تاند(سې شنبه، د ثور ۲) د افغانستان د حکومت یوه باوري سرچینه وايي، وسله وال طالبان د خپل هغه قوماندان د خوشي کېدو غوښتنه هم کوي چې په کابل کې د جرمني پر سفارت د خونړۍ حملې په شمول د ګڼو لویو وژونکو بریدونو مسوول دی.

د افغانستان د حکومت سرچینو نن (سې شنبه) تاند ته وویل، طالبان د خپلو ۵ زره بندیانو په منځ کې د لیل الدین د ګلاب الدین زوی د خلاصون غوښتنه کوي چې د ۲۰۱۷ کال د مې میاشتې په ۳۹ مه نېټه (د ۱۳۹۶ د جوزا میاشت) یې د کابل زنبق څلورلارې ته نژدې د جرمني پر سفارت ټانکربمي برید تنظیم کړی و.

په دې چاودنه کې ۱۵۰ تنه ووژل شول او شاوخوا ۵۰۰ نور ژوبل شول.

هماغه وخت د دې برید مسوولیت هیڅ ډلې په غاړه وانخیست ځکه چې مرګ ژوبله یې عامو خلکو ته اړولې وه. خو د افغانستان حکومت د حقاني شبکه په دې برید کې په لاس لرلو تورنه کړه. له پېښې څه باندې یو کال وروسته د افغانستان ملي امنیت وویل چې د دې برید ۳ تنه اصلي طراحان یې نیولي دي.

سرچینه زیاتوي، لیل الدین اصلاً د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ اوسېدونکی دی، د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې یې ۲ میاشتې تریننګ کړی او بیا په لوګر کې د طالبانو د نصرت بهیر له شبکې سره یوځای شوی و.

سرچینه دا هم وايي چې لیل الدین پر امریکايي پوهنتون او یو شمېر نورو انتحاري حملو کې هم لاس لرلی دی.

سرچینه، چې د موضوع د حساسیت له کبله نه غواړي نوم یې څرګند شي، وايي چې طالبان په مجموع کې د ۱۵ خطرناکو انتحاریانو د خلاصون غوښتونکي دي خو حکومت په هیڅ صورت حاضر نه دی چې دا کسان خوشي کړي.

دا سرچینه وايي چې لیل الدین به له لوګر څخه انتحاریان کابل ته رارسول او بالاخره د کابل په پنځمه ناحیه کې ونیول شو.

خو له دې سره سره د افغانستان حکومت نن ۷۱ نور طالب بندیان خوشي کړل.

حکومت وايي چې دا کسان یې د کورونا وایرس د خپرېدو له کبله د هغوی عمرونو ته په کتو خوشي کړي دي.

3 thoughts on “سرچینه: طالبان د زنبق څلور لارې د خونړۍ حملې د طارح د خلاصون غوښتنه کوي”
  1. حکومت ولی تر اوسه داسی منحوس کسان په بند کی ساتلي. دوی باید لا پخوا خپل د بوزنونکو اعمالو سزا لیدلی وای. لعنت دی په داسی حکومت هم وی. دوی نه باید نور انتظار وباسی. دلال بی ناموسه طالب هم اوس غواري له وخت نه گته واخلي او قصابان بیا د نورو افغانانو د وژلو لپاره خوشی او تابیه کري. دوی د تور مخی ای اس ای په امر هر بی شرمه کار کولای شي. که زه دولت وای نن شده به په حق رسیدلی وای

  2. عجیبه ده ! دغسی قاتلان تر اوسه ولی په بندی خانو کی د څه دپاره ساتل شوی ، او تر څه وخته نور په بندی خانو کی ساتل کیدل ؟ طالبان خو کله د هغه بریدونو مسؤلیت چه تلفات یی ډیرملکیان وی په غاړه نه اخلی ، خو دا دی د مغو بریدونو د عاملینو د خوشی کولو غوښتنی کوی چه ددوی کسان دی ، دا بیا څومره منافقت دی ؟ تر څو چه د قصاص حکم د قاتل به مورد کی اجرا نشی ، عدالت او امنیت نشی تآمین کیدلای، عدالت او امنیت هم یوله بله تړلی واقعیتونه دی ، د افغانسنان اسلامی جمهوریت رهبری دا حق نلری چه د ددی ملت نیول شوی قاتلان وبښی .

ځواب ورکول ATAL ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *