نیوم د سعودي عربستان د نوي جوړېدونکي ستر ښار پروژه ده چې په سره رنګ ښودل شوې ده

تاند – سعودي چارواکي وایي چې هغوی په خپل هېواد کې داسې یو ستر عصري ښار جوړوي چې د نیویارک د ښار ۳۳ برابره او د کابل د ښار ۹۶ برابره ډېر لویوالی به لري.‌

د سعودي عربستان چارواکي وایي، چې هغوی په خپل نوي جوړېدونکي ښار ۵۰۰ بیلیونه (۵۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰) ډالر لګوي،‌ او زیاتوي چې دا کار د دې لپاره کوي چې له خامو تېلو څخه د خپل هېواد سوداګري نورو برخو ته پراخه کړي.

ویل کیږي چې دا وخت د سعودي عربستان نژدې ټول عواید له خامو تېلو څخه لاس ته ورځي.‌

د ښار سیمه او په هکله یې یو لړ معلومات

سعودي عربستان په نړۍ کې د خامو تېلو تر ټولو لوی صادروونکی هېواد دی، خو له څه مودې راهیسې چې د تېلو بیې لوېدلي ویل کیږي چې دغه هېواد نشي کولی چې د دې صنعت په برخه کې خپلو کارکوونکیو ته تنخاګانې ورکړي.

د فیوچرېزم په نامه وېب سایټ، چې ادعا کوي د داسې معاصرو ټکنالوجیو او ساینسي اختراع ګانو په هکله لیکنې کوي چې د بشریت راتلونکی جوړوي، په یوه وروستۍ مقاله کې لیکي، چې اوس د سعودي عربستان حکومت داسې یوه پروژه په مخکې نیولې چې کولی شي د هغوی اقتصاد پیاوړی کړي.

فیوچرېزم وېب سایټ دغه پروژه د سعودي عربستان سترښار ګڼي چې وایي ۵۰۰ بیلیونه امریکایي ډالر پانګونه به پرې وشي، له اردن او مصر سره به نښتی وي او په بشپړ ډول به د بیا نوي کېدلو وړانرژي په کې کارول کیږي.‌

د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د نیوم (NEOM) په نامه د دغې پروژې اعلان د سې شنبې په ورځ /د اکتوبر ۲۴مه/ په ریاض کې د راتلونکې پانګونې د نوښت په کانفرانس کې وکړ.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه ښار به د سعودي د حکومت او خصوصي پانګوونکیو په پیسو جوړ شي.‌

د ډي زین په نامه وېب سایټ په یوه مقاله کې چې د جمعې په ورځ /د اکتوبر ۲۷مه/ یې خپره کړې لیکلي چې د سعودي عربستان په دغه را روان ښار کې به د ګڼ شمېر انسانانو لپاره د کار اسانتیاوې برابرې شي او زیاتوي چې ډېر تکراري کارونه به د عصري روبوټونو په وسیله ترسره کیږي.‌

سعودي عربستان د نړۍ لومړنی هېواد دی چې دوه ورځې وړاندې یې د نړۍ تر ټولو هوښیار او معاصر روبوټ سوفیه ته د خپل هېواد تابعیت ورکړ.

په دغه سعودي ښار کې به بې موټروانه موټرونه کار کوي او د ښار یو پلان ښیي چې د دې پروژې په لړ کې به د سعودي عربستان او مصر تر منځ د ملک سلمان د پله په نامه یو لوی پول وتړل شي.‌

ډي زین وېب سایټ د سعودي عربستان د نوي پیلېدونکي ښار ساحه ۲۶۵۰۰ مربع کیلومتره ښودلې چې له اردن نه رانیولې د مصر تر سمندر پورې به غزېدلې وي. په دې حساب د سعودي عربستان د دغه نوي ښار لویوالی به د کابل ښار چې ویل کیږي ۲۷۵ مربع کیلومتره دی ۹۶ برابره ډېر لوی وي.‌

ډي زین لیکي چې دغه ښار به یو مستقل اقتصادي تجارتي زون وي چې خپل ځانګړي قوانین به لري،‌ او دا به لومړنی خصوصي تجارتي زون وي چې سرونه به یې له درې هېوادونو سره لګېدلي وي.‌

د ډي زین وېب سایټ له خوا د ورکړو معلوماتو په اساس،‌ سعودي عربستان به د خپلو ۵۰۰ بیلیونو ډالرو په لګولو سره د دغه ښار په ۹ عمده برخو؛ انرژۍ،‌ اوبو، ټرانسپورټ، بایوټېک، خوړو، ټکنالوجیک او ډیجیټل ساینس، پرمختلليو مصنوعاتو (ایډوانسډ مینوفیکچرېنګ)، رسنیو، او د ساعت تېرۍ په برخو کې پانګونه وکړي.‌

[صوفیه روبوټ چې سعودي عربستان اعزازي تابعیت ورکړ]

یو شمېر کارپوهان وایي، چې ښایي د سعودي عربستان نویو واکمنو او په ځانګړې توګه د دغه هېواد ولیعهد چې د خپل پلار ملک سلمان ځایناستی دی، د ملکیتونو په برخه کې د متحده عرب امارات بریالۍ تجربې په پام کې نیولو سره دغه کار ته لاس اچولی وي.

ویل کیږي چې متحده عرب اماراتو په وروستیو لسیزو کې د بېلابېلو هېوادونو شتمن وګړي او سوداګر ورمات کړي چې په دغه هېواد کې ملکیتونه واخلي او د ځانګړیو مالیاتو له ورکولو څخه پرته په کې سوداګرۍ وکړي چې د دغه هېواد د اقتصاد په پیاوړتیا کې یې غټ رول لوبولی دی.

په ورته وخت کې، داسې ویل کیږي چې افغانستان ته په تېرو ۱۶ کالونو کې د نړیوالې ټولنې له خوا راوړل شوي میلیاردونه ډالر چې اکثر د جهادي قوماندانانو په نامه غلو او داړه مارانو ووهلې چا په یوه بهرني هېواد او چا په بل کې د شتمنیو په پېرودلو کې ولګولې او افغانستان بیا د تېر په څېر د یوه بې مالکه هېواد په توګه له کومې لویې پانګونې څخه پرته نهیلی پاتې شو.‌

2 thoughts on “سعودي عربستان د افغانستان د پلازمېنې کابل ۹۶ برابره لوی ښار جوړوي”
  1. استادان یې په ژیړو بلدوزرو ښارونه جوړوي او شاګردان یې دلته په ژیړو بوشکو ښارونه ورانوي – انسان څومره هوښیار دی، انسان څومره مردار دی:(

  2. زه پداسې حال کې چې د سعودیانو دغه نوی اقدام یعني د « نیوم » په نامه نوي عصري ښار د جوړولو هڅې ستایم . هیله من یم په افغانستان کې هم داسې یو شخص راپیدا او ورته کارونه وکړي.
    زما په نظر په افغانستان کې هماغه د ملا او د امي کیسه شوې ده .
    وایی د کوم سړي ډېره ښایسته ښځه وه او ملا د خپل نوبت د تېرولو په وخت کې دا ښځه ليدلې وه، له ځان سره یې پرېکړه وکړه چې حتما به دا ښځه پردغه سړي طلاقه کوم او زه به ورسره حلاله کوم.
    یوه ورځ دغه ساده سړی د خپل حاجت د رفع کولو په وخت کې مخامخ قبلې ته ناست وو او د ملاصیب ورباندې فکر شو، سمدستي یې ورباندې غږ وکړ چې دا څه بد کوې مخامخ کعبې شریفې ته ناست یې ، ښځه درباندې طلاق شوه.
    ساده سړی سمدستي پاڅېده او په ډېره وارخطایی یې له ملا پوښتنه وکړه چې اوس به څه کوم؟
    ملا ورته وویل : غم مه کوه زه به یې ځان ته نکاح کړم او درته حلاله به یې کړم او بیا به یې بېرته در طلاقه کړم او ته به له سره ورسره نکاح وکړې.
    همداسې وشول او ملا چې خپل مقصد ته رسېدلی وه ، ښځه یې له ځان سره وساتله او د بېرته خوشې کولو اراده یې نه درلوده.
    ساده سړی هم مجبور شو ملا تعقیب کړي که کومه ورځ یې د کعبې شریفې خواته په رفع حاجت کولو ګیر کړي. یوه ورځ تصادفا ملا مخامخ کعبې شریفې خواته د سارا ګشت لپاره ناست دی او ساده سړي ورمنډه کړه په ملایې غږ وکړ چې ملا ښځه درباندې طلاقه شوه.
    هوښیار ملا ورته وویل آشنا ما یې سر کوږ نيولی دی . پرما نه طلاقه کيږي.
    اوس سعودیانو ، قطریانو ، امارتیانو او …. د خپلو سامانو سرونه کاږه نيولي دي . خو زمونږ په جهاتي مشرانو ښځې له اولې ورځې طلاقې دي ، دوی به هېڅکله هم د خپل وطن د خدمت مصدر نه شي.
    سیاف خو لا یو وخت مقدسه فتوا ورکړې وه چې د کابل ښار باید لوټه لوټه شي ، ټول کورونه باید وران او څوکاله دا کنډوالې لمر او باران ووهې چې ګناه یې پاکه شي. په دا 16 کلونو کې نژدې همدومره باد راوړې دالرې مرستې له افغانستان سره وشوې چې اوس یې سعودیان د خپل نوي ښار په جوړولو مصرفوي، خو باد راوړې بېرته باد یووړې.

ځواب ورکول شاهین افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *