د قطر دفتر شنې په غلا چيچي
شنې که د غلا وي که د سلا، چيچل کېږي او تر غاښ لاندې ټک يې شک پاروي.
د طالبانو د اسلامي امارت د قطر د دفتر لوړپوړي کسان نن پنځمه ورځ ده چې د مسکو مېلمانه دي او د روسي استخباراتو له استازيو سره يې اوږدې شپې په شېرينو بحثونو او بانډارونو رڼېږي.
قطر مېشتو طالبانو د قطر دفتر ته پلمه کړې چې ګواکې قرغيزستان ته روان دي، خو پټې يې د روسيې د سفر موزې پښو کړې او پر مسکو ورښکته شوي دي.
د طالبانو د دغه پلاوي مشري د قطر د دفتر مرستيال ملا عبدالسلام حنيفي کوي، په قرغيزستان کې د قطر د دفتر استازی حاجي ابراهيم يې مل دی او ادريس اغا يې رويباري کړې ده.
سرخط ورځپاڼې ته له باوري سرچينو په لاس ورغلي مالومات ښيي چې نن پنځمه ورځ ده چې د طالبانو د قطر له دفتره د لوړپوړيو طالبانو يوه ډله مسکو ته تللې او هلته د روسيې د استخباراتي شبکې له چارواکيو سره پټې خبرې کوي.
قطر مېشتو طالبانو دغه سفر خورا پټ ساتلی او حتا تر اوسه پورې لا پرې د طالبانو د لومړۍ پرې د کسانو او د دوی د وياند ذبيح الله مجاهد اروا هم نه ده شکه.
سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، مسکو ته تلليو طالبانو حتا په خپل دفتر کې ورسره ملګريو ته هم دروغ ويلي او هغوی ته يې داسې ښوولې چې ګواکې دوی قرغيزستان ته ځي، خو منزل يې مسکو و.
د طالبانو د دغه پلاوي مشري د طالبانو د قطر د دفتر معاون، عبدالسلام حنيفي کوي.
سلام حنيفي ازبک دی، د طالبانو د رهبري شورا غړيتوب لري او په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د پوهنې او روزنې وزارت معاون و.
له ده سره له قطر دفتره درې تنه نور هم وتلي او راه‌بلد يې په قرغيزستان کې د قطر د دفتر استازی حاجي ابرهيم دی.
تر اوسه پورې دوی د روسي استخباراتو له استازيو سره د طالبانو د تمويل او ملاتړ په اړه اوږدې خبرې کړې دي.
که څه هم قطر مېشتو طالبانو تر دې وړاندې هم په وار وار د بېلابېلو هېوادونو له استخباراتو سره ګوتې پټې کړې، خو د دغه سفر توپير په دې کې دی چې د اوسني هغه په اړه يې حتا ځينې نږدې کسان هم نه دي خبر کړي.
طالبان په داسې حال کې مسکو ته سفر کوي او د روسي استخباراتو مېلمانه کېږي چې په دې وروستيو کې د امريکا او خليجي هېوادونو اړيکې تر بل هر وخت له روسيې سره ترينګلې شوې دي.
ښايي همدا لامل وي چې قطر مېشتو طالبانو مسکو ته خپل سفر په اوو جامو کې نغښتی چې
امريکا او د عربي هېوادونو استخبارات يې پل و نه ويني.
د سرخط موندنې ښيي چې مسکو ته د طالبانو د دغه پلاوي رويباري د سيد ادريس اغا په نامه يوه افغان الاصله روسی کوي.
ادريس اغا په قوم سيد دی، د کابل دی او ډېر کلونه يې په روسيه کې تېر کړي دي.
دی دا مهال په عربي متحده اماراتو او لندن کې فعال دفترونه لري، څه موده وړاندې يې په اسلام‌اباد کې هم يو دفتر پرانيستی و، خو چې ای‌ايس‌ای ورباندې شکي شو، ادريس اغا اسلام‌اباد تر شا پرېښود.
دی د تجار او د طالبانو د خواخوږي په نامه په طالبانو پسې ګرد ګرځي، خو په اصل کې د روسيې د استخباراتي شبکې ځری دی.
ادريس اغا زيات وخت د طالبانو د قطر دفتر ته روان وي او طالب چارواکيو ته د روسي استخباراتو پيغامونه رسوي.
تر دې وړاندې د طالبانو مشر ملا منصور هم څو ځله د ادريس اغا په هڅو له روسانو سره غوږ جنګولی و.
طالبانو د همدې سړي په هڅو په اسلام‌اباد کې هم له روسي استخباراتي کسانو سره تر دې وړاندې خبرې کړې وې.
يوازېنۍ ستونزه چې روسان او طالبان ورباندې نه جوړېږي او هر يو هڅه کوي چې پچه په خپله ګټه واچوي، هغه په افغانستان کې د کوکنارو کرکېله ده.
روسانو کاڼی تر غاښ لاندې کړی او په هيڅ صورت نه مني چې طالبان دې تر خپل واک په لاندې سيمو کې څوک د کوکنارو کرکېلې ته پرېږدي، خو طالبان په يوه لاس کې د دوو هنډواڼو نيولو هڅه کوي.
د افغانستان د کوکنارو فصلونه نه يوازې تارياک پيدا کوي، بلکې هر کال په زرګونو نوي طالبان زېږوي.
د طالب روزي د کوکنارو په شيره کې ده، ميليونونه ډالره عايد له همدې لارې ورځي او بيا ورباندې وسلې پېري، ټپيان پرې تداوي کوي، موټرسايکلونه پرې اخلي او خپلو جګړه‌مارو ته ورڅخه مياشتني معاشونه ورکوي.
اوس طالبان هڅه کوي روسان راضي کړي چې د کوکنارو پر کښت تله تېره کړي او طالبان په وسلو بار کړي، خو روسان هغه طالبان نه غواړي چې له څڼو يې د کوکنارو بوی لټېږي.
سرخط ورځپاڼه
3 thoughts on “سرخط؛ نن پنځمه ده چې قطر مېشتي طالبان د مسکو مېلمانه دي”
  1. ههههههه
    عجیبه قضاوت مو کړی؟!
    که خبره دډالرو وي نو بیا خو ډالر امریکایانو سره زیات دي چه ستاسو اوندی پاڼو چلونکو سره هم بیدریغه مرسته کوي
    کنه نور مو په قضاوت هرافغان پوهیګي چه څوک په څومره اوبو کی ډوب دی

  2. نو پدې حساب ملاصیبانو به ښې ترخې روسې ودکاوې څښلي وي.
    یو وخت خو دوی نورو ته د کفر ګوته نیوله او کوم کس چې د روسې وخواته د تحصیل او یا سفر لپاره تللی وو، دوی به د کافر او نامطلوب شخص په نوم له کار او دندې منفک کول ، اوس به ټالبان څوک له دندو منفک کړ؟

  3. po seyaasat ke dayemi dost aw doshman nashta.de khpale gatto po asaas dost aw doshman ttakala kegai aw daa dost aw doshman de ggatto pa benyaad de taghir po haal ke we.
    har sok ghwarre che khpal doshman po gonddo ki.

ځواب ورکول ایمل خاکسار ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *