تاند، سه شنبه، د سنبلې ۲۶مه: د ملي وحدت حکومت یوې مؤثقې سرچینې تاند ته د اریانا نیوز په مناظره کې د ولسمشر غني د نه ګډون له راز څخه پرده پورته کړې ده.

د حکومت دغې مؤثقې سرچینې ویلي، په مناظره کې پلان دا و چې نطاق له ولسمشر څخه د قراني آیتونو د قرائتولو غوښتنه وکړي او ترې وروسته ولسمشر غني د تالار له منځ څخه په بوټانو وویشتل شي.

سرچینه وايي، د عبدالله د ثبات او همګرايې ټیم د دغې مناظرې او ټاکنیزې مبارزې لپاره د اریانا ټلویزیون په پیسو پېرلی او نطاق ته سوال ورکول شوی و چې دی به له ولسمشر څخه پوښتنه کوي چې آیتونه، شعرونه او متلونه ولې په غونډو کې ناسم لولې: (( ټول سوالونه د عبدالله په خوښه جوړ شوي وو، یو سوال دا و چې ولسمشر به دعای قنوت لولي، په منځ کې به عبدالله ځان ورشاملوي چې ولسمشر که ځانته مسلمان وايي، نو د سوره النور تر ټولو سخت لوستل کېدونکي ایتونه دې ولولي، په پای کې پلان دا و چې د عبدالله کسانو به د تالار مخکې څوکیو کې ځای نیولی وي او پر ولسمشر به د بوټانو ګوزارونه کوي.))

سرچینه زیاتوي، ارګ ته کره معلومات رسېدلي وو چې عبدالله او ټیم یې غواړي ولسمشر غني ته په دغه مناظره کې له اخلاقي پلوه بدنامي جوړه کړي، ولس احساساتي کړي او له همدې کبله یې په ولسمشر غني پسې قران کریم وړی و، تر څو ورته ووايي چې ته مسلمان نه یې مګر قران کریم دې ټاکنیزه نښه ګرځولې ده.

سرچینه وايي، ولسمشر غني دا مناظره نه ده لغوه کړې، بلکې ویلي یې دي چې مناظره دې په تعویقي حالت کې وي او دی به ورته بل کوم وخت خپله برنامه تشریح کړي.

د دغې سرچینې په قول که ولسمشر غني له عبدالله عبدالله سره په دغه مناظره کې ګډون کړی وای افغانستان به په یوه بله جګړه اوښتی وای چې عبدالله او ډلې یې همدې ته زمینه برابره کړې وه: (( ارګ ته د مازیګر په څلورو بجو خبر راغی چې عبدالله عبدالله غواړي، مناظرې ته قران کریم راوړي او دا مناظره د کفر او اسلام په نوم تمامه کړي.))

د سرچینې په حواله عبدالله غوښتل مناظره د یو علمي بحث او د پروګرامونو د تشریح پر ځای په یو جنجال واړوي چې په دې برخه کې ورسره اریانا ټلویزیون هم پوره لاس یو کړی و: (( ارګ ته معلومات ورسېدل چې اریانا ټلویزیون په ټاکنو کې د عبدالله ډلې په ګټه لوبېږي، ولسمشر بیا هم له مناظرې شاته نشو، دغه راز د اشرف غني پلویانو ته په تالار کې ډېر کم سیټونه جلا شوي وو چې ډیری یې د کامره مینانو تر څنګ او شاته سیټونه وو.))

سرچینه زیاتوي، ولسمشر د عبدالله هر پلان ته له بشپړ چمتووالي سره ور روان و، مګر تر اتو بجو پورې د عبدالله ډلې له پي پي ایس سره پنځه ځلې په تالار کې نښته وکړه او ناموسي ښکنځلې یې وکړې، چې د اریانا ټلویزیون یې پر وړاندې بې تفاوتي وښودله او هیڅ غبرګون یې ښکاره نکړ.

سرچینه وايي، ولسمشر ته په وروستیو شېبو کې سلاکارانو همدا مشوره ورکړه چې د هېواد په زیان یوه لویه دسیسه ( مناظره  کې په نه ګډون) شنډه کړي او خپله برخه مناظره تعویقي حالت ته واچوي.

دا په داسې حال کې ده چې د مناظرې ځینې ګډونوال هم تاند ته دا خبرې تاییدوي او وايي، د عبدالله کمپاینرانو وار له مخې د غونډې د ګډوډولو پوره هڅه وکړه او په څوکیو کې هم د غني تر پلویانو د عبدالله پلویان زیات راټول شوي وو.

بلخوا په مناظره کې عبدالله عبدالله بیا وویل، ولسمشر غني باید تېښته نه وای کړې او مناظره کې یې باید پروګرامونه ورسره موازنه کړي وای.

9 thoughts on “سرچینو تاند ته په مناظره کې د ولسمشرغني د نه ګډون راز افشا کړ”
  1. هههههههههههههههههههههه نو اشرف غني خو دیني زده کړې هم کړي دي بیا ولې د قران کریم د تلاوت څخه ډاریږي. دا هر څه يې پر خپل ځان شاهدي ده چې دی سخت د خپلو خلکو له دین، کلتور، عنعنات او رواجونو څخه لرې دی. د ده په مورد د عبدالله اکثریت خبرې سمې دي. دی رواني دی او افغانستان هېڅکله نشي مدیریت کولای.

  2. د ډاکتر عبدالله ډله په دسیسه جوړولو ، بدنامولو ، افترا ، توهین او سپکاوي کې نوم او شهرت لري . دوی کوڅه ډبه ، اوباشان او لنډغران ډېر لري .
    که دا خبر موثق وي د آریانا تلویزیون د پورته ‌ذکرشوې خپرونې مسوول او نصیر فیاض ته باید تر ټولو سخته سزا ورکړل شي. البته پدې مورد کې امنیتي او کشفي ارګانونه مسوولیت لري چې دا توطئه تر جدي څېړنې لاندې ونیسي.

    1. دقاتل اوچورکوونکۍ اوبداخلاقه او د روسیی ، امریکا، پاکستان او ایران جاسوس عبدالله غیر له کوڅه ئي رفتارونو غلامی څخه د انسانی او اسلامی عاداتو څخه بی برخی دی او دا تربیه ئي د پللارنی او د جاسوسی زده کړی تربیه دی ! ددوکتور اشرف غنی تاریخی خیانت وو چی دی بد اخلاقه ، چورکوونکی او رنګارنګ جاسوس دده کوڅه ئي غورپش ته وروسته له انتخاباتو ځان په بی غیرتی سره تسلیم کړ ، دی بی ناموسو کسانو غیر له توطیو او خپلو بادارانوته غلامی کول د بل کوم انسانی فهم څخه کاملآ بی برخی دی همدا شورای نظاریانو ، ګلبدینیانو او ددوی په شان نورو ملی خائينینو بی له بادارانو ملاتړ او رهنمائي د انسانی او اسلامی برخو څخه نه یوازی کاملآ محروم دی بلکه دوی د ملت تباهی لپاره همداسی تربیه شوی دی ، همدا جیټ له کومه وخته د اسلام مبارک دین څخه اطلاع لری؟؟؟ نوموړی او دده په شان نور له د قتلونو ، چورکول او غلامی قهرمانان دی !!! او اوس دی دوکتور اشرف غنی دداسی مردودو او ملی خائينو کسانو سره ډنګوی !!!!! افسوس دده د متفکر لقب خپورتیا باندی

  3. عبدالله ته ګوره او مناﺯرى ته ګوره هغه شخص چى تر اوسه کومه کمپاينى برنامه هم نه لرى نو ولس ته به څه خدمت خدمت وکړى

  4. ولسمشرغني باید امرالله صالح لیږلی وی، هم د عبدالله هموزن دی او هم به یې له عبدالله یې پرتوګ ایستلی وی. صالح خو د عبدالله د هرې مرداۍ، ټیزو پسکۍ شاهد دی ههههه

  5. خاينه!
    دا دسيسه خو دې هم رسوا شوه. غني کرزی نه دی چې هر څه يې در پرېښې ول، بلکې غني به د دې هرې ټکې حساب درسره وکړي. له جاسوسۍ (شيطانۍ) پرته دې بل څه کړي دي؟ څه کمال درکې شته؟
    د قرآن راوړنه هغه هم د يوې سياسي موخې لپاره چې څنګه ګټه ترې پورته کړې؟ د قرآن سپکاوی (توهين) درته سپکاوی نه ښکاري که څنګه؟
    حکومت ته اړوند پوهه په کار ده او له هغه سره اړوند پوهه او تجربه شته.
    که تا ته قرآن يا اسلامي ارزښتونو دومره ارزښت لرلای، نو مريم نجفي ته به دې ګپ نه ورکولی او نه به دې ګواښله. دروغژن (کاذب) او خاين د الله تعالی نه خوښيږي، بلکې لا زياتي پر دروغژن د الله لعنت هم وريږي.
    قرآن قول وعمل ته ارزښت ورکوي، نه فېشن ته هغه هم داسې چې ملت ته يې د تلويزيون پر مخ ځواب نه شې ورکولی.
    د غني په سپکاوي سره به نه يوازې ځان، بلکې ټوله ټلواله ((جمعيت)) به لا نور هم سپک و ورک کړې. همدا اوس په ټولنه کې څومره منفور ياست چې د انسانانو خو لا څه ان چې د وحشي واهلي حيواناتو، مرغانو او ماهيانو هم بد راځئ.

  6. دا ډېر لویدلی خلک دي. همدا ډول کسان اسلام د خپلو مخو لپاره کاروي. کنه په دې کې هېڅ شک نشته چې اشرف غني په کراتو تر عبدالله هم په اسلام ښه پوهیږي او هم ورته معتقد دی. دا چې دوی څه ډول په هغه نیوکه کوي هغه انساني اشتباه ده او هرڅوک دا ډول اشتباه نه خالي ندی.

  7. سلامونه، ټول افغانان بايد په اتفاق سره اشرف غني ته رايه ورکړي، او ښاغلى ولسمشر بايد له کاميابېدو سره سم پر ډبل عبد الله او د هغه د سياسي لنډغرو پر ټيم باندي داسي ځپونکي عمليات وکړي لکه جنرال خوشحال سادات چي د شهيد اونۍ پر لنډغرو وکړل، چي د تل لپاره بيا څوک په افغانستان کي تر قانون د پورته کړنو ترسره کولو خواهش ونه کړي، په همدې هيله

  8. نو دا د قرانکريم منلظره وه که د مملکت لپاره د برنامو، اشرف غني يو مسلنان دى خو د مسلمان لپاره د قرانکريم حفظ کول فرض ندي بلکه پر هغو عمل کول دى، دلته خو مناظره د حفظ لپاره نه وه، ګړرۍ ورونو، دا د شيطاني حلقو کارونه دي، غني په اسلام تر هغه زايه چع لازنع ده پهيږي خو غني مفتي يا مولوي ندي د هغه ميلک شرعيات نه دي، اما دومره پوهييږي چع دده د ژوندانه لپاره کافي دي،

ځواب ورکول دوکتور غروال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *