تاند- په سریلانکا کې مېشت افغانان او پاکستانیان وايي د مرګ خبرداري ورکړل شوي دي.

د سریلانکا د تېرې یکشنبې / اپریل ۲۱/ له تروریستي حملو وروسته سلګونه افغانان او پاکستانیان وېره لري چې د غوسه شویو خلکو له لوري به پرې بریدونه وشي.

د سکای نیوز د راپور له مخې، په سریلانکا کې مېشت افغان او پاکستاني کډوال وايي چې دوی ته په نیګومبو ښار کې خبرداري ورکړل شوي چې که په خپلو کورونو کې پاتې شي نو خلک به ډله ییز بریدونه پرې وکړي.

یوه تن سکای نیوز تلویزیون ته وویل«کله چې له کوره راووتو خلک موږ ته له کوتکونو او چړو سره انتظار ول.»

بل یوه وویل چې زوی یې په دې خاطر ووهل شو چې پاکستانی دی.

دغه پاکستاني له سلو نورو سره کور پرې ایښی او د ځان ساتلو لپاره یې د پولیسو ماموریت ته پناه وړې ده.

حیرانوونکې دا ده چې اکثره کسان، چې د پولیسو ماموریت ته یې پناه وړې ده، پاکستاني مسیحیان دي خو ځان ته د سریلانکايي مسیحیانو له لوري په خپلو کورونو کې خطر احساسوي.

دوی وايي چې دوه ځلې مهاجر شوي دي.

د سریلانکا د یکشنبې د ورځې په بمي حملو کې تر ټولو زیاتې مرګ ژوبلې د نیګومبو ښارګي په کاتولیکه کلیسا کې واوښتې او له همدې کبله د دې ښارګي د خلکو احساسات تر بل هر ځای زیات پارېدلي دي.

د دغه ښار جومات ته هم شاوخوا ۲۵۰ تنو پناه وړې ده.

د ښار په مرکزي برخه کې د مسلمانانو دوکانونه بند دي او د ځینو دوکانونو شیشې او لوحې ماتې کړای شوي دي.

One thought on “سریلانکایان له افغانانو او پاکستانیانو څخه د یکشنبې د حملو غچ اخلي”
  1. syrinlanca peoples who are inproblem with terroris;exactly PAKISTAN/SAUDIARABIA SHITANY
    ESTABLSHMENT AND TURKEY PRESIDENT UROGHAN ARE SHARE IN THE SYRILANCA TERRORIST ATTACKS.
    I HOPE YOU RECOGNIZE YOUR ENEMY,BUT 100%SHURE AFGHANS ARE NOT PART OF TERRORISM,
    THANK YOU

ځواب ورکول KAMAWALL ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *