مولانا سمیع الحق

تاند- د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند او د «دفاع پاکستان شورا» مشر مولانا سمیع الحق وايي، د ده کسان په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکوي او د پاکستان پوځ باید د حقاني شبکه د پاکستان له خاورې ونه باسي.

سمیع الحق په زغرده وویل چې د ده د ګوند او د ده تر مشرۍ لاندې په دفاع پاکستان شورا کې د شاملو ډلو غړي په افغانستان کې جنګېږي.

ویل کېږي چې «دفاع پاکستان کونسل» د پاکستان د پوځ او استخباراتو له لوري په افغانستان او هند کې د پاکستان د پوځي ګټو د دفاع او په پاکستان کې دننه پر ملکي حکومتونو د فشار راوړلو لپاره جوړه شوې ده.

د پاکستان د دفاع شورا له ۴۰ مذهبي ډلو او ګوندونو جوړه ده چې اکثره یې د امریکا په تور لېست کې شامل دي.

د دغو ډلو ځینې د پاکستان د حکومت له لوري هم د خورا زیات افراط له کبله ممنوع اعلان شوي دي.

وروسته له دې چې د امریکا ولسمشر وویل چې تروریستان د پاکستان په خاوره کې پناهځایونه لري او پاکستان باید د حقاني شبکې او طالبانو پر ضد اقدام وکړي، د پاکستان پوځ او حکومت وویل چې په خاوره کې یې تروریستان پناهځایونه نه لري.

خو مولانا سمیع الحق د پاکستان له پوځه وغوښتل چې په پاکستان کې د حقاني شبکې پر ضد د امریکا په خوله اقدام ونه کړي.

مولانا سمیع الحق له فضل الرحمان خلیل (د یوې سختدریځې جهادي ډلې مشر) او د پاکستان د پخواني دیکتاتور ضیا الحق له زوی اعجاز الحق سره په یوه ګډه خبري غونډه کې د ډانلډ ټرمپ د څرګندونو په ځواب کې وویل دا ممکنه نه ده چې د پاکستان پوځ د حقاني شبکې پر ضد اقدام وکړي.

ده همداراز وویل، امریکا په سیمه کې د امنیت په لټه کې نه ده او دی له خلکو غواړي چې په افغانستان کې د امریکا پر ضد جهاد وکړي.

سمیع الحق وویل د ده تر مشرۍ لاندې ډلې په افغانستان کې له امریکايي پوځیانو سره په جګړه کې برخه لري.

4 thoughts on “سمیع الحق وايي، د پاکستان پوځ باید د حقاني شبکې پر ضد اقدام ونه کړي”
  1. که اوس هم امریکا نه پوهیږي اواقدام نه کوی او پاکستان زمری څخه ګیدړ نه جوړوی نو نور له امریکه سره جهاد په کار دی

  2. سميع الحق د پاکستاني اسلام غم نيولي دي او زمونږ ملايان يي هم په پنجو کي نيولي دي .دا د حقانيه مدرسو مشر دي او په مدرسو کي يي فوذي تعليمات تر سره کيږي اودا ورته ښودل کيږي چه په پاکستان کي که څوک پر لمانځه هم نه پوهيږي پروا نه کوي خو د افغانستان په مسجدړنو کي هم جهاد روا دي

  3. دا حرموني ولى له حقاني شبكي نه داسي دفاع كوي؟ أو پاكستاني حرموني استخبارات وايي چى ددوى په خاوره كى د أفغانستان دشمنان أو ترورستان نشته. خداى خو مو وشرموه. خداي مو له افغانستانه هم بدتر حالت په تاسو راولي أو الله پاك دى تاسو له خيره وشرموي

  4. ددی سړی والله که سړی نوم اخیستی شی څکه ډیر سپیڅلی نوم یی پری ایښی دی خو زه دومره وایم چی ددی
    سړی اصل او نسل بررسی کړی دا نګریز دی او ددی کورنی د انګرایزانو پاتی شونی ده او الله تعالی دا بیځایه عالم دوزخ ته واستوی ټول د پښتنو بچیان همدی حرامی داوړو خواوو ته مړه کړل

ځواب ورکول ببرک ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *