دوې مياشتې کېږي چې د اسلامي تمدن د پلازمېنې ساتنه د داسې کس پر غاړه ده چې حتا پر خپله څوکۍ د کښېناستو بشپړ واک نه لري.

مل پاسوال محمد زمان د پېژنتون د احتياط افسر و چې د تېر اګسټ پر شپږويشتمه د غزني امنيه قوماندان وټاکل شو او له هماغې ورځې په ولايت کې د ګډوډيو، ناامنيو او خپل‌سريو يوه نوې څپه راپورته شوه.

په تېرو دوو مياشتو کې د غزني بېلابېلې ولسوالۍ يو په بل پسې سقوط شوې، اندړ چې په تېرو کلونو کې د غزني تر ښار هم خوندي او قراره ولسوالي وه، د ولسوالي تر ودانۍ پورې سقوط شوه، امنيه قوماندان او ولسوال يې دواړه ژوبل شول او تر دريو ورځې محاصرې وروسته د پکتيکا سرتېريو له حصاره وايسته.

تر هغه وروسته خوږياڼو سقوط وکړ، واغظ طالبانو ونيو او ورڅېرمه شا و خوا ولسوالۍ هم داسې شوې چې تر حکومت پکې د طالبانو واک ډېر چلېږي.

په ټوله کې د غزني هغه ولسوالۍ چې پښتانه پکې مېشت دي، يا سقوط دي، يا يې مرکزونه غزني ښار ته رالېږدول شوي او يا هم داسې دي چې سرتېري پکې شته، خو د قوماندني او ولسوالي مقام تر ودانۍ د باندې نه‌شي وتلای.

په غزني ښار کې دننه به، پخوا يوازې هدفي وژنې کېدې، څوک چې به ټارګيټ شول د هغوی په موټرو پسې به ماينونه نښلول کېدل، وروسته د ښار په منځ کې د وژنو دا لړۍ يوازې پښتنو ځوانانو ته ځانګړې شوه او هغوی پکې په نښه کېدل، خو په وروستيو کې اوس هره شپه په غزني کې ښار دننه د پوليسو پر پوستو وسله‌وال بريدونه کېږي.

له تېرو څلورو شپو راهيسې پرله‌پسې هر شپه چې د ماخوستن لمونځونه وشي، په ښار کې د سپکو او درنو وسلو ډزې پيل شي، تر نيمې شپې جګړه روانه وي، خلک له خوبه وتلي او ماشومان وېرېدلي وي، خو سهار د امنيه قومانداني له خوا پر هر څه تله تېره شي، خبره پټه شي، خو د دوښمن د مخنيوي پر لارو چارو هيڅوک هيڅ نه وايي.

په غزني کې هغه ځوانان چې غږ به يې پورته کاوه، يا وژل شوي، يا له ولايته تېښتې ته اړ شوي دي، خو هغوی چې لا هم هلته مېشت دي، په پټه، کله کله له رسنيو سره يوه نيمه خبره شريکه کړي.

هغه مالومات چې سرخط ته په لاس ورغلي دي دا دي چې په نورو يو عالم ستونزو سربېره، د امنيه قوماندان بې‌کفايتي د ناامنيو تر ټولو لوی لامل دی.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال محمد زمان د خپل امنيت امر خولې ته ګوري، نور نو نه د پرېکړې حق لري، نه تر دفتر وتلای شي.

حتا په هغو دریو سختو ورځو کې چې د اندړو ولسوالي د سقوط پر بريد ولاړه وه، سرتېري نيم شهيدان او نيم ټپيان وو او پر امنيه قوماندان او ولسوال وينې بهېدې، حتا د غزني امنيه‌ قوماندان و نه کولای شوای، سيمې ته يو موټر مهمات ولېږي.

د محاصرې تر ماتېدو يوه ورځ وروسته چې امنيه قوماندان او والي ولسوالي ته ځي، بيا هم بريد ورباندې کېږي، والي راګرځي او امنيه قوماندان په ډېرو خواريو ايله ځان د ولسوالي تر ودانۍ رسوي.

محمد زمان خان د امنيه قوماندان پر څوکۍ ناست دی، خو د امنيت د امير خولې ته ګوري. سمونمل رمضان علي هم د غزني د امنيت امر دی، هم د امنيه قوماندان چارې دی سمبالوي.

رمضان علي د جاغوري ولسوالي اوسېدونکی دی، لومړی د غزني د ګيلان امنيه قوماندان و، تر هغه وروسته اندړو ته د امنيه قوماندان په توګه ولېږل شو، بيا د غزني ښار د دويمې امنيتي حوزې امر وټاکل شو، څه موده وړاندې بيا د اندړو ولسوالي سرپرست امنيه قوماندان و او په دې وروستيو کې د غزني د امنيت امر وټاکل شو.

د غزني د امنيت امريت له کلونو راهيسې د غزني د هزاره اوسېدونکيو په پچه ختلی او امر بايد د دوی له ډلې وي.

په همدې ونډه کې رمضان علي ته د امنيت امريت ورسېده او اوس يې له ډاره امنيه قوماندان هم نه کومه پرېکړه کولای شي، نه د ده له خوښې پرته چېرته وتلای شي.

دی په جنګ ښه پوهېږي، زړور دی، زيات وخت له جنګه د بري توغ پر اوږه راوړي، خو په ښار کې او په تېره بيا په امنيه قوماندانۍ کې يې د پښتنو ختمولو ته کار ويلی دی.

له هغې ورځې چې د امنيت امر ټاکل شوی، پښتانه ځوانان يې يا له ښاره ولسواليو ته لېږلي، يا يې پر کور کښېنولي وي او په دې توګه يې ځای نورو ته ور خالي کړی دی.

د غزني د امنيه قوماندان بې‌کفايتي او د امنيت د امر تر اندازې زيات فعاليت د دې لامل شوی چې د ولايټ ګڼې ولسوالۍ يا سقوط شي، يا د حکومت واک ورباندې دومره کم شي چې په نشت حساب دی.

د غزني والي له دې موقع ګټه اخلي، مخکې به پخواني امنيه قوماندان خپل‌سريو، فساد او بډو اخيستو ته نه پرېښود، خو اوسنی امنيه قوماندان ځان نه‌شي ساتلای او دی چې څه کوي، د امنيت امر يې مخه نه نيسي.

سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي چې کورنيو چارو وزارت د غزني د امنيه قوماندان د لېرې کولو تابيا نيولې، خو د پارلمان ځينې وکيلان چې د امنيت له امر سره يې ګټې شريکې دي او د غزني ځينې زورور چې د والي د پرې ياران دي، پرله‌پسې هڅې کوي چې همدغه بې‌کفايته امنيه قوماندان پر ځای پاتې شي او دوی په خلاص لاس چور، تالان او ګډوډيو ته دوام ورکړي.

طالبان هم په دې خړو شويو اوبو کې خپل ماهيان نيسي، تر خپله وسه يوازې پښتانه په نښه کوي، پر نورو کار نه لري او په بدل کې که يې دوی ولسوالۍ سقوط کوي، که د ښار په منځ خلک په نښه کوي، که له ښوونکيو باج اخلي، که د ښار له دوکاندارانو ټکس ټولوي او که حتا له محلي راډيوګانو څخه قلنګ وړي، څوک يې مخه نه نيسي.

سرخط ورځپاڼه

2 thoughts on “سرخط؛ غزنی د هېواد تر ټولو بې واکه قوماندان اداره کوي”
  1. لنډه یی دا چی ایران او دایران جاسوسانو تل دا هڅه کړی ترڅوپه پښتنو کی دسر سړی پری نږدی په دولت کی ایرانی ایجنټان دایران دپاره په کاربوخت دی آن تردی چی ارګ هم خالی ندی ځکه چی د کرزی په وخت کی هم ایرانی تومن ارګ ته ورکول کیدل نو د امنیت امرخو به یی په سرو سترګو دایران په ګټه وژنی کوی.

  2. سرخط هم دځانګړېو کړېو سره دتکړه نظامې افسرانو په خلاف دطالبې سنګر لورى خپل کړ. دپوځې زده کړو څخه ناخبرو اودګرمو دفترونو تر وزرو لاندې ېې تش په نوم لېکوالو په شتون په بې اساسه افواهاتو دتکړه نظامې افسرانو په بدنامولو پېل وکړ.

ځواب ورکول زرغون ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *