تاند، پنجشنبه، د حوت ۸مه: سعودي عربستان د کرونا د خپريدو له ډاره د عمرې لپاره ورتلونکو مسافرو باندې بندیز ولګاوه
د سعودي دولتي اژانس د بهرنيو چارو وزارت له قوله ویلي، چې دا کار یې له دغه مرض څخه د مخنيوي لپاره مؤقتي تدبیر نیولی دی.
د خبر له مخې هغه هیوادونه چې کرونا ویرړس په کې خپور شوی لنډ وخت لپاره سعودي ته نه شي ورتللی.
دغه هيواد، تر اوسه د کرونا د نوي ډول کومه پيښه نه ده تائيد کړې، خو په گاونډيو هيوادونو کې یې ډيري کسان په نوموړي مرض اخته شوي دي.
د سعودي په همسايه هيواد ايران کي د دغه ويروس په نتيجه کي د مړو کسانو شمير ۱۹ ته رسېدلی دی او په خليج هيوادونو لکه کويټ، بحرين، عربي اماراتو او همدارنگه عراق کې هم د کرونا ډيرې پيښې تاييد شوې دي.
له دغو هيوادونو څخه مسلمان زيارت کوونکي مکې او مدينې ته چي دواړه د عبادت سپيڅلي ځايونه دي، سفرونه کوي.
ههههه، اوس خو دا د عربو سجده چې کوي او هر څه ته ساتنه د الله تعالی له طرفه بولي نو اوس دې جواب راکړي چې څنګه د خدای کورته دروازه بنده وي؟