تاند – په کابل کې د حبیب الله کلکاني یا بچهء سقاو پلوي فعالانو د افغانستان حکومت ته ۱۵ ورځې وخت ورکړ چې د «بچه سقاو» هډوکي له قبره راوباسي او په حکومتي مراسمو یې بیا خاورو ته وسپاري.‌

د متحده ایالاتو مشهورې ورځپاڼې واشنګټن پست د اګست په ۲۰مه لیکلي چې،‌ د افغانستان د تاریخ له مخې، حبیب الله کلکاني یو بې سواده لاره شکوونکی یا قطاع الطریق غل وو چې په ۱۹۲۹ کال یې د افغانستان یو ریفورمست یا اصلاحات راوستونکی پاچا [امان الله خان]‌ له قدرته لیرې کړ، ۹ میاشتې یې واک وچلاوه او مخکې له دې چې د سلطنتي 2ځواک له خوا ونیول شي او په کابل کې راځوړند کړای شي هغه د عصریتوب ټولې نښې له بېخه نړولې وې.‌

واشنګټن پست لیکي چې، خو په افغانستان کې چې د قومي جګړو دود په کې موجود او د بهرنیو فاتحانو په وړاندې سخت مقاومتونه کیږي، حتی ډېر پخوا وژل شوي قطاع الطریق واکمنان هم پلویان لري.‌

ورځپاڼه لیکي چې، د کلکاني قضیه د هغه د قومي تاجک اقلیت له خوا راپورته کړای شوې ده چې وایي چې نوموړی یو متقي مسلمان او اتل وو چې اروپا ته د وخت د پاچا امان الله خان د سفر او د ملکې له خوا د غربي لباس اغوستلو له امله یې د پاچاهۍ په مقابل کې راپورته شو.‌

واشنګټن پست لیکي چې سقاوخېل غواړي چې، «بچهء سقاو» دې د محمد داودخان په څېر په حکومتي مراسمو او درناوي سره بیا ښخ کړای شي.‌ سردار محمد داودخان په ۱۹۷۸ کال کې د کمونست پلوه کودتاچیانو له خوا ووژل شو، چې مړی یې په ۲۰۰۸ کال کې د پخواني جمهور رییس حامد کرزي په امر پیدا او بیا په حکومتي مراسمو سره ښخ کړای شو.‌

بچه سقاو د اعدام پر دار
بچه سقاو د اعدام پر دار

واشنګټن پست د سقاوخېلو د یوه فعال او د ولسي جرګې د غړي داود کلکاني له خولې لیکي چې حکومت دې حبیب الله کلکاني ته د داودخان په څېر د ارام ځای برابر کړي، او په عین درجه تشریفاتو دې یې جنازه وکړي.‌ هغوی ګواښ کړی دی چې که په دوه اونیو کې رسمي ځواب ترلاسه نه کړي هغوی به پراخ لاریونونه وکړي.‌

د سقاوۍ یو بل ملاتړی عمر احمد پرواني وایي چې،‌ حکومت یوه بې رحمه هزاره اورپکي ته چې شل کاله مخکې مړ شوی د «شهید ملت» لقب ورکړی دی خو نه غواړي چې یوه تاجک امیر ته درناوی ورکړي چې په دې توګه ملي یووالی مراعت شي.‌

واشنګټن پست ورځپاڼې لیکلي چې،‌ په ټولنیزو رسنیو کې هم په دې هکله بحثونه روان دي او یو شمېر تاجکان دغه قطاع الطریق امیر ته اتل وایي او د شمال ټلوالې د پخواني قوماندان احمد شاه مسعود له عکسونو سره یو ځای یې عکسونه نښلوي او پښتنو ته کنځلې کوي،‌ په داسې حال کې چې یو شمېر پښتانه او د نورو قومونو خلک بیا وایي چې هغه یو غل او جنایتکار وو.

یو شمېر ښي لاسي افغان کارپوهان په دې باور دي چې په افغانستان کې له ۲۰۰۱ کال راهیسې چې قدرت د شمال ټلوالې د جګړه مارو لاس ته لوېدلی دی د افغانستان ګڼ شمېر ملي ارزښتونه له ګواښ سره مخامخ شوي او احتمال شته چې د افغانستان حکومت د هغوی په غوښتنه د «بچهء سقاو» له پاره هم حکومتي مراسم برابر کړي، ځکه چې تر دې مخکې هم د شمال یوه جګړه مار قوماندان احمدشاه مسعود ته د ملي اتل لقب ورکول شوی وو،‌ خو معلومه نه ده چې دغه کار به د افغانستان د نورو خلکو چې لا له وخته د حکومت له کړنو څخه ناراض دي څه ډول عکس العمل سره مخامخ شي.‌

17 thoughts on “د سقاو پلویانو حکومت ته ۱۵ ورځې وخت ورکړ”
  1. دا خلک د شر اندازي او نفاق جوړولو لپاره یوه بهانه لټوي
    که نه دوی ټول پوهیږي چي بچه سقاو د ټولو تاجکو لپاره یو تاریخی شرم او پېغور دی.

  2. دسقاو زوی په اړه لنډه ګنډه خبره داده چې باید دافغانانو له خوا وویله شی چې : پرهغه مهال چي د سقاوجاهل زوی له منځه یووړل شو ، هره ورځ به په اخباروکې دسقاو ترڅنګ د کوهدامن نوم هم یادیده د استادرشید خبره ده چې وایی د شمالی ټول خلک اعلحضرت نادرخان ته راغلل ، ددغه غله دوژلو له امله یې له هغه مننه وکړه ، او ورته ویی ویل چې « تا یو رهزن ، قطاع الطریق ، غل او یو ولد زنا انسان له منځه یووړ » وګورئ د ۱۳۱۱ او ۱۳۱۰ کال انیس او اصلاح چې دغوولسونو په خپله دغه غل په همدغه نامه یادکړی دی ، دشمالی خلکو له اعلحضرت څخه یوه هیله داهم وکړه : « موږ دشمالی ولس له اعلحضرت څخه هیله کوو چي ددغه غله او ولد زنا قطاع الطریق سره دکوهدامن نوم یاد نه شي دکوهدامن خلک دومره بی ایمانه او بی ناموسه نه دي » دادی هغه حقایق که څوک رښتیا هم غواړي له دغه شره ځان بی غمه کړی ، له نوموړو خپرونو څخه د شمالی دخلکو دغه غوښتنه راوباسئ او دنیا ته یې ور وښیئ چې دهمدغو اوسنو متعصبو ستمیانو پلرونو ددغه جاهل انسان په اړه هغه غوښتنه درلوده او اوس یې نا اهله زامن دغه ؟؟
    زرین ګل اندیا

  3. په افغانستان کې د جګړې سترعاملین دا پردي پاله ټوپکچیان دي۰ دا بې تعلیمو سقاوپرستان دي چې زمونږ هیواد ئې دې لوېو اقتصادي بنسټیزو ستونزو سره مخامخ کړئ۰ زمونږ د ملکي وګړو د پرمختګ اوهوساینې خنډ ګرځیدلي دي۰ دا جنګي خرکاران دي چې دې دوې د لاسه څومره خلک له خپله ځایه بې ځایه او څومره دغم په ناورین ناست دي۰ دغه نیکتائي والا مجاهدین اونورهرهغه څوک چې دا پلمتې جګړه نه بس کوي او افغانستان کې صرف د خپلې شخصي ګټې په انډ دي، ژر تر ژره محکمه شي۰
    بس دۍ نور دا د انګک، بنګک، د زړه سنګک کیسې۰ سقو دۍ که سغو دئ دې هغه دې هم وسره محاکمه شي(جـــنـــګـــي کـــریــمــیــنــالــیــان)۰

  4. نو تاسی چه زما ادرس نه منۍ زه څه نه لیکم ،ځکه نه ستاس وخت ضائع کوم ،خپل ، والسلام .

  5. که چيرته همداسي خلک را پورته کيږى کله د شهيد ورځ کله د غازي ورځ أوکله د تور يالى ورځ لمانځي نو زموږ ټول کال به په همدي رخصتويو کښ تير شي ،ښه به داوي د مړو پر ځاى د ژونديو قدر وکړو

  6. بهتراینست که بخاطرتعصبات قومی ونژادی وبخاطردنیای دیگران آخرت خودراخراب نسازیم. جاهل ترین انسان کسی است که بخاطردنیای دیگران آخرت خودراخراب میسازد.درروشنائی احادیث گرانبهای سردارمرسلین محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم گفته میتوانیم که به مردگان بدونازسزاگفتن کارخوب نیست آنهاهرچه بودند وهرچه کردند به حضورپروردگارشان رفته اند وجواب خودرامیدهند .ولی آنچه که مسئولیت ایمانی ووجدانی مااست اینست که قضاوت های غیرعادلانه ویکطرفه ومتعصبانه هم نداشته باشیم گرچه بامرورزمان مشت هابازوچهره هاعریان میشود اماآنچه مسلم است به نظرمن اینست که هرآنچه که تاریخ نویسان درباری ومتعصب وقت درحق حبیب الله خان کلکانی نوشته اند کاملاحقیقت نداشته وندارد اوگرچه یک شخص بی سوادبوده ولی ازبسیارباسوادن جاهل امروزکه غیرازخوش خدمتی به باداران شان چیزی دیگری رانمیدانند به مراتب خوبتروبهتربوده وبخاطردنیای دیگران آخرت خودرابربادنکرده است انشاءالله .این آنچه من فکرمیکنم هست (ولانزکی علی الله احدا)

  7. کند همجنس با همجنس پرواز…کبوتر با کبوتر باز با باز
    چون موصوف بزرگ و رهبر دزدان بود باید دزدان زنده از دزد متوفی قدردانی نمایند.

  8. شه خبره ده چه اینده نسلونه دده د خپل غله هیر نکری او دده د قبر د لیدلو سره د هغه د غلا اوچور
    او چپاول او دا چه سومره نا پوه او بیسواد او
    جاهل پاچا تیر شوی دی ور په یاد شی

  9. په دی خلکو کښی نور غله نشته ټولو ته د قهرمانی لقب ورکړای شوو او د پښتنو په سر یی را کښینول اوس نو د ا منهوس غل چی د افغانستان لپاره یو لوی شرم وو او دوی غواړی دد ی نورو غلو په څیر ورباندی تپی ونیسی او وروسته بیا موردګاو خانی پکښی جوړی کړی دوی د د سقاو غل زوی له سردار داود خان سره نه برابروی د سردار د ؟؟؟؟؟؟؟ ویښتو ته هم نسی رسیدلای . د سقاو د زوی پر سر هم دوی له کومه هیواده پیسی اخیستی تر څو بیا یو جنجال جوړ کړی خو زه که ددولت پر ځای وای د مزاری غوندی می په مرداری کښی سوځولو ددی خاینیونو جزا داده چی باید په ښو درنو مراسمو کښی بیا په مړونی د اعدام سزا ورکړی سی او هم د خیانت اسناد ورته لاسلیک شی اوس نو رهزن هم مراسم غواړی شرمیږی هم نه

  10. کار نداری بز بخر !این جا هلان فطرتی دیګر کار نداشت که وخت را بلای خرافات ضایع میکند وسقو به داود خان مقایسه میکند
    ای جا هلان فطرتی اینده را فکر کن در سدد پیشرفت وانکشاف باش .

  11. دا قهرمان تر اوسه پورې چېرته و؟دا د شمال ټلوالې بله بهانه ده چې پيدا کړې یې ده که نه نو داسې قطاع الطریق او ولدزنا چې
    دکوهدامن شریف خلک وایي چې باید ددې رهزن له نامه سره د کوهدامن نوم یاد نه شي او دوی اوس ترینه قهرمان او مجاهد جوړوی

  12. دا خلق یوازې او یوازې ما جرا جویی کوي یو جا سوس یې اتل اوس دا بل د انګریزانو جا س او غله ته هم قهر ما ني غواړي که چیرې دا نا دوده عملي شي زه په پښتنو غږ کوم چې نور دې له دې هیواده چې نوم یې افغا نستان دۍ کډې بار کړي، ځکه تر دې زیات ذلت نور نشته .

  13. دا حیوان صفته خلک چې تل یې په هیواد کې دنورو ګتې تمثیل کړي او د ریموټی ګوډیانو په څیر یې مدام د بل ډول ته نڅا کړې ده غواړي په دې کړنو سره د نقاق او شقاق اور ته لمن ووهي. او خپل حهنمي استخبارتي باداران خوشال کړي. ر

  14. ای خورورو ملګرو ای همفکرو همسنګرو
    سره یوشۍ وخت دننګ دی ، دخطر وروستنی زنګ دی

  15. The looter who was looting the people on the roads and he had a gang of criminals, now fewer people who have the same mentality want him to be buried through official ceremony which is not acceptable, you go and make survey how much public support him.

  16. حبیب اله بچه سقو عینناً مانند رباني بود۰ هردوی اینها نوکران انګلیس وامریکا بودند۰ ازدست بچه سقو و جنګجویان هشت ګانه سال ۱۳۷۱ شهر کابل، مردم زنان ودختران و حتی پسران خورد سال وجوانک شانرا در تهکوی پنهان میکردند۰ اینها بودند که باعث کشتارو بدبختی میلیونها مردم افغان شدند۰ اما پروردګارحق ترازوی عدالت را بدست دارد، وهمه دیدند که بچه سقو و رباني به چی وضعتی کشته شدند (ای کشته کي را کشتي تا کشته شدی باز) ۰وقتی بچه سقو کشته شد مردم شهرکابل از خوشحالی برایش میسرودند که: (شمالک میزند به برګ پالک «« حبیب اله بچه مرګت مبارک ــــ شمالک میزند به برګ شالي«« چی قتلای میکنه دزد شمالی)۰
    حال شما قضاوت کنید که اګر بچه سقو آدم خوب میبود، چرا کسی برایش شهید خطاب نکرد که مرګش را مبارک باد میګـفـت۰ همیشان دزد بودند مانند دزدان فعلي که سابق کهنه زریکو بودند وحال شدند آقایان بلند ګو که پائین شدن از کوه۰
    وقتی سقوپرستان صدای شانرا تا لندن وآمریکا به ضد افغانها بلند میکنند، اینجا هیچ حرف از تعصب دیده نمیشود۰ اما وقتی یک افغان بیچاره به ضد خاینن اجنبی پرست دهن بازکند، متعصب ګفته می شود۰ واه واه قربان شوم خدا را ــ یک بام ودو هوا را۰

ځواب ورکول روح الله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *