تاند- په بنګله دېش کې د کرکټ د اسیايي جام په سیالیو کې نن د افغانستان او سریلانکا له پیاوړې لوبډلې سره مخامخ شوې. سریلانکا په روان تورنمنټ کې دوه لوبې کړي او دواړه یې ګټلي دي.
پچه سریلانکا وګټله او غوره یې وبلله چې بیټنګ په خپله بیل کړي. دا په تېرو څو لوبو کې لومړی ځل و چې یوه ټیم د پچې له ګټلو وروسته په خپله لومړی بیټنګ کول غوره کوي.
د سریلانکا لومړي دوه لوبغاړي میرویس اشرف او شاهپور ځدراڼ وسوځول. وروسته میرویس اشرف بل سریلانکايي لوبغاړی هم وسوځاوه. دولت ځدراڼ، حمزه هوتک هم یو – یو سریلانکايي لوبغاړی وسوځاوه.
سریلانکا د شپږو لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې په پنځوس اورونو کې ۲۵۳ منډې وکړې او افغانستان ته یې ۲۵۴ منډې وکړې.
سلام
لطفآ نور نو هغه وخت بایدنه وی چی په دومره لوی توپیرلوبه وبایلونو باید دلوبی په تشکیل کی تغیرات راوړل شی او شهزاد محمدی چی د پیل لوبغاړی دی یا له تشکیل ووستل شی اویا دی دلوبی شروع ته نه راویستل کیږی ځکه چی هغه ژرسوزی اووروسته لوبغاړی د مقابل ټیم تر تاثیر لاندی راځی
ستانکزی صیب زه هم له تاسو سره موافقیم شهزاد محمدی باید د شاهد افریدی په شان وروسته پریښودل شي او په وروستیو اورونو کې راوویستل شي څو یو څو شپږیزي او څلوریزي ووهي او که بیا اوټ هم شي پروا نه کوي.
په درنښت