تاند (کابل) – د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د دوشنبې په ورځ د سعودي عربستان په جده ښار کې ځانمرګی برید یوه پاکستاني وګړي کړی دی.
العربیه وېب سایټ د سعودي عرب د کورنیو چارو د وزارت له قوله لیکلي چې پاکستانی ترهګر چې عبدالله ګلزارخان نومېده له تېرو دولسو کالو راهیسې له خپلې کورنۍ سره په جده کې اوسېده.
تر دې مخکې د کورنیو چارو د وزارت ویاند تورن جنرال منصور الترکي ویلي وو چې بریدګر د سعودي عرب وګړی نه دی او یو بهرنی دی چې په سعودي کې اوسېږي. دا چې په برید کې د بریدګر له خوا کارول شوي چاودونکي مواد په بشپړ ډول نه وو چاودلي نو د هغه پېژندنه یې اسانه کړې وه او په اسانۍ سره معلومه شوه چې پاکستانی دی.
ویل کیږي چې، سعودي عربستان له کلونو راهیسې له پاکستان سره د نورو په شمول په نظامي برخه کې پراخې مرستې کوي.
د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان وایي چې، د پاکستان له خوا صادرېدونکې ترهګرۍ ته په کتلو سره چې معمولا افغانستان، هند، بنګله دېش او یو شمېر امریکایي او اروپایي هېوادونه په نښه کوي ښایي دا لومړی ځل وي چې په خپل اسلامي محسن هېواد سعودي عرب هم بېرته مخ ورتاووي او برید پرې کوي.
پاکستان يو منافق هيواد دي او حکومت يې شيطانالاصله او شيطان پالونکې دي, هيڅکله هم مسلمانان او يا کوم اسلامي هيواد به د پاکستان لخو خوندي پاتې نه وي. وسلام
ډیر ښه شوی
عربستان په تاریخ کی پاکستان ته په بد او افغانستان ته په ښه نظر نه دی کتلی
اوتل یی د ترهګر باکستان ملاتړ کړی
اوس ښه شو چی دا اور د هغه لمن ته هم ورسیده او خدای دی مه ورڅخه خلاصوی
عربستان تل خبل لاسپوڅې د جهاد په نامه د افغان اولس مرګ ته ه را حی کړي دي
ایا دا افغانان دی چې تل به ځورږی؟
خود کرده را نه درد است نه درمان