تاند- سعودي عربستان اعلان وکړ چې هر کال به په خپلو پوهنتونونو کې د لوړو زده کړو لپاره ۴۰۰ افغان محصلانو ته سکالرشیپونه ورکوي.

دا ژمنه نن /سې شنبه/ د سعودي عربستان د ښوونې او روزنې وزیر ډاکتر احمد عیسي د افغانستان له اجرايي رييس عبدالله عبدالله او د افغانستان د لوړو زده کړو وزیرې سره په کتنه کې وکړه.

د اجرايي رييس ویندوی وویل چې د سعودي عربستان د ښوونې او روزنې وزیر وویل، حکومت به یې سمدستي په تعلیمي چارو کې د لازمې همږغۍ د رامنځته کولو لپاره په کابل کي خپل سفارت ته د تعلیمي څانګې مسوول وټاکي.

هغه یادونه وکړه، هیواد یې جمتو دی چې له افغانستان سره د خپلو پوهنتونونو د وصل، د ښوونکو او زده کوونکو د تبادلې د پروګرامونو او نورو برخو کې همکارۍ زیاتې کړي.

د افغانستان اجرائیه رئیس د سعودي د شاهي هیواد د پوهنې له وزیر سره په لیدنه کي وویل، افغان محصلینو ته ورکول کېدونکي تحصیلي بورسونه دې د افغانستان د انجینرۍ، طب، او سایسن په شان څانګو کې ورکړای شي چې افغانستان ورته زیاته اړتیل لري.

په تېرو څو لسیزو کې سعودي عربستان په خپلو پوهنتونو کې په سلګونو افغانان یوازې د شرعیاتو په برخه کې روزلي دي.

2 thoughts on “سعودي عربستان د افغانانو لپاره ۴ سوه سکالرشیپونه اعلان کړل”
  1. سلامونه او نېکې هيلې مې ومنئ.
    که دا د لیکلو پر مهال د ټایپ ستونزې ته متوجه شئ ښه به وي . مننه .

  2. عربستان له خیره مو توبه ده خو داخپل سپی دی له مونږ کورې کړې
    په داسی اسلامی هیواد چي د مسلمانانو د وژنی لپاره ترهګر روزیي او په داس ی بده ورځ کی یو او دوی د اسلام د مرکز په توګه د امریکا او اسراییلو په غیږ کي براته دی اه

ځواب ورکول محمد داود ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *