تاند – امریکایي سناتور کار لیون  د  جولای په ۶ یعنی د یکشنبې په ورځ  په کابل کې د افغانستان د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو سره وکتل او بیا یې د امریکا په سفارت کې مازدیګر مهال خبریالانو ته وویل چې د دوشنبه په ورځ به یا ابتدایي رایي د انتخاباتو خپلواک کمیسیون اعلان کړي او یا به هم قسمي پایلي اعلان شي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د تیرې چهارشنبه په ورځ د ابتدایي نتیجو اعلان وځنډاوه او اعلان یې وکړ چې د ۱۹۳۰ محلونو رایي بیا له سره شمیرې چې له دې کبله به ابتدایي نتیجې د جولای په اوومه اعلان کړي. همدغه کمیسیون تر دې مخکې قسمي پایلي ځنډولې وې چې بیا اعلان نه شوې.

د یکشنبه په ورځ د اصلاحاتو او همپالني د انتخاباتي ټیم مشرانو خبرداری ورکړ چې د دوي په وینا د پاکو او ناپاکو راییو تر بیلتون مخکې د نتیجو اعلان به خطرناکه عواقب ولری. عبدالله عبدالله چې په خبرې غونډې کې خبرې کولې ولسمشر کرزی او د هغه والیان  تورن کړل چې په انتخاباتو کې یې درغلیو ته لاره هواره کړې ده. عبدالله خبرداری ورکړ که نتیجې اعلان شي مسوولیت به یې بیا د دوی پر غاړه نه وي. د عبدالله د ټیم بل غړي امرالله صالح هم په خپل فیسبوک پاڼه کې ورته خبرداری ورکړی او د بلخ د والي عطا محمد نور په وینا هم د ګواښونو خبرونه خپاره شوې دي. د ولسمشر کرزي لومړي مرستیال یونس قانوني هم اندیښنه ښوولې ده.

امریکایي سناتور لیون بیا په کابل کې وویل چې دواړو کاندیدانو ده ته ډاډ ورکړی دی چې د انتخاباتو نتیجې به ومني. سناتور لیون وویل، که چیرته د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ابتدایي نتیجې اعلان نه کړي او قسمي نتیجې اعلان کړي، علت به یې دقت او بیا تفتیش وي.

سناتور لیون بیا وویل چې امریکا د افغانستان په انتخاباتو کې هیڅ ډول لاسوهنه نه ده کړې او نه یې هم کوي.

دا په څو ورځو کې دوهم ځل دی چې امریکایي سناتوران له کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره ګوري. تر سناتور لیون مخکې سناتور جان مککین او سناتور ګراهام په کابل کې له دواړو کاندیدانو سره کتلي وو او په هغه کتنه کې هم افغان کاندیدانو دا خبره کړې وه چې پاکي رایي دې له ناپاکو بیلې شي.

0 thoughts on “سناتور لیون: که ابتدایي پایلي اعلان نه شوې په دوشنبه به قسمي پایلي اعلان شي”
  1. ډیره د افسوس خبره ده چی زمونږ افغانانو په مینځ کی دغه سور مخی او شین سترګی منافقان ،شیطانان،او یهودیان فیصلی کوی دغه د انتخاباتو ستونزی ته دغه بهرنی شیطانان نور هم پوکی ورکوی تر څو دغه مشکل نور هم زیات شی نه کم.او زمونږ مشران بیا هم نه پوهیږی.

    تر څو راغونډ په یو ټغر یی نه کړم
    هری تپی ته به جرګو سره ځم

  2. The recent Afghan presidential election and run off were fraudulent with widespread corruption in the election process. It is just an unacceptable sham. The United States has interfered in Afghanistan’s election and internal affairs these past thirteen years. Both runoff candidates Abdullah Abdullah and Ashraf Ghani are on the U.S. payroll. These candidates were selected by the U.S. to run to replace the puppet Karzai. Ghani represents the minority of Afghans, the Pashtun nationalists and communists (Khalq party). Whereas, Abdullah Abdullah represents the minority Tajik nationalists. Unfortunately, the majority of Afghans, who are Muslims and not war profiteers, are not represented by these selected candidates. Unfortunately, the foreign invaders are not allowing the Afghan Muslims, who are the majority, to choose their president.

    I believe the United States’ interference in Afghanistan’s election is obvious. Presently, U.S. Senators such as John McCain, Carl Levin, and Lindsey Graham are in Afghanistan causing more problems and more division amongst Afghans. I believe these war profiteering senators are interfering in the election process by twisting Afghan arms to tell the Afghans, who is going to replace Karzai. Americans would not allow other countries to interfere in the selection of presidential candidates and elections. Do other countries allow foreign senators and officials to interfere in their process to decide their next president? I do not think so. This is not democracy. This is simply imperialism and divide and conquer tactics of the CIA at work.

    Numerous times, in letters, meetings and phone calls, I informed U.S. State Department and UNAMA officials, my U.S. Senator and others that in order to achieve peace and unity Afghans must be allowed to decide the future of their country without foreign interference and foreign money used to control and divide Afghans.

    Unfortunately, the majority of Afghans have to suffer again because of the games of superpowers. History has shown that Afghans do not accept puppet leaders, who are selected and controlled by foreigners. Sadly, Ghani and Abdullah are just the new puppets in the superpowers game.

    Sincerely,

    Abdul Kadir Mohmand

  3. دیره د افسوس خبره داده چی مونز او یا خارجی همکاران د دموکراسی خبری کوو او یا بدی خبل حانونه مصروفوو چی د هغو داکوگانو / داره مارانو/ او توبکمارانو سره چی هیخ انسانیت بشریت اسلامیت قانونیت او ولسی هود نه بیزنی بیا هم مونز ورسره به همدی زبو خبری کوو ددوی سره یوازی بخوانی تیره توره او ددوی وحشی مغزیان چلیزی دولس هوصله نور به ختمیدو ده دوی ته به ولس ددوی به زبه جواب ووایی او دوی به وروسته بوه شی او خبل دگناهونوجبران به خبل معصوم ولس ته به تیت سر اوتور مخ بیان کری .اله دی دوی ته مخکی لدی چی ددوی مغزیان به ولسی تیره توره بری شی هدایت وکری

ځواب ورکول MUSLIM KHAN ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *