تاند- د سعودي عربستان یوه محافظه کاره دیني عالم، چې د ښځو له موټرچلونې سره مخالف دی، وايي چې د موټرچلول د ښځو رحم یا زیلانځ ته ضرر رسوي.

شیخ صالح دا خبره په داسي وخت کې وکړه چې په سعودي عربستان کې ښځو ته د موټرچلولو د اجازې ورکولو لپاره هلې ځلې پراخې شوي دي.

په سعودي عربستان کې ښځې اجازه نه لري چې موټر وچلوي. سعودي ملایان د ښځو له لوري د موټر چلولو سخت مخالف دي خو د ښځو پر موټرچلولو د بندیز لپاره شرعي دلیل نه شي وړاندې کولی. ویل کېږي چې ښايي شیخ صالح د همدې لپاره طبي دلایلو ته پناه وړې وي.

په عین وخت کې تراوسه پوري کوم ډاکتر یا د طبي علومو څېړونکو د ښځو د موټرچلولو او د اولاد په زېږولو کې د ستونزو د ارتباط په اړه څه نه دي ویلي.

شیخ صالح ویلي، هغه ښځه چې موټر چلوي، پر رحم یې ناوړه اغېز کېږي چې په نتیجه کې یې د ښځو د امیندوارۍ امکان کمېږي.

په همدې حال کې په سعودي کې د ښځو د موټرچلونې لپاره یوې مخکښې کمپاین کوونکې ډلې له ښځو غوښتي چې د راتلونکې اکتوبرمیاشتې په شپږ ویشتمه د ښځو د موټرچلونې د بندیز پرخلاف په موټرونو کې سړکونو او واټونو ته راووځي او دا بندیز په خپل سر پای ته ورسوي.

د سعودي عربستان په قوانینو کې داسي کومه ماده نشته چې ښځې موټر نه شي چلولی خو د ترافیکو ادارې ښځو او نجونو ته لایسنس نه ورکوي.

ډېرو سعودي ښځو موټر زده دی خو واټونو ته په موټرو کې راوتلی نه شي.

شل کاله پخوا په سعودي عربستان کې ښځو د لایسنس نه ورکولو په خاطر مظاهره کړې وه خو حکومت ګڼې ښځې ونیولې او سزاوې یې ورکړې.

د سعودي عربستان د ښځو نوي نسل ښوونځي او پوهنتونونه لوستي او له همدې کبله د حقونو غوښتونکي دي.

4 thoughts on “سعودي شیخ وايي، موټرچلول د ښځو رحم ته زیان لري”
  1. د سعودي نران لکه د لاندي پسونه چاغ چاغ به ګرځي، ډیرو خو لا پوهنتون هم نه وي لوستی، یا ېې د پیسو په زور پای ته رسولی وي. ښځې ېې نسبي ښې دي، خو هغوی ته د کار اجازه نشته د خدای قهر پدې ملت نازل دی

  2. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    د شيخ صالح د څرګندونو په غبرګون کې بايد ياده شي ، چې د سعودي عربستان ټولنه له زوال سره مخامخ ده، ځکه د وهابيت، ترڅنګ په نورو مذهبي ډلو ټولنيز فشارډېر دی او له ښځو سره هم کرکه خپل حد ته رسېدلې، د څلور ښځو کړل او بيا په هېڅ کې پرېښودل او د بلې نکاح کول يو ډېر عادي کار ګڼل کېږي، نو ښځې هم موټرواني ته د ضرورت د وسيلې په توګه نه ګوري، مکر د ساتيري او د خوند اخيستلو توګه يې ګڼي!
    د عربي ملکونو د ذهني بېلتون ټکي ډېر دي، چې د ټولنې ۲۰ سلنه شيعه مذهبه دي او له نورو ملکونو هم د نورو مذاهبو ډلې ټپلې هم ورځي او له غربي نړۍ سره يې هم اړيکې د ورکړې درکړې دي، چې خپل اغېز پرې لري، نو د دغو فکتورونو په پام کې ني،لو سره به د سعودي افراطيت به دغه عربي ملک د ظلمونو په بړبوکې لکه نورو عربي ملکونو غوندې واړوي، ځکه دوی اوس د تېلو په شتمنيو مېلې کوي، مګر د خپلې ټولنې د ستراتيژيک لرليد لپاره د تکنالوژي کوم امکانات نه لري او هر څه له غربي ملکونو صرف په پيسو اخلي، تر سعودي هغه ملکونه، چې د تخنپک رښکۍ يې په خپلو ملکونو کې پياوړې کړې دي، په راتلونکي کې د تعينونکي ځواک واک لري، لکه ايران، پاکستا ن او نور ملکونه، چې له تکنالوژي سره مينه لري، چې د اټومي تکنالوژي د تخنيک څلی ګڼل کېږي، خو عربي ملکونه او په تېره عربستان کې دغه څرک نه ليدل کېږي.
    په سعودي کې د ښځو د تحصيل هلې ځلې هم په وروستيو څو لسيزو کې پياوړې شوې، چې ريښتيا هم نن سبا په سعودي کې ډېرې لوستې مېرمنې شته، مګر له بده مرغه، چې په عربي ملکونو کې د خپل افراطي فکر پر بنسټ يې د علم له ځانګو هم د احساساتو څرګندولو او د ژوند د ظاهري بڼې برخه مضبوته کړې ده، چې پايله يې په سعودي کې تر درې ميليون (۳۰۰۰۰۰۰) نجونه پېغلې پاتې دي او يا سنډې شوې دي، ځکه يوه نجلۍ چې تر ۱۲ صنف ښوونځی لولي، نو عمر يې له ۱۸ تر ۲۰ پورې وي، او بيآ د پوهنتون دوره هم له ۴ تر ۶ کلونو نيسي، چې يوه تحصيل کړې مېرمن په سعودي يا نورو ملکونو کې تر ۲۶ کلنې بايد تحصيل وکړي، چې خپله آينده کې يو ښه ټولنيز موقف ولري.
    د تحصيل سره ځينې داسې پېښې تړاو لري، لکه : يوه تحصيل کړې نه غواړي له يو عامي سره واده وکړي، مله خو بېخي په واښو کې هم نه شمېري او تحصيل کړې نجلۍ بيا غواړي چې هلک يا نر د نجلۍ له تحصيل سره برابره سويه ولري، بله موضوع د مذهبونو او اديانو ده، چې د بېلابېلو اديانو او مذاهبو سره هم د ودونو خپل خنډونه دي، خو پايله يې د ټولنيز ژوند عمومي کولاپس يا بحران دی، ځکه د نجلۍ لپاره مشخص بيولوژيکي د زېږولو موده ټاکل شوې ده، چې په نارينه کې نه شته ده! ځکه ښځه په منځني توګه وروسته له ۴۰ تر ۴۵ پورې وچه کېږي او بيا پې اولاد نه کېږي، نو د ښځو دغه بيالوژيکي اړخ بايد په پام کې ونيول شي.
    د تحصيل سايکولوژيکي فنومن: يوه نجلې چې د طب فاکولته لولی، نو د فراغت په موده کې په منځني توګه ۲۸ کلنه وي او بيآ بايد ۲ تر ۴ کاري تجربه ولري، چې تخصصي پروګرام پر مخ بوزي، چې تخصصي پروګرام بيا ۶ کاله دی او د موفق ژوند لپاره بيا بايد ۳ کاله د دوکتورا پروګرام تر سره کړي، نو په يو پرمختللي مملکت کې يوه نجلې کولی شي، چې تر ۳۸ يا ۴۰ کلنۍ د مسلکي زده کړو څلې ته ورسي، چې بيا هم له ډېرو ستنزو سره مخامخ وي، ځکه په دغه موده کې د کورنۍ جوړول خپلې ستونزې لري او ډېره وړه فيصدي په دې توانېدلی شي، چې هم کار وکړي او هم کورنۍ ګډ سره جوړه کړي، ځکه ډېره نجونه سنډه پاتې کېږي او يا هم د کور له جنجالونو سره سم خاوند يې له کوره بهر پشې کوي، يا رنډۍ پيدا کوي او يا بله په پټه نکاح کوي، چې حتی د افغانیتان په پارلمان او لوړو اداري چاروکو منځ کې هم دغه پېښې په زغرده روانې دي، چې يوه دقيقه په دغه موضوع مکث وکړی، نو ټول به مو تر سترګو تېر شي!.
    په پر مختللو اروپايي ملکونو کې د يوې نجلۍ د اومېدواره کېدلو لومړی ځل په ۳۴ کلنۍ کې پېښېږي او يوه کورنې په دغه ملکونو کې د يو پلار او مور په مرسته تر (۱،۲) اولاده راوړي، يعنې په دوو تنو حتی دوه اولاده هم نه شي پوره کولی، ځکه نو تقريبآ ټوله لوېديزه نړۍ او د شوروي اتحاد پاتېشوني هېوادونه د نفوس له قلت سره مخامخ دي، د روسيې نفوس د ۲۰۰۰ کال په پرتله تر ۱۲ ميليونه کم شوی دی، يعنې له ۱۵۰ مپليونه تر ۱۳۸ راښکته شوی دی، چې دغه يوه لويه ديموګرافيکه ستونزه د يوې ټولنې لپاره ده.
    په سعودي کې تر ۳ ميليونه نجونه بې مېړوښه دي، چې وروسته له تحصيله غواړي، چې د خپلې سويې ژڼی وموندي، چې په دې کې تر ۱۰ کلونو تېر شي او بيا يې څوک نه کوي، په بن دا نه ورځي او له زوړ مېړه هم دا نه کوي، چې پايله په کور باندې زړښت، په نورو کې چغولي، سنډه کېدل دي او يآ هم د موټرواني د لېسنس اخيستلو او ځغلولو خيالونه او فکرونه!
    يد یاده شې، چې ولې يوه نجلۍ شنډه کېږي: علمي څېړنو ښودلې ده، جې له ۱۸ کلنې تر ۲۶ کلنې يوه مېرمن کېدلی شي له ۶۰ تر ۷۰ سلنه چانس ولري، چې د دوو کلنو په بهر کې، چې نورمال د خلوت ژوند ولري، نو بلاربه شي، مګر وروسته له ۲۷ کلنې تر ۳۰ کلنۍ دغه سلنه تر ۵۰ ښکته کېږي او بيا وروسته ۳۱ کلنې دغه سلنه تر ۳۰ ښکته کېږي، خو وروسته له ۳۰ کلنۍ د لومړي اولاد دنيا ته راوړل له ډېرو نورو ستونزو سره مخامخ کېږي، چې له نسه د عمليات په زريعه د اولاد رااخيستل پېښې ورسره ډېرېږي او د اولادنو ناسالم زېږېدنه او يآ د ميندو مړينه هم ورسره ډېرېږي!
    د موټر چلول په فزيکي بڼه کوم نقص نه لري، مګر د موټر چلول له وېرې، سټرېس او توجو سره مله پېښه ده، چې په بدن کې هارموني ناانډولتيا رامنځ ته کولی شي، ځکه چې د موټر د چلولو په ترڅ کې هم د خوشالي هارمون د ماغزو په آماګدلا برخه او هېپوفيز کې وينې ته شنل کېږي، مګر د دې تر څنګ په پښتورګيو (د بډوډو پر سره واړه مرغړي دي) کې د سټرېس هارمونونه او د کتېخولامين هارمونونه وينې ته ورنينېږي او په ماغزو کې هم بيولوژيکي فعال توکي جوړېږي او وينې ته ورنينېږي، چې پايله يې په کرونيک بڼه د بدن په ګڼشمېر مرغړيو تآثيرات دي، چې د ښخينه تخمدانونه (اوارييوم) او رحم (زيلانځ) هم له دغه پېښې مستثنا نه دي، ځکه د ښځينې تخمدانونه او زيلانځ هم د هارمونونو په زريعه کنټرولېږي، چې د ښځې مياشتنی عادت، بلاربېدل او بيا په نس کې د ماشوم روزنه او وروسته له تولده د په تيو کې د شودو نينېدل او داسې ډېرې نورې پېښې دی، چې سټريس، وېره، له حده زيات فکري فشار کېدلی شي هارموني غير معتدل حالت رامنځ ته کړي، چې دغه حالت د دېسپاروني (د خلوت په وخت کې نا مطلوبه احساس)، واجينيزم (بې ځايه دردون او حتی له خلوته ډه ډه) او طبيعي خبره چې له شنډتوب او سنډه توب سره تړاو کولی شي ولري او يآ د موټرواني په ترڅ کې د فکري ناانډولتيا په وخت کې د نورو انسانانو ژوند او شتمني له ګواښ،نو سره مخامخ کړي. .
    په علمي څېړنو کې اوس جوته شوي، چې هغه نجونه او مېرمني چې د اولتراسونوګرافي د تشحيص متخصصينې دي او دغه تشخيصي آله کاروي، چې د ناروغيو تشخيص وکړي او يا هم د صنعت په برخه کې له دغه غږييزو اهتزازاتو څخه کار اخلي، نو له متوتره خونريزي او يا د ډېرې مودې مياشتنۍ وينې د خونريزي له آفت سره مخامخ کېږي، چې د ښځينه د مياشتني عادت تسلسل له منځه وړي او د حامله داري امکانات يې په نشت سره برابروي، چې د کار فشار، وړانکې او نور فزيکي فکتورونه د ښځينه په بدن ډېر اغېز لري، نو د دغو پېښو په نظر کې نيولو، سره، چې د اولتراسونډ غږيز اهتزازات دومره اغېز لري، نو په يوه عنعوني اسلامي ټولنه کې به د سټرېس په اړوند سره د نجونو حال څه وي!
    په پرمختللو هېوادنو کې په ښځينه وو ملنډې وهل کېږي، چې ګواکې دوی موټر سم نه شي چلولی او ډېر ټکرونه هم دوی کوي، ځکه نو يوه ټوکه هم شته، چې وايي، ولې نجونه موټر نه شي پارکولی؟ ځکه چې نجونه فکر کوي، چې موټر هم ۲۰ سانټي متره اوږد دی!!! او يا وايې، چې په پارکونو کې يې لکه معيوبينو ته همدا ډول نجونو ته هم د موټر لپاره لوی د پارکولو ځاينو جوړ کړي دي او يا وايې، چې د پارک دېوالونو ته يې پړسولي ټېرونه هم درولي، چې د خښتو له ديوالونو سره موټر ونه جنګوي او يا ټکر ونه کړي، نو کله چې دغه ټولې خبرې سمې وڅېړل شي، نو هرومرو به تاسو دې نتيجې ته ورسېږی، چې ښځه او موټر داسې وي، لکه بېزو او چاکلت خوړل!
    په دې هيله، چې نجونه ما ته په قهر نه شي، ځکه دغه پېښې ما د ټولنيز سايکولوژي او علمي بحثونو او څېړنو په شاليد کې ليکې دي او احساسات نه شته پکې!
    درنو لوستونکو دغه کلپونه هم په سړه سينه وګوری، چې د ښځو د موټر چلولو پېښې پکې ښودل شوې دي، خو دغه مېرمنې په لوېديزه يا پرمختللې ټولنه کې داسې کارونه کوي، چې د دوی له خبرو سره سم، له نرينه سره مساوي حقوق لري او هم سپين سترګې او هم څيرسترګې، مګر بيا هم د فکري توازن په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي، چې تاسو يې پخپله کولی شي په کراره وګوری، مګر په اسلامي ملکونو کې خو بيا سيالي ده، خودنمايي ده او له يو او بل سره کرکه ده او د من دارم و تو نداري ډنډوره او د سرو شندو او سپېرو مخونو مسابقه ده! خو عربي نرانو ته هم پام شي، چې لکه له پادې تښتېدليې بُقې په سړکونو څه کوي او يا هم افغاني ټولنه درپه ياد کړی، چې د مارشالانو موتروانان د کابل په کوڅو کې څه کوي او بيا د موټرواني د لېسنس او جندر د مساوات په اړه خپل نظر څرګند کړی!
    http://www.youtube.com/watch?v=0AqmvpydWh4
    http://www.youtube.com/watch?v=_pqCShijhtc
    http://www.youtube.com/watch?v=4wT7zM8XgXQ
    http://www.youtube.com/watch?v=4d3lrEog89Q
    http://www.youtube.com/watch?v=XsiIV2gC_rM
    معه سلاموکم الاخوتالمسلمين ن والله عالم
    ملا ميوند آخوند

  3. این انسان جاهل و منافق نجاست همه زنان عالم را میخورد با اینگونه رذالتهای خود، لعنت برینگونه انسانهای کثیف و نامسلمان.

ځواب ورکول ملا ميوند آخوند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *