تاند- سعودي عربستان د ماسترۍ او دوکتورا د دورو لپاره ۳۷۱ افغان محصلانو ته سکالرشیپونه ورکړي دي.

د افغانستان او سعودي عربستان اړیکې په وروستیو ۴ کلونو کې ډېرې نژدې شوي دي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت افغان محصلانو ته د سعودي عربستان له لوري د سکالرشیپونو یا بورسونو د ورکړې خبر په داسې حال کې خپور کړ چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په سعودي عربستان کې دی.

د لوړو زده کړو وزارت وايي، د دغه وزارت په غوښتنه سعودي عربستان د ماسترۍ او دوکتورا په دورو کې د دولتي پوهنتونونو او لوړو زده کړو د موسسو استادانو ته ۳۷۱ بورسونه ورکړي خو یو شمېر دا سکالرشیپونه هغو کسانو ته ورکړل شوي چې په ازاد ډول یې دې وزارت ته مراجعه کړې او په شرایطو برابر ختلي دي.

د لوړو زده کړو وزارت وايي، د بورس د شرایطو پر اساس د ماسترۍ د دورې د سکالرشیپ د کاندید عمر باید تر ۳۰ او د دوکتورا د دورې د کاندید تر ۳۵ کلونو لوړ نه وي.

د لوړو زده کړو وزارت وايي دا هغه شرطونه دي چې سعودي عربستان خپلو وګړو ته هم ایښي دي.

په همدې حال کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، چې پرون سعودي عربستان ته لاړ، د عمرې له ادا کولو وروسته د سعودي عربستان له چارواکو او د اسلامي همکارۍ سازمان له سرمنشي سره ولیدل.

ولسمشرغني نن (یکشنبه) په جده کې د سعودي عربستان د سوداګرۍ له وزیر ډاکتر ماجدبن عبدالله اقصبي سره په کتنه کې د دوو هیوادونو ترمنځ پر سوداګري راکړو ورکړو او په افغانستان کې د سعودي عربستان د پانګونې پر امکاناتو خبرې وکړې.

د سعودي عربستان د سوداګرۍ وزیر ولسمشر غني ته وویل، د سعودي پاچا او ولیعهد ورته له افغانستان سره د سوداګري، صادراتو، پانګونې او نورو برخو کې د مرستې او همکارۍ لارښوونه وکړې.

نوموړي ژمنه وکړه چې په افغانستان کې د پانګونې، اقتصادي او سوداګریزې ودې لپاره به د افغانستان حکومت سره په ګډه د مهمو پروژو پلان ترتیب او په ګډه عملي کړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *