تاند، یکشنبه، د جدي ۱۵مه: طالبانو د سمنګان په دره صوف پایین ولسوالۍ کې دوه ملکي کسان د دوی د مخالفت له امله وژلي دي.

د سمنګان د امنیه قومندانۍ ویاند منیر رحیمي تاند ته پېښه تایید کړه او زیاته یې کړه چې طالبانو د دره صوف پایین په چپچل سیمه کې واده ته روان دوه ملکیان په ډزو وژلي دي.

نوموړی وايي، دغو دوه کسانو تر دې وړاندې د طالبانو له ځینو وسله والو سره مخالفت او لفظي شخړه یا لانجه کړې وه.

بلخوا طالبانو په دې تړاو لا څه نه دي ویلي، خو دغه ډله په دې وروستیو کې د سمنګان په ګڼو سیمو کې فعاله شوې ده.

One thought on “سمنګان: طالبانو واده ته روان دوه ملکیان وژلي دي”
  1. والي: طالبان ښایسته نجوني په جبر ځان ته نکاح کوي

    د جوزجان چارواکو هغه ګنګوسي تاید کړي چې ګواکي دغلته یاغی طالبان ښایسته او دنګې نجوني په زور ځان ته نکاح کوي.

    په دغه برخه کې د هغوي خوښي او د کورنۍ رضایت ته هم نه کتل کیږي.

    د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې یوې سرچینې وویل چې طالب وسله والو خپلو مجردو جنګیالو ته دا اجازه ورکړي چې ښایسته، پيغلي او دنګې نجوني په جبر ځان ته په نکاح کړي.

    مردیان‌، درزاب او منګجیک ولسوالۍ هغه سیمي دي چې پکې طالبانو په دغه کار لاس پوري کړی دی.

    د سرچيني په خبره دا سلسله وروسته تر هغه پیل شوه چې هغه قوماندان یوه پیغله نجلۍ په جبر د ځآن په نکاح کړه، کوم چې مطیع الله نومیږي او د طالبانو مشري کوي.

    د سیمي خلک وايي چې مطیع الله د پاکستان د پوځ متقاعد افسر او په خټه پاکستانی دی.

    هغه په درز آب کې دغه نجلۍ ځان ته په نکاح کړي ده.

    د درزآب خلک وايي چې له مطیع الله وروسته ګڼ شمیر طالبانو ښایسته اودنګې نجوني ځانونو ته په جبر په نکاح کړي دي.

    د دوی په وینا، طالب وسله‌وال په دې وروستیو کې د باج‌اخیستو ترڅنګ، ښایسته نجونې په زوره د دغې ډلې وسله‌والو ته نکاح کوي.

    د درازب ولسوالي اوسېدونکي زیاتوي، که حکومت ژر تر ژره په دغې ولسوالي کې عملیات ونه کړي، درزاب به په شمال کې د طالبانو پر سترې اډې بدل شي.

    د درزاب ولسوالي اوسېدونکي عبدالغفور او رحمت‌الله وايي، طالبانو د دغې ولسوالي پر اوسېدونکیو ژوند تریخ کړی، په زوره ترې کلنګ غواړي او هر څه یې چې زړه غواړي، هماغه پر خلکو پلي کوي.

    دوی له حکومت، په تېره امنیتي او دفاعي ځواکونو غواړي چې ژر تر ژره په یاده ولسوالي کې د طالبانو پر وړاندې عملیات وکړي او له دې شره یې خلاص کړي.

    په همدې حال کې د منګجیک او خم‌اب ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکيو هم ويلي، سره له دې چې طالبان د یادو سیمو ښایسته نجونې د دغې ډلې وسله‌والو ته نکاح کوي، پیسې یې هم پر خپلو نظامي تجهیزاتو لګوي.

    د جوزجان د والي ویاند عبدالمعروف اذر د دغې موضوع د تایید ترڅنګ رسنیو ته ويلي، طالبانو په مردیان‌، درزاب او منګجیک ولسوالیو کې ښایسته نجونې خپلو وسله‌والو ته نکاح کړې دي.

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *