دا وار د موزيګي د کټ لنګه لاړه؛

ملا منان اخوند د هبة الله پر ضد د وسلې پورته کولو ګواښ وکړ

د ملا هبة الله اخوند له امارت څخه د موزيګي کټ جوړ شوی، چې لنګه يې ټينګوي، بازو يې ځي، خو دا وار ښکاري چې مات بازو يې لا پر ځمکه پروت دی او لنګه يې هم ولاړه.

د طالبانو تر منځ وروستيو ناندريو، لانجو او کشالو ته په کتو دا تمه نه کېږي چې ډېری طالبان مشران دې تر نيمې شپې هم به دغه کټ کې ژوندي پاتې شي.

څه موده وړاندې سرخط ته داسې اسناد په لاس ورغلي وو چې په ډاګه کوله يې، د طالبانو رهبري شورا د ای‌ایس‌ای، ايران او روسيې په امر خپلې ليکې تصفيه کوي او خپل هغه واليان او قوماندان يا وژني يا شړي چې د روسيې د ګټو پاللو تمه نه ورڅخه کېږي.

په دې سربېره، پاکستان د طالبانو هغه واليان او قوماندانان هم ژوندي نه پرېږدي چې په خپل سر يې له روسيې او ځينو نورو اړخونو سره د اړيکو جوړولو هڅه کړې ده.

د طالبانو مير هبة الله د پاکستاني استخباراتو په دستور چې مشري يي د پاکستان د استخباراتو مامور حافظ مجيد پر غاړه لري، پرېکړه کړې ده چې خپل شپاړس واليان او پنځوس قوماندانان يا مړه او يا وشړي.

په دغه لړۍ کې په کندوز کې د طالبانو پر والي ملا سلام اخوند ځانمرګی بريد وشو چې په‌کې يې غبرګې پښې غوڅې شوې او وروسته پسې ومړ.

وروسته د ملاهبة الله د يوه مجهول الهوية مشاور “د ای‌ايس‌ای مامور” حافظ مجيد په دستور د زابل له‌پاره د طالبانو د نظامي او اکمالاتي چارو مسوول په کوټه کې ترور شو.

تر هغه وروسته د هلمند په موسی کلا کې پر ځينو طالب مشرانو د امارت له منځه بريدونه وشول.

اوس د طالبانو له خوا د هلمند له‌پاره نومول شوي والي ملا عبدالمنان اخوند د امارت د وروستيو پرېکړو څرګند مخالفت کړی او ګواښ یې کړی دی چې که د امارت رهبري شورا له خپلې سرټمبګي شا ته نه شي، دوی به خونړۍ پرېکړه وکړي.

سرخط ته په لاس ورغلي وروستي اسناد ښيي چې د شړل کېدونکيو او مرګ ته تړل شويو طالب چارواکيو په ډله کې د هلمند له‌پاره د طالبانو نومول شوی والي ملا منان اخوند هم شامل دی.

ملا منان اخوند په خپل يوه وروستي ليک کې چې سرخط ته په لاس ورغلی، د امارت رهبري شورا په توندو ټکيو مخاطبه کړې او ګواښ يې کړی دی چې که دغه شورا خپلو خپل‌سريو او بې‌بندو باريو ته همداسې دوام ورکړي، دی او ملګري به يې و نه زغملای شي او ښايې کومه خونړۍ پرېکړه وکړي.

ملا منان اخوند د هلمند په موسی کلا کې هم پر طالب مشرانو شوی بريد د امارت په دننه کې جوړه شوې دسيسه بللې او په دې اړه يې د څېړنو غوښتنه کړې ده.

د ده په خبره؛

“بدبختانه د اسلامي امارت مشرتابه په داسې يو حساس حالت کې چې له يوې خوا اسلامي امارت له يوه ناسم رهبريت، داخلي اختلافاتو او شديدو مشکلاتو سره مخ دی. د ځينو عقدوي، سياسي او قومي مسايلو په نظر کې نيولو سره، د پرديو په اشاره، د يو تعداد ولاياتو د مسوولانو د عزل او د نورو څېرو راوستلو فيصله کوي چې هيڅ يو سالم رهبريت دا ډول فکر هم نه شي کولای، خو موږ پوهېږو چې د دې ټولو پېښو او تغيراتو د رامنځ‌ته کولو تر شا هرومرو د ځينو مخصوصو اشخاصو او څېرو لاس دی چې موږ به يې هيڅ‌کله عملي کولو ته پرې نه ږدو.”

دی خبرداری ورکوي چې د امارت د رهبري شورا دغه وروستۍ پرېکړې خيانت دی او دوی ته په هيڅ صورت د منلو وړ نه دي.

د ملا منان په خبره، امارت اوس هغه نه دی پاتې چې د ملا عمر په ژوندوني و، ځکه نو دوی ځانونه مکلف نه بولي چې د ملا هبة الله او د رهبري شورا ټولې پرېکړې ومني.

“بدبختانه اوس د شهيد ملا محمد عمر مجاهد (رحمه الله) د امارت په څېر يو واحد امارت هم نه دی چې هرو مرو به د يو امير اطاعت کېږي. که موږ مجبور کړای شو، نو ډېر ژر به خپله وروستۍ فيصله ابلاغ کړو.”

هغه مالومات چې له ځينو طالب مشرانو سرخط ترلاسه کړي، په‌کې ويل شوي چې پاکستان د جګړې رهبري نويو روزل شويو طالب قوماندانانو او سرګروپانو ته سپاري، دغه کسان بايد پاکستان ته خورا مخلص، له سولې سره مخالف او له روسيې سره اډيالوژيکه ستونزه و نه لري.

څو ورځې وړاندې په کندهار کې ځينو قومي مشرانو سرخط ته ويلي وو چې د دوی سيمو ته نوي طالب قوماندانان ورغلي چې په هغه سيمه او ولايت پورې اړه نه لري، ټول د نورو ولايتونو دي.

 اوس د طالبانو خپلمنځي لانجې او ناندرۍ هم زور اخلي، ځينې پخواني قوماندانان چې په مطلق ډول يې په جګړه کې مالي ګټې نغښتې وې، اوس به سخته وي چې ميدان دې پرېږدي.

#سرخط ورځپاڼه
#Sarkhat

One thought on “سرخط؛ ملا منان اخوند د هبة الله پر ضد د وسلې پورته کولو ګواښ وکړ”
  1. دتاند ښا غلو مسولینو زما رغونکی مشوره داده که د ګران افغانستان او جنګ ځپلی ولس
    په خاطر او چوپړ مو نیت وی نو بیا له دا ‌‌‌‌‌‌ډول تبلیغاتو ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه وکړی او که تاسو دجګړی یو
    لوری یاست بیا دوامورکړۍ دخدای له پاره دسولی غږ پورته کړۍ او جګړه تر هرعنوان لاندی وغندی
    جګړه خیانت ده او سوله رحمت

ځواب ورکول نجیب اله پتمن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *