تاند- د کندوز سلګونه ویرجن اوسېدونکي نن /جمعه/ له ښاره دباندې راټول شول چې د امریکايي الوتکو د پنجشنبې د شپې د بې رحمانه بمبارۍ په نتیجه کې د شاوخوا ۳۶ تنو ملکیانو جنازې خاورو ته وسپاري.

د کندوز ښار له مرکزه ۵ کیلومتره لېري په بوز کندهاري (بز کندهاري) کلي کې خلکو په داسي حال کې د ماشومانو، ښځو او ځوانانو جنازې خاورو ته وسپارلې چې په څېرو کې یې غم او غوسه له ورایه ښکارېده.

د بوز کندهاري یوه اوسېدونکي مولوي حاجي الله داد رویټرز خبري اژانس ته وویل«زما ورور او ۳ ماشومان یې ووژل شول. زما ورور له هیڅ ډلې سره هیڅ راز ارتباط نه درلود، یو کارګر و.»

ده همداراز وویل«تاسو دا ماشومان وینئ چې د امریکایانو له لوري وژل شوي، ایا دا تروریستان دي؟ موږ به له امریکایانو او حکومته د خپلو وژل شویو کسانو بدل واخلو.»

حکومت ادعا کوي چې وسله والو طالبانو د بوز کندهاري د سیمې د خلکو له کورونو د سپر په توګه کار اخیستی و او د همدې سیمې په جګړه کې دوه امریکايي سلاکاران او څلور خاص افغان ځواکونه ووژل شول.

د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت د تل په شان ویلي چې د عملیاتو په لړ کې د ملکیانو د وژل کېدو په اړه تحقیقات کوي.

وسله والو طالبانو یوه میاشت مخکې د دوهم ځل لپاره د کندوز ښار ډېرې برخې ونیولې، وروسته د امنیتي ځواکونو له لوري له ښاره وایستل شول مګر لا هم د ښار په شاوخوا کې طالبان موجود دي.

One thought on “سلګونو غمجنو اوغوسه خلکو په کندوز کې د لسګونو ملکیانو جنازې خاورو ته وسپارلې”
  1. دكلي خلك بايد خپل امنيت په خپله وساتي نه حكومت ته ضرورت شته او نه طالب ته كه هر څوك دوسلي سره كلي ته در داخل شو په سري اولي نه به څوك ستاسو ماشومان وژني يو موټي شي او دواړته اخطار وركي بزدله مه اوسي ‎

ځواب ورکول محمد حليم قريشي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *