تاند- د سعودي عربستان یوه دیني عالم فتوا ورکړې چې بې ضرورته غیراسلامي هیوادونو ته د مسلمانانو سفر حرام دی او که ه غیراسلامي هیواد کې مسلمان مړ شي ځای به یې دوزخ وي.

د الحیات ورځپاڼې د راپور له مخې سعودي دیني عالم شیخ عبدالله السوالیم په خپله فتوا کې ویلي چې له نهايي ضرورته پرته غیر اسلامي هیواد ته سفر له شرعي نظره ناروا او منع دی.

ده د سخت ضرورت ترڅنګ غیر مسلمان هیواد ته د مسلمان وګړي د سفر بل شرط دا بللی چې باید مسافر پر خپلې عقیدې بشپړ ایمان ولري او په دې باوري وي چې د غیرشرعي اعمالو له خطر سره نه مخامخ کېږي.

شیخ السوالیم دا هم ویلي چې مسلمان باید د سوداګرۍ او زده کړو لپاره هم غیرمسلمان هیواد ته لاړ نه شي او که څوک د تعلیم او کاروبار لپاره غیرمسلمان هیواد ته لاړ ځای به یې دوزخ وي.

ده مسلمانانو ته خبرداری ورکړی دی چې که د کافرانو په هیواد کې ومړ نو دوزخ ته به لاړ شي.

د دغه سعودي دیني عالم فتوا په ټولنیزو رسنیو کې د بېلابېلو عربي هیوادونو د ځوانانو ترمنځ تود بحث پارولی دی.

12 thoughts on “سعودي دیني عالم غیرمسلمان هیواد ته سفر حرام وباله”
  1. خدای دې خوار کړه اول د خپل کنګ عبدالله ږیره سمه کړه چې نه په سنت برابره ده نه په حدیث
    تر کله به دا ګور تنګي او له اوسنۍ نړۍ لرې خلک موږ ته لار را ښیي، نو که په دې کافرو هېوادونو کې سبق ونه وایي بیا خو هماغه د ډبرو د زمانې خلک یو
    سعودي په کافرانو څومره تېل خرڅوي؟ اول هغو کافرانو پسې فتوا صادره کړه!

  2. Demagh Ye Kharab Shawi. Hasi Pa Fazolato Akhta Di.. Ka din dasi sakht we no os ba tol kafir dunia na lar way.. da fitwa yaw khwa sanja we. aw bali khwa ta ye soch na kawi.. Da da kafiro mulko muslamanan atbaa chi di…no da ba ham tol kafir wai… laka chi pa hind ke chi di.. aw ya pa dasi nooro hiwado ke di ..da fatwa gano na ham mazaq jor shawi di….. har sarai razi aw fatwa warkai…dita waye ghairi zaroori fatwa>>..>> Di khalko kho mong taba kro… khpal zai aw razai.

  3. IFyou donot sale petrol ium,gas on nounmuslims,and dont buy weapons from noun muslim country,
    you will die,your life is usa,europe,russia china,
    what in saudi iran and pakistani police doing with other imigrant.
    never doing like that in usa,how much alkohol drinking arabic shikhan,how doing zena sex with
    other girls can you control that,your islam only in name,
    ALL MUSLIMS ARE BROTHERS EXCEPT PAKISTANI ON//

  4. دا خو ډيره د خندا وړ خبره ده. اول خو دا چې دی څوک دی چې د دوزخ او يا جنت فيصله کوي؟. بل دا چې ولې خپل فکرونه او نظريې پر اسلام او شرعيت ټپي؟ خدای ته يې ټول بنده ګان يو شان دي او مونږ نۀ پوهيږو چې خدای (ج) به له چا څخه راضي وي او له چا څخه نه، هغه چې وايي ( تو چه دانی که پس پرده کی زشت است و کی خوب)، دا ټول هغه اسرار دي چې يواځې خدای پاک پرې پوهيږي.
    په امريکا او کاناډا کې (کافر ملکونه) په سلهاو زرو سعودي زده کونکي په زده کړو بوخت وي. او دوئ په خپله د درملنې لپاره نورو هيوادونو ته ځي.
    دوئ داسې فکر کوي چې دوئ د اسلام ټيکه داران دي او هر چټياټ چې دوئ ووايي نو نور خلک يې مني. دوئ په خپله د عياشي لپاره نورو ملکو ته ځي، نور ملکونه خو څه کوي چې په خپل ملکونو کې هر يو په درجنو نکاحي او غير نکاحي ښځې لري، دا عياشي نۀ ده؟ ايا اسلام د دې پر ضد نۀ دی؟
    دوئ داسې فکر کوي چې که چيرې تظاهر وکړې، اوږده ږيره ولرې او تسبيح دې په لاس وي نو خامخا به ښه مسلمان يې او که نه، نو کافر يې. مسلماني په زړۀ کې ده ، نه په جامو کې.
    دوئ داسې فکر کوي چې د يو چا ايمان او دين دومره خام دی چې کله چې هغه يو کافر هيواد ته سفر وکړي نو خامخا به له خپله دينه اوړي.
    نو دې شيخ ته مې دا صلاح ده چې خپلې نظريې له ځان سره وساتي او نور خلک دې نۀ ګمراه کوي.

  5. د دوي فتواګانو هم سم د فلکلوریک آدب شکل اختیار کړی، دایې هم یوه هنرې پنځوونه ده.

  6. دوستانو ما خو غوښتل چې ډیر څه ورباندې ولیکم خو چې ستاسو کمنټس مې وکتل نو ماته د ډیرو لیکلو ضرورت پاتې نه شو خو یوازې دومره به ووایم چې دا مفتیان چې ځان ته د اهلسنتو عالمان وايي په اصل کښې د اسلام دښمنان دي او د دوي دین هم اسلام نه بلکې وهابیت دی. دا وهابیان په مسلمانانو کښې نوي بدعتونه او تفرقه رامینځته کوي او د امریکې، اسرائیلو او داسې نورو مزدوران دي او د هغوي خذمت کوي او غواړي چې مسلمانان په تیره بیا پښتانه په تیاره او جهالت کښې وساتي او ځان مرګو بریدونو او ترهګرۍ ته یې چمتو کړي.
    او ډیره د خواشینۍ خبره خو دا ده چې د اسلام او دیني زده کړې په نامه مدرسې او جوماتونه یې د ترهګرو د روزنې په مرکزونو بدل کړي دي او بې ګناه انسانان وژني چې خپلو هدفونو ته ورسي.

  7. د مزخرفاتو يو ډېره ښه بېلګه٠
    د جهالت يو ښکاره او روښانه مثال٠
    د سياسي او تجاري تش په نوم مسلمان يوه غټه نمونه٠

  8. دوستانو ما خو غوښتل چې ډیر څه ورباندې ولیکم خو چې ستاسو کمنټس مې وکتل نو ماته د ډیرو لیکلو ضرورت پاتې نه شو خو یوازې دومره به ووایم چې دا مفتیان چې ځان ته د اهلسنتو عالمان وايي په اصل کښې د اسلام دښمنان دي او د دوي دین هم اسلام نه بلکې وهابیت دی. دا وهابیان په مسلمانانو کښې نوي بدعتونه او تفرقه رامینځته کوي او د امریکې، اسرائیلو او داسې نورو مزدوران دي او د هغوي خذمت کوي او غواړي چې مسلمانان په تیره بیا پښتانه په تیاره او جهالت کښې وساتي او ځان مرګو بریدونو او ترهګرۍ ته یې چمتو کړي.
    او ډیره د خواشینۍ خبره خو دا ده چې د اسلام او دیني زده کړې په نامه مدرسې او جوماتونه یې د ترهګرو د روزنې په مرکزونو بدل کړي دي او بې ګناه انسانان وژني چې خپلو هدفونو ته ورسي.
    او بله خبره دا چې د دې مفتی دا خبره د قرآن او حدیث خلاف ده ځکه چې د قرآن په یو آیت کښې راغلي چې په دنیا کښې وګرځئ او سیل وکړئ او د پیغمراکرم(ص) یو حدیث هم دی چې فرمایلي یې دي: علم زده کړئ ان که چین ته ورپسې تګ ته اړ شئ.
    مننه

  9. دوستانو ما خو غوښتل چې ډیر څه ورباندې ولیکم خو چې ستاسو کمنټس مې وکتل نو ماته د ډیرو لیکلو ضرورت پاتې نه شو خو یوازې دومره به ووایم چې دا مفتیان چې ځان ته د اهلسنتو عالمان وايي په اصل کښې د اسلام دښمنان دي او د دوي دین هم اسلام نه بلکې وهابیت دی. دا وهابیان په مسلمانانو کښې نوي بدعتونه او تفرقه رامینځته کوي او د امریکې، اسرائیلو او داسې نورو مزدوران دي او د هغوي خذمت کوي او غواړي چې مسلمانان په تیره بیا پښتانه په تیاره او جهالت کښې وساتي او ځان مرګو بریدونو او ترهګرۍ ته یې چمتو کړي.
    او ډیره د خواشینۍ خبره خو دا ده چې د اسلام او دیني زده کړې په نامه مدرسې او جوماتونه یې د ترهګرو د روزنې په مرکزونو بدل کړي دي او بې ګناه انسانان وژني چې خپلو هدفونو ته ورسي.
    او بله خبره دا چې د دې مفتی دا خبره د قرآن او حدیث خلاف ده ځکه چې د قرآن په یو آیت کښې راغلي چې په دنیا کښې وګرځئ او سیل وکړئ او د پیغمراکرم ص یو حدیث هم دی چې فرمایلي یې دي: علم زده کړئ ان که چین ته ورپسې تګ ته اړ شئ.
    مننه

  10. خو یوازې دومره به ووایم چې دا مفتیان چې ځان ته د اهلسنتو عالمان وايي په اصل کښې د اسلام دښمنان دي او د دوي دین هم اسلام نه بلکې وهابیت دی. دا وهابیان په مسلمانانو کښې نوي بدعتونه او تفرقه رامینځته کوي او د امریکې، اسرائیلو او داسې نورو مزدوران دي او د هغوي خذمت کوي او غواړي چې مسلمانان په تیره بیا پښتانه په تیاره او جهالت کښې وساتي او ځان مرګو بریدونو او ترهګرۍ ته یې چمتو کړي.
    او ډیره د خواشینۍ خبره خو دا ده چې د اسلام او دیني زده کړې په نامه مدرسې او جوماتونه یې د ترهګرو د روزنې په مرکزونو بدل کړي دي او بې ګناه انسانان وژني چې خپلو هدفونو ته ورسي.
    او بله خبره دا چې د دې مفتی دا خبره د قرآن او حدیث خلاف ده ځکه چې د قرآن په یو آیت کښې راغلي چې په دنیا کښې وګرځئ او سیل وکړئ او د پیغمراکرم ص یو حدیث هم دی چې فرمایلي یې دي: علم زده کړئ ان که چین ته ورپسې تګ ته اړ شئ.
    مننه

  11. زه به یوازې دومره به ووایم چې دا مفتیان چې ځان ته د اهلسنتو عالمان وايي په اصل کښې د اسلام دښمنان دي او د دوي دین هم اسلام نه بلکې وهابیت دی. دا وهابیان په مسلمانانو کښې نوي بدعتونه او تفرقه رامینځته کوي او د امریکې، اسرائیلو او داسې نورو مزدوران دي او د هغوي خذمت کوي او غواړي چې مسلمانان په تیره بیا پښتانه په تیاره او جهالت کښې وساتي او ځان مرګو بریدونو او ترهګرۍ ته یې چمتو کړي.
    او ډیره د خواشینۍ خبره خو دا ده چې د اسلام او دیني زده کړې په نامه مدرسې او جوماتونه یې د ترهګرو د روزنې په مرکزونو بدل کړي دي او بې ګناه انسانان وژني چې خپلو هدفونو ته ورسي.
    او بله خبره دا چې د دې مفتی دا خبره د قرآن او حدیث خلاف ده ځکه چې د قرآن په یو آیت کښې راغلي چې په دنیا کښې وګرځئ او سیل وکړئ او د پیغمراکرم ص یو حدیث هم دی چې فرمایلي یې دي: علم زده کړئ ان که چین ته ورپسې تګ ته اړ شئ.
    مننه

  12. He better advice his government on the rights of immigrants in Saudi Arabia. I heard that:
    Immigrants’ children are not allowed to public schools.
    Immigrants are not allowed to State Hospitals and Health Clinics..
    Immigrants are not allowed to own businesses on their names.
    Why doesn’t he compares these rights to the immigrants living in US and Western countries.
    The Holy places in Saudi Arabia belong to all Muslims and must be managed by the representatives from all Muslim countries.

  13. اي داسلام دشمنه ؟
    به اسلام كي دومره تنك نظري نشته خه جه تا ليكلي يو كو جني طفل هم داسي ليكني نه كوي د اسلام د دين سبكاوي مه كوه او اسلام ته به جهاني توكه دشمنان مه زياتوي داسي معلو ميزي جه د خارجي دولتو له خوا تغزيه كيدي أوس در بأندي هر خه قطع شوي أوس دي به داسي بي مفهومه طبليغاتو لأس بوري كري أحمقه
    ،، أحمقي مه كوه ته كولي شي صرف به سعودي كي داسي فتوا كأني وركري
    جلالزوي

ځواب ورکول Muhammad Sabir ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *