه وسلې او چاودېدونکي توکي يې ورسره ننه‌ايستي، هلته منزل په منزل او کوټه په کوټه ګرځېدلي دي.

ځانمرګي شپږم منزل ته هم رسېدلي او د هوټل په ګودام او اشپزخانه هم راګرځېدلي دي.

پر دې به خبرې نه کوو چې څو تنه يې شهيدان کړل، څومره ټپيان شول، ځکه زموږ امنيتي او کشفي ارګانونه يوازې په دې غښتلي دي چې د تلفاتو شمېرې ټيټې وښيي. دوی کله هم حقيقت نه دی ويلی، تر دې وروسته هم تمه نه ورڅخه کېږي.

خبره دا ده چې ځانمرګي څنګه راغلل، څنګه ننوتل او څنګه يې دومره پرېمانه وسلې او چاودېدونکي توکي له ځان سره هوټل ته ننه‌ايستل؟

څوارلس ساعته جګړه وشوه، که پنځو واړو ځانمرګيو له کمه حسابه، په ټولو، په ساعت کې سل مرمۍ ويشتې وي، شمېر يې څوارلس سوه مرميو ته رسېږي. څوارلس سوه مرمۍ کم شی نه دي، کانټيننټل ته يوه کيلي نه‌شي وړل کېدای؛ نو څوارلس سوه مرمۍ څنګه يووړل شوې؟

يوازې مرمۍ يې هم نه دي ډزولې، بمونه يې ننه‌ايستي، درنې وسلې يې ورسره وړې دي او جګړې ته په کتو دغه جګړه داسې وه لکه ځانمرګي چې د وسلو په کوم ډېپو کې ولاړ وي، نه د مرميو د ختمېدو غم ورسره وي، نه د لاسي بمونو او باروتو د کمښت اندېښنه لري، نه د نابلدو مسافرو غوندې د هوټل په خونو او منزلونو کې لاره غلطوي.

شپږ کاله وړاندې پر همدې هوټل همداسې، خو تر دې کمزورې حمله شوې وه، تر هغه وروسته يې امنيت لا ټينګ ونيول شو، خو اوس دا دی بيا حمله کېږي، تر پخوا قوي کېږي او تلفات به يې نو خامخا تر پخوانۍ هغې ډېر لوړ وي.

که ځانمرګي پر هماغه لاره ننوتي چې شپږ کاله وړاندې ننوتي؛ نو بيا خو بايد د امنيتي ارګانونو مسوولان زهر وخوري، ځانونه په دار وځړوي او که ژوندي پاتېږي؛ نو تر مرګه له شرمه چا ته پورته و نه کتلای شي.

که ځانمرګي پر هغې لار نه دي ننوتلي او مخامخ په عمومي لاره د مېلمنو په څېر تللي؛ نو بيا خو بايد د هوټل ټول ساتونکي په دار وځړول شي، دوی خو حتا موټرو او ځانمرګيو ته ورکتلي لا نه دي، ځکه دومره وسلو او ځانمرګيو ته چې تش وګورې هم پوهېږې چې څه يې رابار کړي دي.

که يې تلاشي کړي دي او بيا ځنې ننوتي دي، بيا خو مالومه خبره ده چې همدا ساتونکي د خلکو قاتلان دي، همدوی خلک ورباندې ووژل او دوی له ترهګرو سره لاره يوه کړې چې هوټل ته ننوځي.

که تلاشي هم کلکه شوې او څه شی ځانمرګيو له ځان سره ننه‌ايستې هم نه دي، همداسې تش لاس ننوتي، بيا خو مالومه ده چې وسلې وار له مخه هلته ورته ځای پر ځای کړل شوې دي او د دې خبرې امکان هم تر پورتنيو ټولو زيات دی، ځکه په يوه شپه او يوه وار، پنځه کسه له ځان سره دومره وسلې، داسې په ډاډه زړه نه‌شي ننه‌ايستلای، تر دومره وسلو لاندې د ځانمرګي ساه خېژي چې په شا يې کړي.

بيا دې نو د هوټل ټوله ساتونکې ډله او هغه کسان چې د هوټل مسووليت لري تر ګرېوان ونيول شي، حتما دوی دا کار کړی دی او بريد ته يې لاره هواره کړې ده.

تر دې ټولو ورهاخوا د دغه هوټل د ساتنې مسووليت په ناقانونه توګه يوه خصوصي شرکت ته ورکول شوی، خصوصي امنيتي شرکتونه ټول لغوه اعلان شوي وو، بيا څنګه دغه شرکت ته دا دروند مسووليت وسپارل شو، چا وسپاره، ولې يې نور امنيتي ارګانونه نه ول خبر کړي.

امنيتي او کشفي ارګانونه ولې دومره بلا پسې او بې غوره شي چې يوويشت ورځې د داسې مهم ځای د ساتنې يوې نوې ډلې ته سپارل کېږي او دوی ورباندې خبر هم نه وي.

ولې، ولې، ولې، ولې او همداسې سلګونه ولې دي چې بايد ځواب ورته وويل شي.

موږ په دې باور يوو چې طالبان د داسې بريد زور نه لري او نه هم دومره پوهه لري چې داسې دقيق پلان او دسيسه جوړه کړای شي.

هر څه دي چې مارانو زما له پڼو سرونه راايستلي، زموږ خپل کچکول له خاورو ډک دی او دا وار به دغه کچکول له پلټلو او رښتيا مالومولو پرته نه پاتېږي.

سرخط ورځپاڼه

2 thoughts on “سرخط؛ طالبان درواغ وايي، پر هوټل بريد دوی نه دی کړی”
  1. ښاغلی اشرف غنی، او ښاغلی حنیف اتمر ته ځما دسوچ یوه مشوره

    ښاغلو مشرانو ځما سوچ دادی چه د پاکستان د ای اس ای پنجابی ژبی یو څو خصوصی کسان + دایران پاسداران موظف شوی کسان، ځمونږ ناپوهه طالیبان په چل او دوکه ترینینګ کوی، خوداسی اوازی شته چه وروسته دغه دواړه ګروپونه، دننه په افغانستان کی د یو څو تنو متعصبه او افغان ضد زورواکو کسانو سره تماس او پلان نیسی. وروسته دپلان څخه دغه زورواکان بیا دغه غولیدلی ځوانمرګی د زورواکانو په موټرو کی د کابل ښار ته راداخلوی، بیا دغو ځوانمرګو ته په کا بل او نورو ښارونو کی اسلحه او واسکټونه ورکړی کیږی، او دغه ډول وحشیانه حملی کوی. او ځینی حملی شاید ډراماتیکی شکل ولری لکه د انترکانتینتل په هوټل چه تر سره شوه. پدی خاطر چه وضعه نارامه کړی.

    داسی اوازی هم شته چه دغه واسکټونه په بلخ او پنجشیر کی جوړیږی، او بیا دغو انتهاریانو ته ورکول کیږی.
    هغه نظامی موټری چه ددغه ولایتونو څخه راځی باید تر کنترول او تالاشی تیر شی

    هغه خلک چه ستاسی د ارګ ګروپ تر تاثیر لاندی راولی او وای چه انتهاریان د ارګ او امریکا کار دی، دهمدغه خلکو مشران تر استخباراتی کنترول لاندی ونیسی شاید دا خبره په همدوی کی وی.

    ماته دغه را پیدا شوی نظر تر خپل غور، تحقیق او تحلیل لاندی ونیسی شاید خبره ډیره لری نه وی.
    دا سوچ ماته هم پیداشویدی چه شاید دغه انتهاریان ټول پښتانه نه وی، فقط دوی ته ویل کیږی چه د حملی په وخت کی یو څو دپښتو کلیمی ووایاست چه خلک ووای چه دوی خو پښتانه وه.

    د انترکانتینتل هوټل حملی ماته دغه سوچ پیداکړو چه په دغه حمله کی فقط څلور جګپوړی پښتانه احمد فرزان، احمد پویان، حارث مومند، پاچاخیل په شهادت رسیږی، او نور خارجی اتباع دی، حال داچه په دغه هوټل کی شیرین خوری او هنرمندان په دریم منزل کی قرار درلود، همداسی تر ۱۶۰ کسانو نورو خلکو هم قرار درلود، دهوټل محافظینو او نوری عملی ته تاوان نه دی رسیدلی؟ دبرق ماشینونه ولی او چا قطع کړل؟

    داسی نه چه چا څلور یا پنځه بندیان په بی هوشی سره دغی هوټل ته راوستلی وی، او په په اخر کی یی دغه بندیان په بمونو یا ټوپکو ویشتلی وی، چه دغه انتهاریان دی چه مونږ مړه کړه، او هغه چا چه دغه وحشیانه برید کړی وی هغوی په همدغه هوټل او یا بل ځای کی اوس ژوندی ګرځی.

    نور نه پوهیږم خو باید هره موضوع ډیره جدی وڅیړل شی، ځکه نن سبا سیاسی استخبارات ډول ډول چلونه او ډرامی جوړوی.

    دغه وه ماته راپیش شوی سوچ تر خپل نظره یی تیر کړی

    په احترام

  2. تېره ورځ داسی واورېدل شوه چه د امريکې سفارت پر هوټلونو باندی د یوې تروریسټی حملې د اخطار په هکله کومه وینا خپره کړې وه
    که دا خبر رشتیا وی نو بیا د مسئلې څېړنه نوره هم پېچلې کیږی
    ټول مقتولین مظلومانه ووژل شوه خو د مرحوم احمد فرزان درنه او بشاشه او ښکلې څېره می له خاطره نه پاکیږی که څه هم ډېر می نه پېژانده

ځواب ورکول عبداله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *