تاند- د امریکا د ملي امنیت سلاکارې سوزن رايیس د یکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان ملکي او پوځي مشرانو ته وویل چې د پاکستان مېشتو سرزورو له لوري په ګاونډي افغانستان کې حملې «قطعاً د نه منلو دي.»

د امریکا چاپ وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د جګپوړو امریکايي چارواکو په قول همداراز وویل چې مېرمن رايس له پاکستانه وغوښتل چې ترهګرو ته اجازه ورنه کړي چې له خاورې څخه یې په ګاونډي افغانستان کې د تروریستي عملیاتو لپاره د یوې اډې په توګه کار واخلي.

دې د پاکستان صدراعظم نوازشریف ته وویل، هڅه وکړي چې له خپلو ګاونډیو افغانستان او هندوستان سره اړیکې ښې کړي.

افغانستان او هندوستان دواړه پاکستان د تروریستي او سرزورو ډلو په ملاتړ تورنوي او پاکستان پر خپلو دغو دواړو ګاونډیو ورته تور پوري کوي.

مېرمن رایس په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي:«په اسلام اباد کې نن ما په دې اړه خبرې وکړې چې د خپلو ګډو لومړیتوبونو لپاره څرنګه په خپل منځ کې همکارۍ زیاتولی شو، پاکستان مې وهڅاوه چې په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره کار وکړي.»

دې د اسلام اباد په یو ورځني سفر کې د پاکستان له صدراعظم محمد نوازشریف او د پوځ له لوی درستیر جنرال راحیل شریف سره ولیدل.

د وال ستریټ ژورنال د راپور پر اساس امریکا پاکستان ته خبرداری ورکړی چې که د حقاني شبکه ونه ځپي د امریکا درې سوه ملیون ډالري پوځي مرسته به له لاسه ورکړي.

د ورځپاڼې د راپور له مخې امریکايي چارواکي وايي چې د حقاني شبکه د پاکستان د پوځ له استخباراتي ادارې(آی ایس آی) سره نژدې اړیکې لري.

په همدې حال کې د پاکستان د صدراعظم له دفتره په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې امریکا په ټولو برخو په تېره بیا اقتصادي، دفاعي او تروریستي برخو کې د پاکستان مهم شریک هیواد دی.

د افغانستان حکومت د کابل د وروستیو بمي بریدونو په خاطر، چې په سلګونو تنه پکې مړه او ژوبل شول، پاکستان غندلی او ویلي یې دي چې دا بریدونه په پاکستان کې تنظیم او پلان شوي وو.

د امریکا د ملي امنیت سلاکارې سوزن رایس پاکستاني مشرانو ته په دې اړه وویل:«موږ د افغانستان د حکومت له اندېښنو سره ځان شریک بولو. دا قطعاً د منلو نه دي. د ترهګرو او سرزورو حملې په سیمه کې د اختلاف پر یوه کلیدي عنصر بدلې شوي دي. له ګاونډیو هیوادونو او واشنګټن سره د پاکستان د اړیکو لپاره له دغو چلینجونو سره مبارزه د اسلام اباد لپاره خورا مهمه ده.»

دې په عین حال کې وویل چې حاضردمه د واشنګټن او اسلام اباد اړیکې ډېرې ښې دي.

وال ستریت ژورنال لیکلي، شناندي باور لري چې امریکا له پاکستانه غواړي چې د حقاني شبکې مشران وځپي ځکه چې واشنګټن پوهېږي چې د دې شبکې مشران په پاکستان کې په ازاده توګه فعالیت کوي.

وال ستریټ ژورنال زیاتوي، پاکستان دا خبره ردوي چې د طالبانو او حقاني شبکې مشران په دغه هیواد کې اوسي مګر دا مني چې هغوی کله کله پاکستان ته سفر کوي.

له بلې خوا اسوشیتید پریس خبري اژانس ویلي چې مېرمن رايس له پاکستاني چارواکو سره د افغان طالبانو او افغان چارواکو د سولې د خبرو د بیا پیلېدو په اړه هم خبرې کړي دي.

دې خبري اژانس د سپینې ماڼۍ د یوې خبرپاڼې له قوله ویلي، سوزن رایس د سولې د وروستیو (د جولای اوومه) خبرو د زمینې د برابرولو په خاطر پاکستان وستایه، ویې ویل چې امریکا د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو د ملاتړ ترڅنګ له پاکستانه په کلکه غواړي چې په خپله خاوره کې د ترهګر پناهځایونه بند کړي.

4 thoughts on “سوزن رایس: د پاکستان مېشتو سرزورو له لوري په افغانستان کې حملې د منلو نه دي”
  1. بس نو پردي عم له واورې سوړوي دامريکا له دروازې زموژ وير شل زره کيلومتره لرې دي خداي ج خبر چې په پاکستان به يې څومره فشارراوړي وي زمازړه خو يې نه مني .

  2. که دنوازشریف اوسوزنرایس غونډی کی ددواړو عکسونوته ځیرشود ورایه معلومیږی چی سوزن رایس لکه دحیرانتیا په حال کی اونوازشریف دتمسخر ، خندا اوخوښی په حال کی لیدل کیږی چی په افغانستان کی خپل جنګی اوتاکتیکی بریا وی ورته په خوند خوند یاده وی اومصارف یی ځینی غواړی . ا و که نه بل به نو څه ورته وایی ځکه دبل څه هیله نکیږی .

  3. دا هسي يوه سياسي تمثيلي
    ډرامه ده دتل په څیر، د داسی ددرندګانو مجلسونه د وطن لپاره لا نور غمونه زيږوی . آیا تسو څه شک وینئ؟

  4. زه دڅارنوال صاحب سره يو شانته نظر لرم دوئ دآفغانستان دخرابۍ لپاره نور پلانونه جوړوي دپاکستان دملاتړ لپاره هم داآمريکاه،انګريز،اووهابي سعودي دئ.اويوه ډيره مهم خبره چه په داخل کي دآفغانستان داخلې مرتجع او فاسد عناصر چه همداآوس ددولت په چوکاټ کي دي تر ټولو خطر ناکه ددغو پورته هيوادو چه پورته ما ذکر کړي دي زمېنه دوئ ورته مساعده کړې ده اولين دآفغانستان دښمنان همدا داخلې او مرتجع کړئ دي دوئ دآفغانانو دوينو په تويولو خوشحاله دي ځکه په هم دي کي ددوئ سعادت دۍ او ددوئ دحکومت تداوم دۍ دنجات دخلاصون لپاره ددوئ سره دآفغانستان خلګ محاسبه وکړې.مننه

ځواب ورکول بشير ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *