نیمه شپه ده، په ولسوالۍ کې پر یوه پوسته د مخالفینو برید روان دی، د ولایت والي له پېښې خبریږي او د پوستې له مؤظف سرتېري سره د وضعیت په اړه پر ټلیفون خبرې کوي، سرتېری د جنګي وضعیت ترڅنګ په ټلیفون کې د کریډیټ د نشتوالي خبره هم کوي او په دې نیمه شپه ورته د کرېډېټ پیدا کول ستونزمن هم ښکاري.
والي په مرکز کابل کې خپل یوه دوست ته زنګ وهي، د سرتېري نمبر ورکوي چې نېغ په نېغه ورته کریډیټ ولیږي، د شپې په درې بجې د کرېډېټ ستونزه حل کیږي، سرتېری سمدلاسه والي ته د مننې زنګ ووي او په وطنۍ مینه تر وروستۍ سلګۍ د میړانې د ښودلو ډاډ ورکوي.
شپه په تیریدو ده، له پوستې نه د بل ټلیفون په واسطه د جګړې د ختمیدو او د دښمن د ماتیدو خبر ورکول کیږي، والي د پخواني سرتېري شمیرې ته زنګ وهي، ټلیفون بل سرتېری پورته کوي، سرتېری والي ته پرحالاتو د کنټرول ډاډ ورکوي خو ترڅنګ یې په تاسف سره د هغه سرتېري د شهادت خبر هم ورکوي.
سرتېری، په میړانه له سره تېر شوی، سر یې ورکړی وي خو سنګر یې ساتلی وي، ځکه چې خاوره یې ناموس بلله.
ویاړ د خپلو اتلانو په سرښندنه.
د همدې جریان زه عیني شاهد یم.
مشر وحدت صیب ستا ملنګۍ او زړه سوي ته مې سلام دی.
ښرنه، پکتیکا
الله ج دیی سرتیری وبښی اوکورنی ته دیی خدای ج د زړه صبر او حوصیله ورکړی
داچه ورور ویلی دی چه دهمدی جریان زه عینی شاهد یم، دغی ورور ته زه هم دسرتیری دشهادت تسلیت وړاندی کووم
خو په یوشی زه پوه نه شوم، ځکه والی صاحب یوملکی شخص دی او په ملکی چارو کی خپله دنده پر مخ وړی، مګر شهید سرتیری ددی پر ځای چه خپل نظامی د ټولی قومندان، دلوژیستیک قوماندان اویا مشر قوماندان ته زنګ ووهی، راسآ والی صاحب ته زنګ وهی، اوبله داچه باید په هره پوسته کی مخابره موجوده وی، چه ځمونږ سربازان تری دجنګ په وخت کی خپل مربوطه نظامی قوماندان ته راپور ورکړی
باید په عسکری قطعاتو کی (chain of command)په هر صورت دقوماندی ځنځیر، کړۍ اوفرمان یا سلسله دمراتیبو دپامه ونه غورځول شی
اوکه چیری دغه ځنځیری حالت دپامه وغورځول شی، نوځمونږ سرتیری به دجګړی په وخت د ډیرو ستونزو سره مخامخ اوډیر زیات به نا هیلی شی
دخدای په آمان