زما هغه ورځ په یاد ده چې د پاملرنې نړیوالې موسسې څخه د سټډیوم میدان ته ننوتلم چې د انسانانو لاسونه پرې شويدي، دانسانانو په ککریو لوبې کېدلي او پرته له دري ګونو محاکمو څخه د څو تنو په فتوا زموږ خویندې سنګسار کېدلې. همدارنګه د مخابراتو وزارت مخ ته به یوه ټلفون ته چې پاکستانی کوډ یې درلود افغانان کتار ولاړ ول ترڅو نوبت ور ورسېږي او پېښور یا بهر ته زنګ ووهئ. زما هغه ورځ هم په یاد ده چې د لویې پکتیا او یا لوی کندهار مشران او اوسېدونکې به چې کابل ته راتلل نو د پولیسیو له خوا به په پښتو ویلو او پټکی تړلو ورسره د مجرم په څېر چلند کېده او پټکي به یې له سر څخه ولوېده او ورپسي څکېده به. نن مې چې دجلالتمآب ولسمشرحامد کرزي له دولتي مامورینو سره د خدای په آمانې وینا د ملي ټلویزیون له لارې اورېدله. په دې جریان کې زما مور او مېرمن هم راسره ناست ول او دا غونډه یې کتله. تاسو باور وکړئ چې د دواړو له سترګو اوښکې رواني وي. دا چې ښاغلی کرزی څومره بریالی وو او څومره نه وو دا به راتلونکو بې طرفه مورخینو ته پرېږدو چې ورباندې قضاوت وکړي. اما هغه څه چې د یوه ولسمشر په توګه یې موږ ټولو ته په مېراث پرېښودل هغه دده پراخه غېږ او سېنه چې هم یې د هر قوم، ژبي، ایډیالوژي، حزب او ډلې وګړي له ټولو توپېرونو او تربګنیو سره سره د یوه دولت تر سیورې لاندې په یوه ټغر په داسې حالاتو کې راټول کړل چې د کلونو کلونو بدي یې سره لرلي، نېږدې ګاونډیانو، ځینو بهرنيو او داخلي استخباراتي کړيو او پر هغوی پورې تړلو داخلي حلقو یې د سوری سوری او ټوټه ټوټه کولو اراده او پلان درلود.

د واک ته رسېدلو سوله اییز لېږد بنستګر داسې یو دود یې پرېښودلو چې نور به واک د کارتوس له لارې نه بلکې د کارت له لارې او د ولس د ارادې پر بنسټ لاسته راوړل کېږي.

دښاغلي ولسمشر کرزی برخلاف د هغو ایډیالو ښې او کین اړخونو او ګوندونو چې له عادي ماموریت څخه نېولې تر وزارت پورې یې د یو او بل په ستونې بالښتونه کېښودل، ترور یې کړل، حذف یې کړل، دسیسې یې ورته جوړې کړي، داسې یې ورک کړل چې قبرونه یې نه دي معلوم او … اما نوموړې د هر یوه درناوی وکړ او ددرناوی سیاسي کلتور یې دود کړ.

هغه حالتونه چې نه په کابل نه پېښور کې به چا د یوه مشر او رهبر پر خلاف د خپل درد تش(آه) نه شوای څرګندولای، اما دلته هرچا په هره وسیله، هره ژبه، هره لار نه داچې د خپلو فکرونو او نیوکو اظهار وکړ، بلکې ولسمشر یې توهین او تحقیر کړ، ویې ښکنځلو، انځورونه یې را وغورځول، د بدنامي هڅې یې وکړي، اما نوموړي د ملي ګټو په خاطر شخصي انتقام وانه خیست، بلکې برعکس لایې و نازول، مقامونه یې ورکړل او لاس یې پرې را تېر کړ.

هغه ریاست جمهوري چې تخت سلیمان ورڅخه جوړ وو، هغه یې د ملت په تخت بدل کړ او دا یې د هغه چا حق وګڼلو چې ولس پرې باور وکړ.

هغه ولسمشر چې دده هر موقف یې دده لخوا د سازشکارانه تیوريو پر بنسټ مکر او چل ګڼلو، ارګ نه پرېږدي، موقته اداره جوړوي، د نخبه ګانو شورا جوړوي، ټاکني نه کوي ټولې فرضیي یې غلطي ثابتي کړي او دا یې ټولو ته وښودله چې واک تر مرګه نه وي او میراثي نه ده. ولسواکۍ کې عزت ده، نه په زورواکۍ کې.

نوموړې د افغانستان څلورو لسیزو ناخوالو ته په کتلو سره د ګڼو خواوو د حذف پر ځای د ((Integration policy) یا منلو او زغملو سیاست غوره کړ. البته دلته تر دې نیوکې لاندې دی چې له اولې ورځې څخه یې باید دیکتاتورانه چلند او د ټولو نړیوالو په ملاتړ یې سمدلاسه قانون پلی کړی وای. ولي دا به وروسته ثابتېږي چې آیا ټول نړیوال د افغانستان په اړه یوه خوله ول او که هر یوه یې بېله اجندا درلوده؟ آیا ټولو غوښتل چې قاتلین او مجرمین محاکمه کړي او که یې د فشار د وسیلې په توګه په نظام کې ځای پر ځای کړي وو؟ په دې اړه د ۲۰۱۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې بېرونې فشارونه او ګټلی نوماند دې ته مجبورول چې یو سیاسي توافق وکړي او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مشرتابه له خوا د پایلو له بشپړ اعلان ډډه تر یوه برېده د ښاغلي کرزی د دریځ پر حقانیت دلالت کوي . هغه یو ضرب المثل دی چې جوانان در آینه بینند، پیران در خشت خام.

سره له دې چې وسله والو نه دا چې د نوموړې یوې غوښتنې ته هم مثبت ځواب ونه ویلو، بلکې تل یي پر جګړه ټینګار کړی او وژنو ته یې دوام ورکړي، اما ولسمشر کرزی په دې پوهه وو چې دوي د جګړي اصلي خواوې نه دي او د وسیلې په توګه د نیابتې جګړي نا خبره جنګیالې دي.

نوموړې تل د ملي ارزښتونو، تاریخي ویاړونو او ملي ګټو څخه ددفاع اراده درلوده اما د بهرني سیاست په اړه یې ټول ملت په یوه خوله نه دی. له امریکا سره وروستنی امنیتی تړون د ولس او نوموړې ترمنځ دا ټکی جوتوی چې باید په بهرنۍ سیاست کې یې ژور فکر کړی وای.

په ۱۳ کلنه دوره کې یې په مختلفو ډګرونو کې رهبران وروزل او یا یې ورته زمینه برابره کړه او نن ډېری داسې ځوانان شته چې د دوکتورا تر کچې پورې یې زده کړي کړیدي او په انساني ځواک پانګه اچونه یې تر ټولو لویه لاسته راوړنه ده.

په ډېر تدریجي او دور اندیشي سره یې د دودیزو جوړښتونو او لوبغاړو لکه جومات، حجره او مکتب او معاصرو جوړښتونو ترمنځ یو امتزاج رامنځته کړ ترڅو ددې جوړښتونو ترمنځ د تصادم پر ځای تفاهم او یو او بل پېژندنه رامنځته کړي. البته هغه څه چې هم اسلام، هم انسانیت، هم افغانیت او هم قانون اجازه ورکړې وه چې د مظلوم اکثریت د محرومیت د منځه وړلو، عملي دفاع او په نظام کې د هغوی داسې شاملول چې دا تشه ډکه کړي، پرېنښودل شو او یا یې و نشوای کړای. سره له دې چې پر ولسمشر کرزی د نوموړي نازولو د پښتون پرستي، قوم پرستي او قبیله پالنې ټاپه لګوله، اما برعکس نور قومونو ته ډېره موکه ورکړای شوه. نن مې چې د نوموړې د ۱۳ کلنې دورې لاسته راوړنو ته کتل هماغه په سټدیوم کې پرېکړي ککري او لاسونه مې نیغ سترګو ته ودرېده چې د ککریو د پریکولو پر ځای په کې د فوټبال توپ وهل کېږي او کتونکې ورڅخه خوند اخلي او هماغه پټکی چې د کابل په زړه کې سپک ګڼل کېده نن په ارګ د محترم قانوني صاحب په سر د عزت د نښې په توګه تړل کېږي.

4 thoughts on “د ولسمشر کرزي دوره: له ککرۍ پرېکولو تر فوټباله!!/ محمد حلیم فدایي”
  1. یره وروره داسی د بدبختی تخم یی کرلی چه په پیړیو پیړیو به دا حل نه شی مثال، زه ځنګه ملی خاین په ملی اتل ومنم زه ځنګه د مارشال پوهنتون نوم قبول کړم زه ځنګه د کابل بانک چور توجئه کړم زه ځنګه دا وحشت چه نن په کلی والو سیمو دی دا توجئه کړم، زه ځنګه دا مسخره انتخابات قبول ګړم،زه ځنګه دا فساد توجئه کړم،زه ځنګه دا د ځمکو چور توجئه کړم…………….او بلاخره دا د پاکستان تجاوزوګوره- ای هی افسوس صد افسوس د کرزی په حا ل.

  2. Salam Alikum Mr. Wardak,
    Remember that Mr. Karzai is an individual. He built the cornerstone of a modern state, order and governance. Mr. Karzai’s establishments will grow. It is more likely that its ideal value will be realized for generations to come.
    I agree with your criticism, however, you should use some kind of critical thinking to analyze the complexity of Afghan National and International affairs. Afghanistan is a dependent, fragile and unpredictable country. It is very hard for anyone to do more than what Mr. Karzai was able to manoeuvre. Now, it is time for people with expertise to advance the ideal objectives and move on.
    If you feel that you can take this load, I feel there is no barrier in your way. You can always change, tailore, innovate or renew anything that is not right according you, but the only thing you can use is legal means. These artificial leaders will have no place in the future only if we further promote meritocracy and democracy…
    Thank Mr. Fidayee for nice words for Kaka Karzai….

  3. Salam Alikum Mr. Wardak,
    Remember that Mr. Karzai is an individual. He built the cornerstone of a modern state and governance. Mr. Karzai’s establishments will grow. It is more likely that its ideal value will be realized for generations to come.
    I agree with your criticism, however, you should use some kind of critical thinking to analyze the complexity of Afghan National and International affairs. Afghanistan is a dependent, fragile and unpredictable country. It is very hard for anyone to do more than what Mr. Karzai was able to manoeuvre. Now, it is time for people with expertise to advance the ideal objectives and move on.
    If you feel that you can take this load, I feel there is no barrier in your way. You can always change, tailore, innovate or renew anything that is not right according you, but the only thing you can use is legal means. These artificial leaders will have no place in the future only if we further promote meritocracy and democracy…
    Thank Mr. Fidayee for nice words for Kaka Karzai….

  4. سلام ټولودرنواوپه هیوادمینوریښتینی کسانوته!دادافسوس ځای دی چی نن هرکس غواړی سپین چرګ وښی حلیم فدایی هم غواړی ره دهیوادپه روانوچاروخپل نظرڅرګندکړی چی دادته دشرم اوخجالت خبره ده.زه دپاک رب په ذات قسم یادوم چی کله ددوردګوولایت والی شولومړی خوددبیګااوسبانه درلودل نن له دڅخه یوشتمن کس جوړشوی.بل داچی داسی دبدبختی تخم یی په نرخ ولسوالی ،مرکزاوجلریزکی وشینده چی داټولی وژنی اوورانی چی نن په یادوسیموکی ترسره کیږی پړه یی دده په غاړه ده هغه ځکه چی فدایی خپله هم پوهیږی چی بهاری دروغ نه دلیکلی اولږدوجدان څخه هم ټپوس وکړی چی داریښتیاده که نه؟اوس نوبس دی ځان ددخلکوپه وینوموړکړنورنولږله الله څخه وشرمیږه کرارکینه اوتوبه وباسه په مننی.(بهاری)

ځواب ورکول Mullah Habibullah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *