تاند- سعودي عربستان نن د کابل پر نادرخان (مرنجان) غونډۍ د یوه ستر اسلامي پوهنتون او اسلامي مرکز د جوړولو کار رسماً پیل کړ، ویې ویل، دا مرکز به له ترهګرۍ سره په مبارزه کې مرسته وکړي.

سعودي عربستان به پر دې ستر اسلامي مرکز په لسګونو ملیون ډالره لګښت وکړي.

دا مرکز په یولکو ۹ زره مترمربع مځکه کې جوړېږي او قرارداد یې له یوه سعودي شرکت سره لاسلیک کړ. د سعودي عربستان سفیر شرکت ته سپین چک ورکړی او ورته ویلي یې دي چې هر څه به فوق العاده جوړوي او د پیسو پروا به نه کوي. د ودانیو په جوړولو ښايي د ۴۵ ملیون او ۱۰۰ ملیون ډالرو پوري لګښت وشي.

په کابل کې د سعودي عربستان سفیر مسفیر بن عبدالرحمن الغاصب خبریالانو ته وویل:«د دغه اسلامي مرکز د جوړولو اصلي هدف دا دی چې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ ورورګلویزې اړیکې پیاوړې شي او د اسلام معتدله او حقیقي څېره وړاندې شي.»

کله چې د سعودي عربستان له سفیره خبریالانو پر له پسې پوښتنې وکړې او هغه ته یې وویل چې دا مرکز خو به د ایران د نفوذ په مقابل کې نه جوړوي، سعودي سفیر وویل:«دا پروژه به د سخت دریځۍ، افراطیت او ترهګرۍ پر ضد وي.»

په وروستیو کلونو کې ایران په افغانستان کې ګڼې رسنۍ جوړې کړي چې د دغه هیواد د ګټو او کلتور لپاره تیلیغ کوي. دغو رسنیو د کابل پر مرنجان غونډۍ د سعودي عربستان له لوري د ستر اسلامي مرکز جوړېدا د ایران له لوري د هغه اسلامي مرکز په وړاندې متقابله هڅه بللې چې د شیعه مسلمانانو لپاره یې جوړ کړی دی.

په کابل کې د سعودي عربستان سفیر
په کابل کې د سعودي عربستان سفیر

سعودي عربستان د پخواني شوروي اتحاد پر ضد د افغانانو د جهاد په کلونو کې د افغانستان په قضیو کې خورا فعال و خو وروسته یې افغانستان ته شا واړوله او میدان یې ایران ته پرېښود.

د سعودي عربستان له لوري د نادرخان پر غونډۍ په جوړېدونکي اسلامي مرکز کې اسلامي پوهنتون، کتابتون، ستر جوماتو روغتون، لوبغالی او لیلیه شامل دي. په جومات کې به ۱۵ زره لمونځ کوونکي ځاییږي او په پوهنتون کې به په عربي ژبه یوازې اسلامي علوم تدریس کېږي. د پوهنتون په لیلکه کې به ۵ زره تنه ځاییږي.

دا پروژه به په دوو کلونو کې بشپړه شي او سعودي عربستان ویلي، هر څومره لګښت چې پرې راشي دوی یې ادا کولو ته تیار دي.

دا پروژه به، چې په ۲۰۱۷ کې بشپړېږي، د افغانستان تر ټولو ستر تعلیمي مرکز وي.

2 thoughts on “سعودي سفیر: د کابل ستر اسلامي مرکز به د معتدل او حقیقي اسلام څېره وړاندې کړي”
  1. دا لومړی ځل دی چی یو ښه خبر د مطبوعاتو له خوا خپریږی. تراوسه پوری هره ورځ د ورانی او د طالبانو د ځانمرګو او بمونو خبرونه و چی مونږ اوریدل.
    که زمونږ هیواد دیارلس کاله مخکی د دوست او ورور هیواد سعودی عربستان له مرستو ګټه اخیستی وای او د هغوی په کومک د افغانستان په سرحدی او مرکزی ولایتونو کی دینی مدرسی او اسلامی مرکزونه جوړ شوی وای نن به مونږ له ځانمرګو ، خرمرګو ، شیعه خانو او ماتم سرایو نه خلاص و. دا ډیر ښه چانس دی او هیله ده چی د سعودی ورونو په مرسته مونږ خپل ټول هغه علمی او اسلامی مرکزونه چی د جګړو په وخت کی وران شوی دی له سره جوړ او افغانستان یو واحد او اسلامی هیواد پاته شی. د سعودی خلک به د دی مرکز په ثواب کی تر قیامته پوری مونږ سره شریک وی.

ځواب ورکول hassan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *