خبریال: بشیرالحق عادل- لاريون والو چې د اسلام او افغان کلمو په ننګه يې بېلابېل شعارونه ورکول، له ولسمشر يې وغوښتل کې په برېښنايي پېژندپاڼو کې اسلاميت او افغانيت ته ځای ورنه کړي، نو نه يوازې دا چې تذکرې به وانخلي بلکې خپلو لاريونونه به روان وساتي.
دغه پراخ لاريون چې سلګونه خلکو ګډون پکې کړی و، د لښکرګاه د سولې له څلورلارې پيل شو او لاريون کوونکي د ولايت تر دروازې ولاړل.
لاريون والو په يوه خوله په برېښنايي پېژندپاڼو کې د «اسلام» او «افغان» کلمو د ځايولو غوښتنه کوله او شعارونه ورکول چې بې هويته پېژندپاڼې به وانخلي.
د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد چې د دغه لاريون له سنبالوونکو و، رسنيو ته وويل: که ولسمشر د ولس غوښتنه ونه مني او په تذکره کې د اسلام سپېڅلي دين او هويت ته ځای ورنه کړي، نو دوی به خپل لاريونونه وغځوي.
همدرد وويل، تر دې وروسته به د هلمند ټول ولسونه راپاڅيږي او د خپل دين او هويت په ملاتړ به غږ پورته کړي.
نوموړي وويل: «دا د يو قوم او شخصي موضوع نه ده، دا ملي مسله ده او ټول افغانان يې غوښتونکي دي.»
دغه لاريون چې د هلمند مدني ټولنې په مشرۍ دغلته د بېلابېلو بسنټونو لخوا سنبالېده، استازو يې په نويو برېښنايي تذکرو کې د «اسلام» او «افغان» پر کلمو ټينګار وکړ.
هلمند کې د افغان ملت، افغان تحريک ګوندونو او انصاف مدني ټولنې مسؤلينو وويل، که په نويو برېښنايي پېژندپاڼو کې د اسلام سپېڅلي دين، او افغان پېژندنې ته ځای ورنه کړل شي، نو نه يوازې دا چې ولسونه به تذکرې وانخلي، بلکې خپلو لاريونونو ته به دوام ورکړي.
دغه پراخ لاريون چې دوه ساعته وغځېده، په پای کې د لاريون د سنبالوونکو لخوا يو درې ماده ييز پرېکړه ليک هم صادر شو چې له ولسمشره پکې ټينګه او جدي غوښتنه شوې وه چې په ديني او ملي مسايلو دې خاورې نه اړوي.
د نويو برېښنايي پېژندپاڼو په وړاندې د افغان ولس وروسته له هغه پراخ غبرګونونه راپاورېدل چې ويل کيږي، د «اسلام» او «افغان» کلمې پکې نه ليکل کيږي.
د اسلاميت او افغانيت په ملاتړ دا يوه اونۍ کيږي چې په ټول هېواد کې پراخ ولسي لاريونونه روان دي چې پيل يې له لويې پکتيا وشو او دا دی تر هلمند راورسېد.
پرون په جلال اباد او وړمه ورځ په کابل کې زرګونو خلکو په تذکرو کې د افغان او اسلام د کلمو د ځاییدو په حق کې لاریونونه کړي وو.
زنده باد