تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، لا تر اوسه له امریکايي پلاوي سره د سولې د تړون وخت او ځای نه دی مشخص شوی.

 شاهین ویلي، لا تر اوسه په دې تړاو هر څه روښانه نه دي، بلکې کله چې د هوکړې پر ټولو جزیاتو توافق ته دواړه لوري ورسېدل، نو د لاسلیک وخت او ځای به یې هم اعلان شي.

 نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: (( موږ ډاډه یوو چې په افغانستان کې یو وار بیا په واقعي معنا خپلواکي راشي چې ټول هېوادوال به پرې وویاړي.))

 نوموړي دا خبره په داسې حال کې کړې ده چې سبا دوشنه په ټول هېواد کې د افغانستان د اماني خپلواکۍ سلمه کلیزه په پوره جوش او خروش نمانځل کېږي.

تاریخپوهان امان الله خان د سیاسي، اقتصادي او هر اړخیزې خپلواکۍ سالار بولي، حال دا چې د طالبانو په اړه شنونکي کره اسناد وړاندې کوي چې دا ډله تل د پاکستان تر انحصار لاندې وه او اوس یې امریکایانو ته ویلي واک راکړئ هر څه ته تیار یوو.

3 thoughts on “سهېل شاهین: ډاډه یوو چې رښتینې خپلواکۍ ته اوس رسېږو”
  1. د خدای په قهر او غضب اخته شئ چې هره ورخ ستاسو لعنتیانو له لاسه افغانان په وینه لمبیږي او تاسو د خپلواکی چیغې وهئ. د نه سړي زامنو ستاسو خپلواکي خو د پاکستاني جنرالانو په لاس کې ده چی تیره میاشت عمران خان او قمر جاوید باجوه په واشنګټن کی له ټرمپ سره څه تړونونه وکړل د هغو په مقابل کې یی د سپيانو په څیر خرڅ کړئ. کاش چی تاسو شرم درلودلی او د ملا ضعیف د پرتوګ ایستلو چی پنجابیانو تری ایستلی وو او د ملا عبیدالله د وژلو او د معتصم اغاجان د ویشتلو نه مو عبرت اخیستی وای او بیا مو ځانونه د پنجابیانو له انحصار نه خلاص کړي وای.‌ د سپي زامنو تاسو خو افغانان او افغانستان د پنجابیانو په مخکې د باد بڼکه کړ، هر څه چې درته هغوی وایي هغه شی کوئ. د مدرسو کونیانو تر پرون پوری مو ویل چی د افغانستان حکومت سره خبری نه کوئ خو په واشنګټن کې پاکستان ته د امتیازاتو له منظوریدلو نه وروسته یې بیا د سپيانو په څیر درته پړي غاړو کې واچول او بیا یې خرڅ کړئ چې ورشئ غول وخورئ او خبرې وکړئ. توف لعنت شه او په تاسو شه په دغې مبارزې چې تاسو یې کوئ او دغې خپلواکۍ چې تاسو یې ادعا کوئ.

  2. سهیل شاهین د یو انسان پتوګه د درناوی وړ دی خو د افغان پتوګه د نوموړی هویت تر سختی پوښتنی لاندی دی
    داسی ښکاری چی دا کس په اصل کی د پاکستان د استخباراتی شبکی یو فعال او خطرناک غړی وی
    د غوا او شامپو تر منځ هیڅ اړیکه نسته او نه غوا د شامپو په ارزښت پوهیږی
    همدارنګه طالب خو اصلاً د خپلواکی په ارزښت نه پوهیږی ټول وجود ئی انګریز یرغمل کړی دی

  3. سهیل ټپوسخانه!ا ایا د ازدۍ په ورځ کنړ ته ستاسی د بادار پاکستان د راکټونو په هکله خو هم څه ووایه!ا
    په داسی وخت مسلم پاکستان او کافره امریکا مونږ ته یو دی!ا

ځواب ورکول غلام حضرت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *