بالاستیک ضد توغندی

تاند نیوزډیسک: د سعودي عربستان پر ابها هوایي ډګر د حوثیانو یو بل توغندیز برید کې ۱ کس وژل شوی، ۲۱ نور ټپیان دي.
د سعودي سویل ختیځ کې پر دغه هوایي ډګر برید کې یو وژل شوی د سوریې وګړی دی، ټپیانو کې ۱۳ تنه سعودیان، ۴ هندیان، ۲ مصریان او ۲ بنګالیان دي چې له دې ډلې د دوه کسانو حالت د اندیښنې وړ ښودل شوی دی
د عرب ایتلافي ځواکونو ویاند تورن جنرال ترکي المالکي وایي، ټپیانو ک‌ ۳ ښځې او ۲ ماشومان هم شته، دغه راز د هوایي، ډګر ریسټورانټ او ۱۸ موټر هم سوځیدلي دي.
ابها د سعودي مصروف هوایي ډګرونو کې حسابیږي چې زرګونه مساپر ترې هره ورځ تګ راتګ کوي.
د روانې جون میاشتې په ۱۲ مه هم حوثیانو پر دغه هوایي ډګر توغندیز برید کړی و چې ۲۶ کسان په کې ټپیان شوي وو.

One thought on “سعودي، پر ابها هوایي ډګر د حوثیانو بل برید، ۱ مړ، ۲۱ټپیان”
  1. چه ماویل تا نه منله دظالم زویه اوس کوه دچول مزلونه
    چلتار والا به لا هم بیده وي، چه اسلام ورته هدایت کړي هغه يي نه دي پرځاي کړي دومره يي عیاشي ته زور ورکړي چه زړه يي غواړي استنجا يي هم بل څوک ور و وهي، د انیا علیه الصلات وسلام د کړنو، کردار او ویناؤ څخه يي ګټه نده ترلاسه کړي، مثلاٌ د حضرت داؤد علیه الصلات وسلام د کړنو څخه چه خپله يي د اسپني څخه استفاده کړي او زغري يي جوړولي او داسي ډیر نور، اوس به نو دامریکا غلامي حتماٌ قبلوي.
    مننه

ځواب ورکول محمد حسین ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *