د سرپل ولايت د ښځو چارو رياست چارواکي وايي چې د سانچارک ولسوالۍ په اب کلان کلي کې دوو وروڼو د يوې کورنۍ پر دوو ښځو جنسي تېرى کړى  او اوس هم ازادانه ګرځي.

 د ښځو چارو رئيسې نسيمه ارزو پېښه تاييد کړې ده. خو له سيمې رارسېدلي خبرونه وايي چې پوليسو د عاملانو پرځاى د دغو ښځو مېړونه نيولي  او بندي کړي دي. داسې ويل کېږي چې اصلي عاملان زورواکي دي.

 د ښځو چارو رئيسې انتقاد کړى چې دغه پېښه ولې په سانچارک ولسوالۍ کې څېړل شوې او بايد نور تحقيقات په مرکز کې شوي واى.

ويل کېږي د پېښې قرباني ښځو د ښځو چارو رياست ته مراجعه کړې او د عدالت غوښتنه يې کړې  او وايي مېړونه يې بايد ژر تر ژره خوشې شي.  دوى وايي شل ورځې کېږي په  سانچارک ولسوالۍ کې هرې ادارې ته ورځي خو څوک يې غږ نه اوري.

د سانچارک ولسوال وايي له پېښې نه دى خبر.

 د سرپل ولايت  د ښځو چارو رياست وايي د روان کال له پيله د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي ١٢٠ پېښې دوى ثبت کړي دي، چې ډېرۍ پېښې د ښځو وهل، جبري ودونه او نورې ستونزې دي.

 په دې وروستيو کې د افغانستان په شمال کې پر ښځو او ماشومانو د جنسي تېرې پېښې زياتې شوې دي.

3 thoughts on “سرپل: د يوې کورنۍ پر دوو ښځو جنسي تېرى شوى”
  1. د افغانیت او خاصتا پښتنی دود له رویه یو ډیر بد او ناروا عمل دی عامل باندی باید اسلامی حدود جاری شی خو ددی تر څنک د پارلمان غړی انور سادات ته مبارکی وایم او ورته وایم چی غرور دی لږ کم کړه

  2. یوه خبره ماته ډیره جالبه ښکارې. په افغانستان کي د پښتنو په اړه فکر کیږي چي د ښځو سره په چلند کي ډیر سخت دریځه دي یا په بل معنا د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي څخه کار اخلي. خو په حقیقت کي، ددغه رنګه پیښو خبرونه د شمالی ولایتونو نه راځي. که ښځې خپل ځانونه سوځوي هغه هم زیاتره په هرات کي ترسره کیږي. په پښتنې سیمو کي پرښځو باندي د جنسي تیري پیښې ډیرې کمي او یا
    بیخي نشته. ددې څخه دا نه جوته کیږي، چي مونږ پښتانه په افغانستان کي د بل هر قوم نه زیات د ښخو قدر او درناوی کوو؟
    په دې کي تاسو فکر وکړی، د پښتنو په سیمو کي د جنسي تیري پیښې بلکل نه را منځ ته کیږي. که هغه د افغانستان پښتنې سیمې وي که د افغانستان.

ځواب ورکول جاوید ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *