تاند- سلګونو کسانو له پرون راهیسې د کابل – کندهار لویه لار په غزني ولایت کې د ملکي وګړو د وژل کېدو په اعتراض کې بنده کړې ده.

اعتراض کوونکي، چې د غزني په وزیر قوم پورې تړاو لري، وايي چې د جمعې په شپه وسله والو کسانو، چې د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو یونیفورم یې اغوستی و، د قره باغ ولسوالي په شېراباد کلي کې د دوی پر کورونو یرغل وکړ؛ دوه ملکیان یې ووژل، دوې ښځې یې ټپیانې کړې او دوه تنه نور یې وتښتول.

ویل کېږي چې په سیمه کې هزاره ګانو، چې په ملي او امنیتي ځواکونو کې یې شمېر زیات دی، له دولتي امکاناتو په استفادې د وزیرو پر کورونو یرغل کړی دی.

تر دې وړاندې هزاره ګانو د دې سیمې پر اوسېدونکو اوبه بندې کړې وې چې لا هم بندې دي او له دې درکه وزیرو ته د ملیونونو افغانیو زیان اوښتی دی.

اعتراض کوونکو حکومت ته خبرداری وکړ چې حمله کوونکي د عدالت منګولو ته وسپاري او کنې قوم به په خپله اقدام وکړي.

د غزني چارواکو له مظاهره چیانو غوښتي چې لاره پرانیزي او دوی به د پېښې په اړه تحقیقات وکړي.

د وروستیو راپورونو له مخې د غزني د ولایتي ادارې مسوولان له مظاهره چیانو سره په خبرو بوخت دي چې لاره پرانیزي او هغوی ته د حمله کوونکو د محاکمه کولو په اړه ژمنه ورکړي.

2 thoughts on “سلګونو اعتراض کوونکو د کابل- کندهار لار بنده کړې”
  1. وه خلکو! زه یې نه وینم، تاسو وګورئ مظاهرچیانو منځ کې خو به پرو پیسواحدي، اچي قدیر، لالی،ایوبي همایون، نبیل حتمآ اول صپ کې ولاړ وي، څوک چې د خلکو له غمه ان ترکندهاره تلای شي، پیریانو ته غزنی څه شی دی. دوی خو د پښتنو له غمه په یخ ژمي هم کباب وي. ګورئ، که دلته نه وي حتما به یې کابل کې ښه لوی مارش جوړ کړی وي، فکر به یې کړی وي چې غزنی کافی نه دی، رازئ، پایتخت کې هم باید غږپورکړو، دوی خو سیاسي ککرې دي پوهیږي چې پایتخت کې رسنۍ و مایکونه و کامرې ډېرې دي، غږ زر نورو ته رسیږي. که دا کار یې هم نه وي کړی، نو لطفا یې پوښتنه وکړئ چې نن په څه مصروپه دي، ډایریږم خدای مه کړه… په ژوند څه ایتیبار دی

  2. ! دغزني د وزیر قوم ښاغلو ورونو السلام علیکم

    ګرانو ورونو لاری مه بندوی، او نه د حکومت څخه دکمک او مرستی غوښتنه وکړی، ځکه حکومت دومره عاجز دی چه خپل یو والی نشی لری کولی نو ستاسو سره به څه کمک وکړی.

    که دښمن مو پیژندلی وی نو خپله اقدام وکړی، په چغو او نارو ستونزه نه حل کیږی.

ځواب ورکول عبداله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *