تاند- سعودي عربستان پرېکړه کړې چې سږ کال به تر ۴۰ کلونو کشرو افغانانو ته د حج وېزه نه ورکوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دې مسلې په اړه د سعودی عربستان سفیر د توضیحاتو لپاره وروباله.
د بهرنیو چارو وزارت ویندوی شکېب مستغني وايي چې په کابل کې د سعودي عربستان سفیر د خپل حکومت د دې پرېکړې په اړه کوم دلیل څرګند نه کړ.
خو ګومان کېږي چې سعودي عربستان دا پرېکړه د دې لپاره کړې وي چې ډېری افغان ځوانان د حج په نوم سعودي ته ځي او بیا د کار لپاره په سعودي عربستان کې پاتې کېږي. ځینو سرچینو ویلي چې ممکن سعودي عربستان اندېښنه ولري چې افغانان به د حج په پلمه د حوثیانو د ملاتړ لپاره یمن ته لاړ شي.
د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وویل چې د دې موضوع د روښانولو لپاره یو پلاوی سعودي عربستان ته ځي.
سعودي عربستان تېر کال تر ۳۰ کلونو کشرانو ته د حج لپاره وېزه نه ورکوله.
دا خو دیر ښه کار شوی:
دتروریزم مخه نیول کیږي
Yaw bal qanon ka ham ezafa kre che makhke la de sakha che sok Haj ta sebtenam kawe warsakha pokhtana washe che zakat de warkarede.