تاند- سعودي عربستان امریکا ته خبرداری ورکړ چې که کانګریس د ریاض خلاف د سپټمبر د یوولسمې د حملو په تړاو لایحه تصویب کړه، سعودي به په امریکا کې د سلګونو ملیارد ډالرو په ارزښت خپلې شتمنۍ وپلوري.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د سعودي عربستان حکومت د امریکا حکومت ته ویلي، که چیري د متحدو ایالتونو کانګریس داسي لایحه تصویب کړه چې له مخې یې سعودي عربستان د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر د یوولسمې نېټې په حملو کې د رول لرلو په خاطر د امریکا په محکمو کې مسوول وپېژندل شي، سعودي به په امریکا کې خپلې شتمنۍ، چې ۷۵۰ ملیارد ډالره کېږي، وپلوري.

د نیویارک ټایمز د راپور پر اساس، دا خبرداری تېره میاشت د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر د امریکا د سفر په لړ کې امریکايي چارواکو ته ورکړی دی.

جبیر د امریکا د کانګریس غړیو ته ویلي، د دې لایحې د تصویب په صورت کې به سعودي عربستان مجبوره شي چې په امریکا کې خپله ۷۵۰ ملیارد ډالره شتمني مخکې تر دې لیلام کړي چې د امریکا محکمې د دغو شتمنیو د کنګل کېدو فیصله وکړي.

د سعودي عربستان دا خبرداری د امریکا او سعودي عربستان، چې ډېر کلونه خورا نژدې متحدان ول، په اړیکو کې د خړپړتیا نښه بلل کېدای شي.

پر امریکا په ځلونو نیوکې شوي چې په سعودي عربستان کې یې پر بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو پر حقونو سترګې پټې کړي دي.

راپورونه وايي چې په کانګریس کې د دواړو دیموکرات او جمهوریتپال ګوند غړي د سعودي عربستان خلاف د لایحې د تصویب کېدو ملاتړ کوي، خو د اوباما حکومت خبرداری ورکړی چې دا مسله به جدي سیاسي او اقتصادي زیانونه ولري.

سره له دې چې د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر په حملو کې د سعودي وګړو رول اوڅار (برجسته) و، خو د سعودي عربستان حکومت دا بریدونه په کلکه غندلي او له ترهګرو سره هرراز همکاري یې رد کړې ده.

2 thoughts on “سعودي عربستان امریکا ته خبرداری ورکړ”

ځواب ورکول RAZMOHAMMED KAMAWALL;MY DEAR AFGHAN BROTHER &SISTERS ASSALAMOALIKUM; ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *