ماشومې وپوښتل:
انا! ولې دې رنګ تور دی؟
– وړنده شې، د خدای په کارونو کې ګوتې مه وهه، کنه ژبه درنه پرې کوم.
شیبه وروسته، بوډۍ کټ کې پرتې میرمنې ته مخ ور واړو: که دا ځلې دې نجلۍ وزیږوله، ګیله ونکړې، کور کې به رانه شپه تیره نکړې!
ماشومه په بیړه پورته شوه، اخوا دیخوا یې کتل، شاید قیچي یې لټوله.
محمد نعمان دوست، جلال اباد
جوزا-۴- ۱۳۹۴
۔ډېره ښکلي اوپه زړه پورې طرحه وه عاطفهاواحساس پهکې زورور وو ۔ هر وخت يې لولم ستاسې ليکنې هر وخت ديو احساس نماينده گي کوي ،ماته په زړه پورې ده ۔