تاند، سه شنبه، د قوس ۲۶مه: طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې له امریکا سره د طالبانو د سولې هوکړه به راتلونکې اوونۍ په دوحه کې لاسلیک شي.
دغه سرچینه وايي، د قطر په مذاکراتو کې راغلې وقفه به یوه ورځ وروسته ختمه شي او مذاکرات به بیرته پيل شي.
دا په داسې حال کې ده چې په بګرام له برید وروسته زلمي خلیلزاد ویلي، چې له طالبانو سره یې د دغه برید په اړه خپله غوسه ښکاره کړې ده او پر هغوی یې فشار وارد کړی چې له خپلو مشرانو سره د اوربند په اړه خبرې وکړي بیا به مذاکراتو ته سره کېني.
بلخوا افغان سیاستوال په دې باور دي چې که د سولې هوکړه وشي د تاوتریخوالي کچه به راکمه شي.
زما په نظر کیدای شی اوسنی سوله یوه پروژی شکل ولری ځکه هغه سوله چی افغان ولس غوښتل او دولت په ځانګړی ولسمشر ورته هوډ درلود لا تر اوسه نه یو رسیدلی مګر لدی سره سم د ټاکنی پایلی هم اعلان شی چی بیا به جګړه هم روانه مګر امریکایان به محفوظ وی خو ولس به هره ورځ بی اوره کباب شی خو له دواړو دخیلو لورو هیله کوه چی خدای په روی د ولس له وژلو لاس واخلی که لاس یی پورته کړ بیا د خدای وهل ډیر سخت دی