تاند- په قطر کې د طالبانو د تحریک د سیاسي دفتر غړی محمد سهیل شاهین وايي چې دوی په دوحه کې د خپل دفتر د (اسلامي امارت) د لوحې او بیرغ په اړه خپل دریځ بدل کړی نه دی او لا هم په بیرغ او د اسلامي امارت پر لوحې ټینګار لري.

سهیل شاهین رسنیو ته په یوه استولي برېښنا لیک کې د اسوشیتید پریس خبري اژانس هغه راپور رد کړ چې د ده له قوله یې ویلي و چې طالبان له خپل دفتره د اسلامي امارت د نوم او لوحې په لېري کېدو رضایت لري.

ده ویلي:« داچې ځینو رسنیو د اسوشیټید پریس په حواله، زما له قوله لیکلي چې د بهرنیو ځواکونو حضور هم په اجنډا کې شاملیدای شی، دا بالکل غلطه ده، نه داسي سوال له مانه چا کړی او نه ما ورته ویلي دي همداراز یادې خبري رسنۍ او یو شمیر نورو رسنیو خبر ورکړی چې دافغانستان داسلامي امارت په سیاسي دفتر کې داسلامي امارت دنوم او بیرغ په لري کیدو موږ رضایت ښودلی ، داټولې بې اساسه او له ځانه جوړې شوې خبرې دي چي هیڅ حقیقت نلري ، باید ووایم چې په دغو ورځو کې موږله چا سره مرکه هم نه ده کړې.»

شاهین وايي چې د دې راپور له خپرېدو وروسته یې له اسوشیتید پریس خبري اژانس سره تماس نیولی او دغه اژانس ورته ویلي چې همداسي انتباه یې اخیستې وه.

د افغانستان حکومت په قطر کې د طالبانو پر دفتر د اسلامي امارت د لوحې او بیرغ پر نصب کېدو د اعتراض په توګه قطر ته د پلاوي لېږل لغوه کړ خو وروسته له دې چې قطر او امریکا ډاډ ورکړ چې د طالبانو له دفتره د اسلامي امارت لوحه لېري کړای شوې کرزي موافقه وکړه چې قطر ته د سولې د عالي شورا پلاوی لاړ شي.

خو داسي ښکاري چې د اسلامي امارت د لوحې پر سر د افغانستان د دوولس کلنې جګړې د پای ته رسولو پر سر د خبرو لومړنی رامنځته شوی فرصت له لاسه وځي. ځکه چې که طالبان په دې اصرار وکړي چې د اسلامي امارت له لوحې پرته خبرې نه کوي امریکا ممکن د دوی دفتر بند کړي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د یکشنبې په ورځ په دوحه کې وویل چې که طالبان په ښه نیت خبرې ونه کړي او له خبرو اترو انکار وکړي متحد ایالتونه به په قطر کې د دې ډلې سیاسي دفتر بند کړي.

11 thoughts on “سهیل شاهین: د اسلامي امارت د لوحې او بیرغ په اړه مو دریځ نه دی بدل شوی”
  1. حضرت خوشحال خان خټک (رح) وایي (په ډېرې بخښنې):
    پښتانه په عقل پوهه څه ناکس دي
    کوټه سپي د قصابانو د جوس دي
    اوښ له باره سره کور ته دی ورغلی
    په ولجه د اوښ د غاړې د جرس دي

  2. Zam sallaamona wa.mani za hairan yam che qarzai awo da da qabena zan ta sanga muslaman wai che hagh bezrgh pa khelaf yah awaz pawrta ki che pa hagh bayragh kalema nawishta awo da da afzuz khabar da che da khpl wakman pa khatar yeh dasi wakar

  3. does peace talk involve fighting. I thought peace means to stop bloodshed, but people as Taliban are giving it a new definition. Shame on them..

  4. هغه څوک چی نه غواړی په افغانستان کی رښتینی سوله راشی نو د سولی بهیر ته دارنګه ستونزی راولاړوی. زما په اند داسی خلک به بیا د هیواد راتلونکی تاریخ تورمخی ثابت کړی

  5. زما ګرانو ورورنو خبرتیا:
    داسو به پوهیږی چی طلبان د بوش زامن او د بی نظیری اولاده ده اوس چی امریکا ددوی په مالی حساب کی ۲۳۸ میلیونه
    ډالره واچول اوس د سولی خبرو ته کیناستل داسی وګوری تر څو چی پلار درته ونه وایی چی دا کار مه کوه هغه یی نه کوی او چی کله
    ورته ووایی چی دا کار وکړه نو اولاد مجبوره ده چی همدا کار وکړی نو اوس تاسی ووایی چی

  6. امریکایانو دا ومنله چه طالبان په کمه بیه اخیستل کیږی او تر نه ‌ډیر څه لاس ته راځی. نو پریکړه یی وکړه چه هغوی به نور له پاکستانه واخلی. همدا وو چه امریکایانو طالبانو ته په قطر کی یو دفتر جوړ کړ چه اوس یی جان کیری په هند او اروپایی هیوادونو په زوره تایده وی. ګوری دا څه حماقت دی چه له یوی خوا د سولی په نوم دفتر جوړیږی او له بلی خوا همدا اوس په کابل لس ځانمرګی بریدونه وشول. آیا اسلام له داسی روغی جوړی سره په مطابقت کی دی؟ آیا د اسلام ستر پیغمبر مسلمانانو ته د داسی سولی تجویز کړی وو؟ طالبان که چیری یو ځل بیا کابل ته راشی دوی به په کومه طریقه په خلکو حکومت کوی. آیا د خلکو به دا انتحاری له یاده ووځی کومی چه په سلګونو کسان ییی شهیدان کړل. د جلال آباد د کابل بانک فلم، د ماشومانو سرغوڅونه او په سلګونو نور جنایات چه واقعی مسلمان او اسلام پری شرمیږي. لعنت دی وی په داسی پښتنو چه په خاطریی مونږه ځوریګو

  7. اول خو زه احمد شاه ته داوایم چی ستا په سر که یاماغزه نشته اویا دامریکا یانو دوستی دومره تاثیر درباندی کړی چی اوس دحق اوناحق توپیر نه شی کولی که په رښتیا دافغانستان داګوډاګی اداره غواړی چی سوله وکړی نو بیا ولی هسی بانی کوی دادطالبانو حق دی چی په خپل دفتر دامارت په نامه لوحه اوخپل بیرغ ولری ځکه مخکی دافغانستان داشغال نه هم همدا امارت وو اوهمدا یی بیرغ

  8. امریکا نور په دی پوه شوه چي پاکستان د طالبانو د تقوی ټریننګ او نورو مصرفاتو لپاره کومي پیسی ورکوی په طالبانو هغه مطرف نه کوی طالبان له خلکو هم د عشر او د مسجد جوړولو او نورو لارو پیسی پیدا کولی شو نو چی امریکا ته نور هم اقتصادی تمام شی کیدی شی له پاکستان نه دا قرارداد واخلی او امریکا یی طالبان په مستقیم ډول تر خپلو مصارفاتو لاندی راولی

  9. په قطر کی دفتر خلاصول د طالب کامیابی نه بلکه ناکامی ده. لدې دا خبره په ډاګه سوه چه طالب یو دریم ګړی د لاس آله ده که څه هم داخبره تل په ډاګه وه خو بیا هم ډیرو ناپوه خلګو پردې ټینګار کوی چه طالب خپلواک دی او خاص د الله دپاره جنګیږی. له کومی ورځی چه په قطر کی دغه دفتر پرانستل سوۍ له هم هغې ورځی په څو څو ځله دا خبره تکرار سوی چه طالب لوحه لیری کړل او بیرغ ئې ټیټ کړۍ او بیا بیرته ددغه پرانستی دفتر غړی پر پښیمانه سوی. خو دا مهمه نه چه ددوی لوحه هلته ځوړند ده او که لیری کړل سوې ده ددوی بیرغ پورته او که ټيټ دۍ. مهمه دا ده ددوی باداران دوی ته څه امر کوی دوی به ارو مرو هغه څه کوی چه ددوی بادارن دوی ته امر کوی که ئې بادارانو سوله غوښتل دوی به سوله کوی او که ئې بادارانو جنګ غوښتۍ نو دوی به جنګ کوی. دا خبره خو واضح ده چه په قطر کی دفتر د سولی لپاره نه بلکه دنورو پټو سیاسی اهدافو لپاره خلاص سوۍ دی داچه هغه څه اهداف دی ورسته به ټولو ته په ډاګه سی خو اوس بس دومره چه هرڅه وی د افغانستان لپاره به ډیر خطر ناک وی. که رشتیا هم د قطر دفتر د سولی رامنځ ته کولو لپاره جوړ کړای سوۍ وای نو لازمه دا وه چه د دفتر د خلاصیدو سره سم د اوربند اعلان سوۍ وای. او یاخو تر هغه وخته د دفتر د خلاصیدو
    اجازه نه وای ورکړل سوې ترڅو د طالبانو لخو د اوربند اعلان نه وای سو

  10. Salam Toolo ta

    Na kho Taliban da cha Zaman dai aw na Amaricayan.Za Na pohigam chi da Afghanistan Khalaq NOOR Sa Ghawari . NA Kho da Islam cha lamonga yaworo na Sok Khafar Sho. Daar na Shukara Khalaq Dai . Malamata aw Bad bagkhta mong you chi pa dai Khawara ka Piada shawi you.
    Za kho ba doomra woyam chi Sook wai chi Za Mujahid Yam. No da Zahro Pichkari wakari warta.

ځواب ورکول اتل وردګ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *