تاند- د سعودي عربستان حکومت نن /چهارشنبه/ اعلان وکړ چې په افغانستان د سولې او ثبات په اړه د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو کنفرانس به د جولای په ۱۰ مه او ۱۱(د شوال په ۲۶ او ۲۷) په جده او مکه مکرمه کې جوړ شي.

دا کنفرانس، چې د اسلامي هیوادونو د سرمشریزې او د اسلامي همکارۍ موسسې (OIC) د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا د غونډې د پرېکړې پر اساس په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګېدو او د تشدد او سختدریځۍ د نفي کېدو په هدف جوړېږي.

د کنفرانس برخوال به په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه د اسلام له نظره بحث وکړي او ممکن د افغانستان روانه جګړه ناروا او غیرشرعي اعلان کړي.

سږ کال په اندونیزیا کې هم د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا دیني عالمانو د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

2 thoughts on “سعودي عربستان د افغانستان په اړه د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو د کنفرانس نېټه اعلان کړه”
  1. د خلاصه کیدانی، قدوری او منیې ډاکټران او متخصصین نه شي قانع کولای او نه به یې ومني، ځکه چې د دوی عملي سویه تر نړیوالو علماوو څو چنده لوړه ده

  2. هی هی ارمان چې موږ به څه وخت سړي زامن کیږو، د کورګډې مفکورې و دکورورانو ملایانو د کولمو بخار
    پرځای خپل عقل ته کینو چې څه مو په ګټه او څه مو په زیان دي

    له موږځناورو پرته ټول ملتونه له (عقل خان) کار اخلي

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *