تاند، چهار شنبه، د عقرب لومړۍ: په سعودي عربستان کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لومړنی نندارتون پرانیستل شو.
دا کرنیز نندارتون د افغانستان د بڼوالۍ او کرنیزې بازار موندنې د موسسې لخوا جوړ شوی دی.
په سعودي عربستان کې د افغانستان سفیر د دغه نندارتون په پرانیسته کې وویل، د افغانستان محصولات ارګانیک او خوندور دي او سعودی عربستان د افغاني محصولاتو لپاره یو غوره بازار ثابتېدلای شي.
په دې نندارتون کې په ۱۷ غرفو کې د افغانستان تازه او وچې مېوې، زعفران، طبي بوټي او نور محصولات نندارتې ته ایښودل شوي دي چې پرون یې په لومړۍ ورځ نندارتې ته د سعودي عربستان د کرنې وزیر عبدالرحمن بن عبدالمحصن الفضلي هم ورغلی و.
نوموړي ژمنه کړې چې له دغه نندارتون وروسته به په سعودي عربستان کې د افغاني محصولاتو لپاره د بازار لا زیات فرصتونه برابر کړي.
افغانستان تر اوسه په هند، اذربایجان، دوبۍ او انګلستان کې د خپلو توکو نندارتونونه تجربه کړي دي.
هیله ده چې د افغانستان د کرنې او سوداګرۍ وزارتونه له کروندګرو سره د مناسب بازار موندنې په برخه کې لازمه همکاري وکړي. په داسې نندارتونونو کې ترټولو غوره ، ښایسته ، خوندور او جذاب کرنیز او سوداګریز توکې په اعلی ډول سره سورتبندي او ولېږل شي چې د اخیستونکو اوپېرېدونکو خوښ او خرڅلاو ته ښه مارکېټ ورته پیدا شي.