څو کاله وړاندې، هغه مهال چې په افغانستان کې خلکو له وېرې طالبان شهيدان او سرتېري وژل شوي بلل، جګړه يوازې د سرتېري او طالب کار بلل کېده او پر زړونو د طالب وېره خپره وه، د غزني د شيلګر څو سر وهلي، بر وهلي ځوانان راپورته شول، د هېوادنۍ مينې د اثبات په نمت يې توپک واخيست او مخامخ يې د طالب ګرېوان ته لاس واچاوه.
دوی پر وطن ننګ وکړ، مېړانه يې وښووده او په افغانستان کې يې د طالب هغه طلسم مات کړ چې کليوالو به يې وېرې ورته حق خبره نه شوای کولای.
دوی خلکو ته وښووه چې طالب يوازې د سرتېري دښمن نه، د هر افغان دښمن دی، يوازې سرتېری بايد ورسره پنجې نرمې نه کړي، هر وطندار کولای شي طالب تر ګرېوان راونيسي، جنګ ورسره وکړي او خپلې سيمې ورڅخه پاکې کړي.
د شيلګر د ځوانانو تر پاڅون وروسته سمدستي د غزني په قرهباغ او مقر ولسواليو کې ځوانانو زړه پيدا کړ، د طالب پر ضد يې وسله پورته کړه، تر هغه وروسته په لوګر، ننګرهار، کندهار، کنړ او نورو سيمو کې هم د طالبانو پر ضد پراخ ولسي پاڅونونه وشول، خو په حکومت کې هيچا د ځوانانو هغو وينو ته چې د خپلو کورونو د ساتلو پر مهال د وطن په کوڅو کې تويېدې، د قدر په سترګه و نه کتل.
هغه مهال د حکومت له خوا ځينې کسان د پاڅونوالو د بدنامي په موخه سيمې ته ولېږل شول، پاڅونوال يې بدنام کړل، لارې يې ورباندې بندې کړې، ښار ته به يې نه پرېښوول، په زور به يې نورو سيمو ته، جنګ کولو ته کشول او په لوی لاس د دغو ځوانانو له پښو غورځولو ته کار کېده.
ځوانان د حکومت له خيره بېزاره و، خو د حکومت سپو يې لمن نه خوشې کوله.
په وار وار داسې پېښه شوه چې همدې پاڅونوالو به طالبان محاصره کړي وي، د حکومت يا بهرنيانو الوتکې به ورغلې، د طالبانو پر ځای به يې د پاڅون پوستې بمبار کړې، ځوانان به يې شهيدان کړل او طالبانو ته به يې لاره خلاصه کړي چې وتښتي.
دا خلک د هماغې سيمې خلک وو، له کوڅې کوڅې، شېلې شېلې، کندې، کاڼي او جووې سره بلد خلک وو.
له وزيرستان او د پاکستان له نورو سيمو راغلي ترهګر به په سيمه کې نابلده وو، دوی به په اسانۍ له سيمې څه چې له نړۍ لا وشړل، خو په تش لاس.
داسې ډېرې پېښې شوې دي چې طالبانو به د پاڅونوالو پر يوه برج شل پنځه ويشت راکټونه ويشتل، خو د پاڅونوال په لاس کې به يوه مرمۍ وه، په هغې به يې هم زړه نه کېده، بد وخت ته به يې ساتلې وه او په همدې توګه به يې ژوند وبايله.
دوی په هماغو کمو امکاناتو د شيلګر تر سلو ډېر کلي له طالبانو پاک کړل، ملي بيرغ يې ورباندې ورپاوه، کلينيکونه او ښوونځي يې پرانيستل، بندې لارې يې خلاصې کړې، پر حکومت، خلکو او وطن يې ننګ وکړ، خو هر چا ورټل.
اوس د هماغو پاڅونوالو ډېری يې شهيدان دي، کونډې او يتېمان يې د بېګا ګوله نه لري، کورونه يې طالبانو سوځولي دي، په ښارونو کې يې د سرپنا ځای نهشته، ماشومان يې د يوه او بل په در د زړه خوړينۍ او در په درۍ شپې سبا کوي.
اوسني مالومات دا دي چې هماغه ټول کلي چې لوېښت لوېښت يې د پاڅونوالو په وينو سره وه، بېرته طالب لاندې کړي دي. شيلګر له ولسوالۍ پرته سقوط دی، ورڅېرمه ولسوالۍ يې طالبانو په سر اخيستې دي او اوس نوبت د غزني ښار ته رسېدلی دی چې طالبان يې لاندې کړي.
حکومت همېشه له خپلو خواخوږيو سره همداسې کړي دي، خو هغوی يې پر سر کښېنولي چې حکومت يې پر سر وهلی دی.
نو ګيله مې ځکه وکړه…
ستاسو ګيله پرځای ده، مځکه هغه سوځي چې اورپرې بليږي. ځکه چې د غزني ولایت هېڅ خواخوږی په دولت کې نشته ، غزنیوال په پارلمان کې یو وکيل هم نه لري چې حد اقل له داسې مېړنیو ځوانانو نه یې دفاع کړې وای، د هغوي ستونزو ته رسیدلي وای.
نور خلک ځکه کوشش کوي چې په دولت کې ځان ته ځای پیداکړي او د هغوي په وسیله خپل قوم ، ولس ، ولسوالی او ولایت ته خدمت وکړي. مګر تاسو مېړنیو غزنيوالو ځای پدې دولت کې تش دی. د هغې ورځې د رارسېدو په هيله چې د غزني مېړني ، باتور ولسونه هم د افغانستان په راتلونکو دولتونو او حکومتونو کې خپل پوه ، خواخوږي ، خدمتګار او وړ استازي ولري.