تاند- د ولسمشرۍ یو بل کاندید سردار نادر نعیم د زلمي رسول په ګټه له کاندیداتورۍ تېر شو.

سردار نعیم د ولسمشرۍ له ۱۱ کاندیدانو څخه درېم کاندید دی چې له کاندیداتورۍ تېرېږي.

تر دې مخکې عیدالقیوم کرزی هم د زلمي رسول په ګټه له کاندیداتورۍ تېر شوی و.

جنرال عبدالرحیم وردک بیا بې له دې چې د چا ملاتړ اعلان کړي، له کاندیداتورۍ لاس واخیست.

ویل کېږي چې نوموړي ته ولسمشر کرزي د دفاع وزارت د چوکۍ وعده ورکړې وه خو کله چې د جمعیت ګوند غړیو د اوسني دفاع وزیر بسم الله خان محمدي پر ځای یونس قانوني د ولسمر د لومړي مرستیال په توګه ونوماوه، او د بسم الله خان چوکۍ خالي نه شوه، جنرال وردک ته کوم بل پوسټ هم ورنه کړای شو.

دا ادعا ارګ او په خپله جنرال وردک نه ده تایید کړې.

په تېرو دوو میاشتو کې له انتخاباتي هلوځلو څرګنده شوه چې سردار نادر نعیم نه یوازې د بري چانش لري بلکې محدود شمېر کسان یې هم پر ځان راټول نه کړای شول.

ویل کېږي چې سردار نعیم تمه لرله چې د خپل پلار او نیکه د شهرت په سبب به د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي.

9 thoughts on “سردار نعیم د زلمي رسول په ګټه له کاندیداتورۍ لاس واخیست”
  1. دوۍ ټول له نسبت نه ناوړه ګټه پورته کوي خو په ولس کې له حده زیات کم ملاتړ لري. دوۍ ځکه یو ځای شول چې دواړه په پښتو نه پوهېږي او د ایران په طبیعت برابر کسان دي.

  2. نادر نعیمه! تاته دی الله ج هدایت وکړي، پر تا خپه نه یم خو د شهید سردار محمد داود خان په نوم او هغه عکسونو خپه یم چی تا له خپل تصویر سره مله کړی وو. ډاکټر زلمی رسول به بد سړی نه وی خو دا چی ارګ میشتی یی پخپله ګټه استعمالوي دا دده ضعف او کمزوري ښایی، ښه به وایی چی ځان دی نه وی کاندید کړی. زه الله ج دی مل شه او کور او کالي دی بیا خارج ته بار کړه. کاش ددی پر ځای یوازی د شهید داود خان زیارت ته راغلی وی.

  3. څومره به ښه شي که دا کار ، شیرزوی صيب هم وکړي اود احمدزي صيب سره ملاتړ اعلان کړي نو مونږ ټول به خوشاله شو او آواز به پورته کړو چې بلدوزر زنده باد

  4. سلامونه شاغلو تاندوالو
    زما كامينت مو ولي خپور نكه؟؟؟
    ايا محمدزاييو او پوپلزيو له افغانانو او افغانستان سره كومه وفا كري؟؟؟؟؟

    1. یوه قوم ته بد رد لیکل سم کار دی؟ ایا ممکنه ده چې یو قوم دې ټول بد شي یا ښه شي. که ظاهرشاه نه منې امان الله خان خو به منې، هغه هم محمد زی و.

  5. د زړو سردارانو او محمدزیانو دوران تیرشوی دی، اوس نوی ماډل سرداران د پنجشیر له ولایته راټوکیدلی دی. زاړه سرداران هسی پخوانی او زاړه خوبونه وینی. د نویو سردارانو په مقابل کی یواځی اشرف غنی احمدزی ولاړ دی. که غواړی له هغوی نه خلاص شی نو په یوه آواز او ارادی سره د ښاغلی احمدزی ملاتړ وکړی چی هم تاسو او هم هیواد ته له شر او فساد نه نجات درکړی. که ستاسو همدا بیغوری وی بیا به همهغه زوړ ملا او زړی تراوی وی.
    اوس د ښاغلو ګل آغا شیرزی ، استاد سیاف ، انجنیر قطب الدین هلال او داود سلطان زوی نوبت دی چی له تعقل نه کار واخلی او د خپلو خلکو او هیواد د نجات لپاره له ښاغلی احمدزی سره ملی تعهد وکړی او خپلی ملی او اسلامی وجیبی اداکړی.

  6. مهرباني وکړي د یو نفر په ښه والي یا بد والي ټول قوم ته سپک ګمان مه کوي
    کوشش وکړی چي یواځّي او یواځی د موضوع په هکله خپل نظر ولیکي
    په هر قوم کي درانده او سپک شخاص وجود لري
    یوه نړی مننه

ځواب ورکول پسرلی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *