تاند، چهار شنبه، د دلوې ۹مه: د پخواني ولسمشر حامد کرزي، عبدالله عبدالله، محمد محقق، یونس قانوني او د دغې نوي جوړېدونکي ایتلاف له منځه یوې معتبرې سرچینې تاند ته ویلي، حامد کرزی داسې پلان لري چې د ملي یووالي، ملي مشارکت، مؤقت حکومت او هر څه پر ځای د ملي مصالحې یو حکومت رامنځته کړي.

دغه معتبره سرچینه وايي، د حامد کرزي د سولې د نوې طرحې له مخې به کرزی پخپله د ملي مصالحې د حکومت مشر او ملا برادر به یې مرستیال وي.

سرچینه وايي، کرزی پلان لري چې د ملي مصالحې د دغه حکومت عمر له ۲ تر دوه نیمو کلونو پورې وغځوي چې تر ډیره یې د بهرنیانو لاو زلمي خلیلزاد ملاتړ هم په دې اړه ترلاسه کړی دی.

سرچینه وايي، د کرزي په مشرۍ سیاسیون د راتلونکې شنبې په ورځ بیا سره راټولېږي او په دې طرحه به بحثونه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې حامد کرزي ته ګوته نیول کېږي چې د سولې په پروسه کې یې د افغان دولت د مؤقف کمزوري کولو هڅې ګړندۍ کړې دي او غواړي چې طالبان په هر صورت کې له حکومت سره له خبرو وګرځوي.

9 thoughts on “سرچینه: کرزی غواړي په خپله مشرۍ د ملي مصالحې حکومت جوړ او ملا برادر یې مرستیال شي”
  1. کرزی ته پکار دی چې د حکومت ملاتړ وکړی ترڅو بیا واک ته د مفسدینو درسیدو مخه ونیول شی اشرف غني صاحب هیواد د پرمختګ په لور روان کړی باید ملاتړ یی وشی .

  2. سلامونه او درنښت
    دغسی لیکنو به مو د سایت لیدونکی کم او خپل باور به مو دلاسه ورکړی
    زه یو تخنیکی شخص یم خو د کرزی مقابل کی طالبانو ۱۴ کاله جنک کړی دی په هیڅ صورت هغوی دا نه منی کچیرته یی ومنه دا په دی معنی چی ددوی مبارزه غلطه وه او دوهم طالبان شاید خپله په رهبری کی واخلی او فکر نه کوم چی په برادر او معاونیت باندی دوی توافق وکړی که دا یی وکړی لویه معجزه به اوسی
    مننه

  3. کرزی به دا خوبونه ګورته یوسی۰
    متل دی چه د کرزی په خوله خر پیاز هم نه خوری۰ملا برادر په شل کاله جنګ خاصل نه کړ۰
    ایا دا امکان لری چه په خبرو یی حاصل کړی۰
    دا خاینان اوس ایکسپایر شوی دی۰په ولس کی یی خپل اعتبار بایللی دی۰
    د قدرت وږی هری خواته لاسونه اچوی۰هو ملت پیژندلی دی ۰
    مننه

  4. سلام ! که دی په دې فکر اوسوچ کې وی چې بیا به کابل بانک وی ،چوراو تالان به وی -فسادیان به دځواک په ګدې کې شریک کړی-

    دی که وجدان ولری دومره ځان سره فکر وکړی چې کله دامریکې ، کله دایرا ن اوکله هم دروسیې له ډګو را ځوړند وی
    داسې ښه خوبونو په لیدو کې د ه اودده ډلې ته بریالتوب غواړو

  5. فساد خو ټول دده په هغه کی دی، د حکومت په لومړیو کی چی د واک په ګدۍ کښیناست ولی یی ملابرادر او نور طالبان چوکۍ خو لاپریږده د آرام ژوند لپاره یی خپل کور ته پرینښوود، اوس د واک ترلاسه کولو لپاره دا فسادونه کوی.

  6. د ملی منافعو د سیاست نه نا خبره او تش د سیاست د ادعا په عنوان ، مګر جاهله ، غیر مسلکی او سرګردانه سیاسی او قومی معامله ګر ، تیکه داران او د جنګ د تجارت مولود جنګ سالاران داسی ښکاری چه اوس د چرسیانو غوندی په خوبونولګیا دی ، یا د قماربازانو غوندی خپلو شخصی ګټو ته حساب کوی ! ډیر افسوس د کرزی او دده د حواریونو په دغه مات حالت ! د خدای د حساب او دملت د حساب نه هم نه ویریژی !
    کرزیه او ستا غاصب ملګرو ! ملت ستاسو د ملی ضد عزایمو نه اوس ښه خبر دی ستاسو نه حساب غوښتونکی دی ، نور ملت په یوه او بل نامه یا شعار باندی نه شی غولولی . ستاسو ډیرغټ ملی خیانت دادی جه لګیا یاست د افغانستان داسلامی جمهوری دولت او نظام د ضعیفولو په خاطر مو د ددی نظام د منتخبی او مشروع رهبری سره غواړی موازی غږ پورته کړی ، تاسو ښه پوهیژی چه د تاسو دغه د موقت او غیر منتخب حکومت د خوب ډنډوره څومره په مملکت کی د ملی امنیت ، ملی وحدت خلاف طرح ده ، صلح نه جګړه به اوږده کیژی ، درسته ده چه په دی کار سره خو به د افغانستان بیرونی دښمنان خوشحاله کوی ، او حتی د هغو په اشاره او مشوره به دا خوبونه وینی ، ځکه تاسو ته نه صلح مهمه ده او نه هم ملی منافع ، تاسو ته جګړیز تجارت مهم دی چه په هغه کی څه تر لاسه کوی ، دغه شخصی ګټی دادی تاسی او د طالبانو تروریستی حرکت په یوه کښتی کی کینستلو ته آماده کوی ، د اساسی او اسلامی قانون خلاف بی د انتخاباتو تاسو څو نفره د جګړی دوکانداران د ملت دزعامت خوبونه وینی ، دا ځکه چه په تیرو ۴۰ کلونو کی تاسو همدغه د جګړی تجارت ، د قوم او تنظیم ټیک داری زده کړی او حال دا چه اوس ملت بیداره شوی دا فورموله ډیره ورسته او ناچله شوی .
    دومره بی شعوره ملی خاینان یاستی ، ستاسی او ستاسی د اولادونو سره به ضرور دا ملت حساب کوی ، ستاسو د ریاست جمهوری په دوره کی خو تاسو او ستاسو د حواریونو د لاسه نه بیت المال محفوظ پاتی شو ، او نه هم دولتی جایدادونه ، ستاسی شخصی شهرکونه په لیلام دولتی ځمکو ، ستاسو د قصرونو آبادیدل ، ستاسی ابدی ګزاف معاش دبیت المال د بودجی نه او …… ددی باوجود لا بسنه نه کوی او نه آرام کینی تر دی حده چه لګیا یاست د موقت حکومت خوبونه طرح کوی ، نور سیاسیون مو هم د کاره ایستلی ، په خپله خو نه پوهیژم شاید کومه زروانی بیماری ولری چه د شخصی ګټو او مقام او چوکی د پاره دومره سرګردانه یی چه هیڅ قناعت نلری ، باید د روانی ډاکتر سره هم مشوره وکړی او ددی نه علاوه باید و پوهیژی چه د اشرف غنی او ستا د شخصیت او اهلیت تر منځ دومره غټ تفاوت دی چه باید څو کاله د اشرف غنی شاګرد شی او دهغه نه د سره زده کړه شروع کړی . نو ښه به داوی چه د افغانستان د ملت محاکمی ته خان او خپل نژدی ملګری آماده کړی ، څومره اسناد جه لری تیار یی کړی ، ځکه د افغانستان ملت نورحساب غواړی نه تش اعتبار!

  7. همدغه سست عنصره ، غلام صفته مشران دي چې د ګران افغانستان د ثبات او ترقي په مخالفت کې ولاړ دي. « غلام حلقه به ګوش » د کرزي په شان تش په نامه مشرانو ته ویل کیږي. هغوی ته چې شخصي ګټې تر ملي ګټو مهمې وي.
    د کرزي په 14 کلنه واکمنۍ کې نړیوالو افغانستان ته میلیاردونودالره مرسته ورکړه ، خو دوی سمه اداره نکړه ، د خورد ضابط اسمعیل خان په شان د ایران جاسوس هم ترې 3000000000 درې میلیارده دالره یووړل .
    د کرزي د کورنیو چارو وزیر پشقل فروش 80 میلیونه افغانۍ وزارت ته د پچو د خریدارۍ په نوم او د 400 بستریز روغتون نه هم ښه غوښنه برخه نویشجان کړه .
    د کرزي لومړي مرستیال احمد ضیا مسعود یواځې دوبۍ ته 52000000 دوپنځوس میلیونه دالره انتقال کړل. که دا سلسله ټوله ولیکو کتابونه به پرې ولیکل شي. د کابل بانک رسوایی یې یوه بله نمونه ده . د افغانستان د کلنۍ بودیجې یوه مهمه برخه د کرزي د وخت د جنګسالارانو په قبرونو مصرف شوه چې پدې دنیا کې ورته جنت جوړ کړي خو کونډې ، یتیمان او مظلومان لا نور هم بېچاره او بې وسې شول.

  8. سوله په طرح نه راځی اوس چی کتل کیږی زیاتره د کرزی د دوری مخکینی جنګسالاری ډلی چی مشری د عبدالله، قانونی او محقق او همدارنګه ګلبدین په لاس لری په راتلوونکی سوله کی د ځان په نفعه زیان وینی کله چی یو شخص یا سیاسی شنوونکی په سولی کی زیان وینی نو په یوه نحوه غواړی چی ولس او دولت پر ضد یو داسی ډله جوړه کړی چی اوسنی طی شوی د سولی پروسه خنډ او ځنډ واقع کړی
    کچیری سوله راشی او ټول افغانان سره یوه خوله او یووالی سره د افغانستان اوسنی کشاله حل کړی نو دلته به اقتصادی پیاوړتیا را مینځ ته شی
    یعنی بیکاری او فقر ګراف به کم شی نو بیا هر ډاکتر او انجنیر یا بل نظامی کس کولی شی د هیواد په هر کلی او ولایت کی په صداقت سره دنده سرته ورسوی چی پدی کار سره افغانستان اقتصادی او سیاسی ثبات او همغږی هم ثابتولی شی

    له ټولو به جالبه دا وی چی موږ به د آبد لپاره د پنجاب پروژی وژنو څخه بیغمه شو یعنی نور به لر او بر پښتون پنجاب او برتانیی او امریکا له وژلو او ترور او همدارنګه د کابل ښار په شمول ټولو ولایتونو کی غلا او قچاقی قضیی ګراف هم کم یا بیخی ختم شی چی هر سړی به د خپل وړتیا په اساس په دنده ګمارل کیږی نه د واسطی او په جعلی ماستری او لیسانس اسنادو سره ځکه اوسنی کسان چی له خارج څخه راځی او دولتی لوړ رتبه چوکیو باندی دندی ترسره کوی اکثره یی داسی خبری په رسانیو کی کوی ته به وایی چی بیخی لوړ تحصیلات یی ندی کړی د مثال په ډول برښنا د شرکت د لوی ریس امان غالب د طلوع نیوز سره نوی مرکه
    نه پوهیږی چی ولسمشر په کوم اساس د یو تخنیکی اداره لوی ریس ټاکلی او داسی نور لوړ پوړی چارواکی شته چی د لوړو تحصیلات خبری کوی مګر چی وګوری خبری یی د ۱۲ پاس له اندازه هم ټیټی دی

    سوال دادی چی هغه کسان چی داخل د هیواد کی زده کړی هغوی ته هیڅ توجه نه کیږی او زیاتره نوی ځوان بیکاره ګرځی او هغه کسان چی بی واسطه دی او غږ یی څوک نه اوری له دندی په زور لیری کیږی او دفتر ته د تللو ممانعت یی کیږی

    چی اوسنی اصلاحات اداری او خدمات ملکی د قانون په اساس دا یو جرم دی مګر اوس وخت کی یی زیاتره هغه کسان چی خارج راغلی یا له خارجیانو سره نږدی اړیکی لری د قانون او اداری چاری کی تجربه نه لری دا ډول ګامونه پورته کوی چی په اصل کی همدا چارواکی د ولسمشر نوم بد وی ځکه همدا کسان د ولسمشر له لوری ګمارل کیږی او تشویق کیږی

ځواب ورکول عباس احدی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *