تاند – دو امریکایي سناتورانو د جمعې په ورځ د افغانستان د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو وغوښتل چې د انتخاباتو هغه نتیجې چې په دقت شمیرل شوې وي ومني او نور دغه سیاسي په ټپه ولاړ حالت پای ته ورسوي.

سناتور جان مککین او لیندسي ګراهام چې دواړه د سنا د پوځي خدماتو د کمیټې غړي هم دي، د پنجشنبه په ورځ له اشرف غني احمدزي او بیا عبدالله عبدالله سره خبرې وکړې.

سناتور مککین وویل، که چیرته د انتخاباتو لانجه غوڅه نه شي نو په افغانستان کې به سیاسي چاپیریال یوه بحراني حالت ته بوځي او دا وضعیت له افغانستانه د امریکا پر ملاتړ هم ناوړه اغیز وکړي.

له سناتور مککین څخه چې کله خبریالانو په کابل کې پوښتنه وکړه چې تاسو څه فکر کوئ چې دواړه کاندیدان به یوې نتیجې ته ورسیږي؟ ده په ځواب کې وویل :« د کاندیدانو د انتخاباتي ټیمونو غړیو د جمعې په شپه غونډه وکړه او بیا یې د جمعې په ورځ سره وکتل نو هیله شته چې تر دوشنبه پورې یوې موافقې ته سره ورسیږي.

امریکایي سناتوران له هنده کابل ته د پنجشنبه په ورځ تللي وو او په هند کې یې د خپل دوه ورځني سفر پر مهال هم له هندي چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې وې.

له اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره امریکایي سناتورانو د دوهم پړاو په ترڅ کې د درغلیو د ادعاو په اړه د جمعې په ماښام خبرې کړې وې. سناتور ګراهام د جمعې په ورځ  وویل: « د درغلیو ګڼ شواهد شته، نو پکار ده چې دقت وشي څو د افغانستان خلکو او نړیوالې ټولنې ته دا انتخابات د منلو وړ شي».

د انتخاباتو ابتدایي نتیجې نه دې اعلان شوي خو وال ستریت جورنال ورځپاڼې د جمعې په ورځ د جولای د ۴ په ګڼه کې ولیکل چې د دواړو کاندیدانو د کمپاین ټیمونه داسې اټکل کوي چې د اشرف غني رایي تر یو ملیون زیاتې دي.

د اروپایي ټولنې څارونکو هم د رایي شمیرنې په بهیر کې د دقت غوښتنه کړې ده. د پنجشنبه په ورځ د اروپایي څارونکو مسوول بیرمان وویل چې د راییو د شمیرنې په بهیر کې دقت ضروري دی او داسې ښکارې چې په پراخه کچه درغلۍ شوې وې.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د سه شنبه په ورځ د ۱۹۳۰ محلونو د راییو د بیا شمیرنه پيل کړه څو په دې برخه کې ډير دقت وشي. دغه کمیسیون ژمنه کړې ده چې تر دوشنبه پورې به دغه بیا کتنه بشپړه شي او بیا به ابتدایي نتیجې د دوشنبه په ورځ اعلان کړي.

One thought on “سناتور مککین: هیله ده چې تر دوشنبه د افغانستان انتخاباتي لانجه هواره شي”

ځواب ورکول روغ لیونی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *