تاند- یوه سروې ښيي چې په ۲۰۱۸ م کال په نړۍ کې تر ټولو زیات خلک افغان طالبانو وژلي دي.

تېر کال په عراق او سوریه کې جګړې سړې شوې خو په افغانستان کې لا توده شوه.

د استرالیا د سیډني ښار د سولې او اقتصاد د انستیتیوت له لوري د ګلوبل تروریزم انډیکس په خپور شوي راپور کې راغلي چې تېر کال د طالبانو په بریدونو کې ۶ زره ۱۰۳ تنه وژل شوي دي. چې دا په سلو کې ۷۱ زیاتوالی ښيي.

د طالبانو له لوري وژل شوي کسان د درستې نړۍ په تروریستي حملو کې د ټولو وژل شویو کسانو په سلو کې ۳۸ کېږي.

طالبانو د دې راپور په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي خو دا ډله د داعش سختدریځه ډله تروریستي تنظیم ګڼي.

داعش هم په افغانستان کې د ګڼ شمېر خلکو په وژلو تورن دی. خو دې ډلې، مخکې تر دې چې وځپل شي، تر ټولو زیاتې مرګ ژوبلې په عراق او سوریې کې اړولي دي.

د راپور له مخې، په نړۍ کې د داعش د ډلې حملې په سلو کې ۷۰ کمې شوي خو له دې سره سره دې ډلې تېر کال یوزرو ۳۲۸ تنه وژلي دي.

د ګلوبل تروریزم انډیکس په راپور کې ویل شوي چې په مجموع کې په ۲۰۱۸ م کال په نړۍ کې تروریستي بریدونه په سلو کې ۱۵ کم شوي دي.

د راپور له مخې، نژدې ۱۶ زره تنه د ۲۰۱۸ م کال په تروریستي حملو کې وژل شوي دي.

 د ۲۰۱۴ م کال په پرتله په نړۍ کې د تروریستي حملو شمېر نیمايي ته رالږ شوی دی.

په ۲۰۱۴ م کال په نړۍ کې ۳۳ زره ۵۵۵ تنه په تروریستي بریدونو کې وژل شوي وو.

د ګلوبل تروریزم انډیکس په راپور کې ویل شوي چې په عراق کې له ۲۰۰۳ م کال را په دې خوا د تروریستي حملو په نتیجه کې د مرګ ژوبلو شمېر په بې ساري ډول کم شوی دی.

عراق له نایجریا او سوریې وروسته په ۲۰۱۸ م کال د تروریستي بریدونو له کبله په نړۍ کې زیات زیانمن شوی دی.

دې هیواد په ۲۰۱۷ م کال د داعش پر ضد بری اعلان کړ.

د ګلوبل تروریزم انډیکس اداره په خپل راپور کې وايي، اکثره تروریستي حملې په داسې هیوادونو کې کېږي چې په جنګ کې ښکېل دي.

دا اداره همداراز وايي چې د ښي اړخو افراطیانو له لوري په لوېدیځو هیوادونو په تېره بیا شمالي امریکا کې د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ تروریستي بریدونه ۳۲۰ فیصده ډېرې شوي دي.

طالبان په ۲۰۱۸ م کال کې د دې لپاره تر ټولو وژونکې ډله ګڼل شوې چې داعش او نورې سختدریځې ډلې کمزورې شوي او د پخوا په څېر ډېرې حملې نه شي کولی.

One thought on “سروې: تېر کال طالبانو تر بلې هرې ډلې زیات انسانان وژلي”
  1. رژيم و امارت طالبان را نيز استقبال و تجربه كرديم ، آنچه كه تاريخ در مورد آن گواهى دارد كه با منابع مالى امريكا و سعودى ، طراحى انگليس ، كمك و همكارى بى دريغ سازمان استخبارات پاكستان از معجون مركب همان مجاهدين حركت انقلاب اسلامى ، حزب اسلامى خالص ، عده يى از مجاهدين پيشين و حتى افسران نظامى حزب خلق و طلاب افغانى و پاكستانى در مدارس پاكستان و همه با پيشوند ملا تشكيل شده بود، حكومت مجاهدين بخصوص سران رژيم بخاطر سر كوبى رقيب و حريف نظامى خويش در آنوقت كه شهر كابل به ميدان جنگ تبديل شده بود ، تا توانست تحريك طالبان را از لحاظ مالى با بانكنوت هاى چاپ مسكو و حمايت نظامى ، تا درب هاى ورودى به كابل كمك و همكارى كنند.

    فراموش نبايد كرد، كه طى سال هاى حكومت به اصطلاح اسلامى ، شوراى هماهنگى را با معجون مركب از حزب اسلامى ، جنبش اسلامى ، وحدت اسلامى و نجات ملى حضرت مجددى نيز تجربه كرديم ، تا اينكه طرف مقابل را سركوب كنيم ؛ ولى آنچه بود نتيجه مثبت و سر فرازى در قبال نداشت.

    تحريك طالبان ٩٠ در صد از خاك كشور را در كنترول داشتند و كشور هاى سعودى ، امارت و پاكستان رژيم و يا امارت طالبان را به رسميت شناخته بود و در نيويارك نيز نمايندگى سياسى به رياست عبدالحكيم مجاهد كه سفير دولت مجاهدين در جاكارتا بود، نمايندگى و قرار بود كه حامد كرزى نماينده اين تحريك و يا امارت طالبان به سازمان ملل معرفى شود.

    گروه مخالف تحريك طالبان كه در آن زمان طالبان آنرا بنام گروه شر و فساد ياد ميكردند ، نام رسمى آنها در رسانه هاى غربى و بيرون مرزى بنام ائتلاف شمال بود كه بعداً و حال بنام جهاد و مقاومت مسمى مى باشد.

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *