تاند- د کرکټ د نړیوال جام د سیالیو په دوام کې سریلانکا نن په نیوزیلنډ کې د افغانستان ملي ټیم ته په ۴ ویکټونو او ۱۰ توپونو ماتې ورکړه.

پچه سریلانکا وګټله خو غوره یې وګڼله چې لومړی بیټنګ افغانستان وکړي.

افغانستان په ۴۹ اور او ۴ توپونو د ټولو لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې سریلانکا ته ۲۳۳ منډې هدف وټاکه.

په نننۍ مسابقه کې اصغر ستانکزي په ۸۰ توپونو ۵۴ منډې وکړې. سمیع الله شینواري په ۹۳ توپونو ۳۸، میرویس اشرف په ۳۹ توپونو ۲۸جاوید احمدي په ۴۱ توپونو ۲۴محمد نبي په ۳۴ توپونو ۲۱، افسر ځاځي په ۶۵ توپونو ۱۹، نوروز منګل په ۳۴ توپونو ۱۰، دولت ځدراڼ په ۵ توپونو ۴ منډې وکړې.

حمید حسن ۳، دولت ځدراڼ ۱ او شاهپور ځدراڼ ۳ سریلانکايي لوبغاړي وسوځول. د سریلانکا د ۲ لوبغاړو په سوځولو کې د نوروز منګل او په یوه کې د محمد نبي رول و.

په دې عکس کې وینئ چې د سریلانکا لومړي لوبغاړي بې له دې چې یوه منډه هم وکړي سوځېدلي. لاندې د افغان باولرانو ویکټونه او ورکړي منډې وینئ
په دې عکس کې وینئ چې د سریلانکا لومړي لوبغاړي بې له دې چې یوه منډه هم وکړي سوځېدلي. لاندې د افغان باولرانو ویکټونه او ورکړي منډې وینئ

سریلانکا د بیټنګ په پیل کې، په داسي حال کې چې لا دوه اورونه یې پوره شوي نه ول، دوه لوبغاړي له لاسه ورکړل.

افغان باولرانو د سریلانکا لومړي ۴ لوبغاړي ژر وسوځول او سریلانکا یې تر سخت فشار لاندې راوسته خو د سریلانکا تجربه کار لوبغاړي مهیلا جیواردینې سلیزه پوره کړه او خپل ټیم یې له فشاره وژغوره.

د حمید حسن له لوري د جیواردینې له سوځېدو وروسته نورو لوبغاړو ته کار نسبتاً اسانه شو. خو له دې سره سره افغانستان د سریلانکا په وړاندې خورا ښه لوبه وکړه. ډېر احتمال و چې دا لوبه وګټي.

له بلې خوا دوهمه لوبه د هند او جنوبي افریقا ترمنځ په استرالیا کې روانه ده. بیټنګ هند پیل کړی او تر دې دمه ښه لوبه کوي. هند، جنوبي افریقا، استرالیا او نیوزیلنډ ته په روانو مسابقو کې د ټولو سترګې دي چې ممکن اتلولي د دوی له منځه یو ټیم خپله کړي.

6 thoughts on “سریلانکا د کرکټ په نړیوال جام کې په ګرانه افغانستان ته ماتې ورکړه”
  1. كركت،كركت،كركت جغي مو تول افغانستان نيولي وو.
    ا
    دناكامي جيغبو مو اوس جهان نيولي.
    مونز نه بو هيزو جه درته وخاند واو كه وزارو داجه ستاسي ناكامي به تول ملت تأثير اجوي زه هم دافغان ملت يو غري يم دخبل ملت به خفكان كي به خان شريك كرم نه دستاسي ناكامو وطنوالو سره.
    مونز به دي طمعه وو داجه به شروع دبازي كي زمونز ملي سرود او ملي بيرق دجهان دلوبو به دكر كي به ربيدو اوملي سرود دهوا خبي ونيولي ستركي به لاره ووجه دلوبو به ختم كي بيا يو خل بيرق به ربيدو او ملي سرود دزره به غوزو وأورو مكر متأسفانه دا هيلي مو نا هيلي شولي .

    1. جنرال صاحب ستاسو په شان ډېر نور دې ته نه دي متوجه چې تر نړیوال جام پوري رسېدل څومره لوی بریالیتوب دی.
      تاسو د نورو هیوادونو د کرکټ تاریخ، امکانات او تجربې له خپل هیواد سره پرتله کړئ او یا د نړیوالو مبصرانو او رسنیو تبصرې وګورئ بیا به ښايي ښه قضاوت وکړای شئ چې افغانستان ګټلې که بایللې ده. ستاسو د څرګندونو ځواب مو د دې لپاره ووایه چې ډېر افغانان دې مسلې ته متوجه نه دي
      تاند.

  2. Salamoonah;
    Baver wakrriy daa lomrrrey zel wo che Afghan-Sirilanka Crikett match mi bega tr sahara wakati. Aferin pa Afghani loobgharro . D` evvel match (Bangladesh sara) pa partala zma d zamino pa nazar dder khi revan wo aw InshaALLAH pati musabeqy ba laa shay walobavi.

    D` 1 kashir pa sifat jenab-e Genral sahb sakha khwahesh kawim d` watanwalo aw millat nakami yawa waganni aw baqi Du`a wakrri.. aw lara d jwandoon d prevato aw patzedo da . Dunya d shahzalmo da. Pa dranisht.

  3. جنرال صیب او تاند ته!. دا رښتیا ده چی افغانان خپله اتلولی وښودل او رښتیا هم چی د نړی خلک اوس هم ورته ګوته په غاښ دی ځکه افغانانو د نیشتو امکاناتو سره او په لږ وخت کی نړیوال جام ته رسیدل ډیر یو غیر مترقبه او فوق العاده کار دی، کوم ټیمونه چی افغانستان سره لوبیږی هغوی د پوره امکاناتو د درلودلو سره سره په ډیر زیات وخت او مشکلاتو سره ځان دی ځای ته رسولی دی، که څوک فکر وکړی دی ځای ته د افغانانو رسیدل هم مونږ ته لوی ویاړ، تاسو د نورو هیوادونو کرکټ پوهانو او هغو چی په دی لوبو پوهیږی ډیر ښایسته نظرونه یی ورکړی دی خو رښتیا هم چی ځنی وطنوال احساساتی نظریات ورکوی خو زما هیله له ټولو هیوادوالو څخه داده چی خپل ټیم ملاتړ وکړی او دښمنان دی نه خوشالوی
    والسلام

  4. I thing Mr General had good experience but ?????
    That is big big victory for Afghan team to fight with more then 100 yrs Experience team in world cup,
    we advice General sahib just write about killing +bum + Gun etc not write about every issues………………………….

ځواب ورکول یوسف ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *