فکر کوم په ملي کچه د سولې په تعریف کې سخت غلط شوي یو.

آیا له سولې مو هدف آرامي یا سلام یا سوله ییز ژوند دی، او که مو هدف صلح، یا له دښمن سره جوړجاړی دی؟

که مو موخه آرامي وي، نو سوله هدف ده، او که مو هدف صلح، یا جوړجاړی وي او د سولې د تأمین لپاره د یوې بلې جنګي ډلې په مقابل کې تنازل ته اړتیا پېښېږي، او سوله له دوو برخو، یو دوو طرفو جوړېږي، نو سوله له یوې خوا زموږ هدف نه ده،  وسیله ده، او له بلې خوا، اعتباري وسیله نه ده. وسیله کله مؤثره وي او کله نه وي.

په  ژبني لحاظ، که سوله، د عربي د صلح ژباړه وي، نو بیا تر صلح مخکې د خصومت موجویت شرط دی. یعنې له خصم یا دښمن سره ژوند ته سوله وایي. دا سوله بیا هدف نه، وسیله ده.

او که د انګرېزي د Peace او عربي د سلام ژباړه وي، نو بیا یې د وجود لپاره د خصم یا خصومت موجودیت ضروري نه دی. دلته بیا سوله، په امن کې، له خصم او دښمن پرته ژوند ته سوله یا سلم وایي.

د افغان د نظام په تګلاره کې د دې تعریف ګونګوالي هم خپل سربداله کړي، او هم پردي. نظام کله  سوله د یوه ابدي ارزښت او هدف په توګه عنوانوي، او دا را ته تلقینوي چې خپله سوله واجبه او لازمه ده.

او کله یې بیا له طالب، (په اصل کې پنجاب) سره د جوړجاړي په معنا یادوي. په دې حالت کې د سولې شرعي وجوب، ارزښتوالی، او لزوم تر سوال لاندې نه، بلکې مردود دی.

زما په اند، له دې لفظي ابهامه د راوتلو لپاره د سولې پر ځای د امن او سلام لفظ کارول ضروري دي.

افغانانو پاکستان ته تر دې وړاندې، دری لسیزې باج ورکړی، او د سولې د شرایطو په بڼه، پاکستان ته باج او په سیاسي سطح نمایندګي ورکول، که شدید مجبوریت نه وي، نو لکه د خنځیر د غوښې د خوراک، حرام دي.

دا کار نه یواځې ارزښت نه دی، بلکې ګټور هم نه دی. کېدای شي سوله راشي، امن را نشي، یا کېدای شي، امن راشي، خو سوله رانشي. د کابل ښار یې ښه مثال دی. دلته سوله نشته، خو امن شته.

د طالب له طبیعي جوړښت، او په افغانستان کې د مداخلو له تنوع څخه داسې ښکارېږي، چې کېدای شي له یوه غښتلي جهت سره سوله وشي، خو امن بیا هم رانشي.

د سولې او امن د وضعیتونو یو عمده توپیر په دې کې دی، چې که بې سولي امن راځي، نو دا د نظام د خوداعتمادي او قوت په معنا ده، او که له سوله کېږي، او بیا امن راځي، یا نه راځي، نو دا که د دښمن د خوداعتمادۍ په معنا نه وي هم، لږ تر لږه، د نظام او ملت د پر ځان ناباورۍ معنا لري.

د ملي منفعت پر اساس، تر دې چې قضیه د بل تر اعتماده پورې پاتې وي، دا غوره ده چې پر خپل مټ او خپلو وسایلو حل شي. د نظام لومړنی ارجحیت باید امن وي، نه سوله.

دلته جنګ له لسیزو د آی ایس آی د نوکرانو په مقابل روان دی. د آی ایس آی جوپه جوپه نوکران په یو نه یو ډول له افغانانو سره آشتي شول، خو جګړه بیا هم پای ته ونه رسېده. علت یې دا دی چې آی ایس آی په خپلو لاسپوڅو ډلو کې د جګړې لپاره هوا پوکوي، او پړسوي یې. کله چې د آی ایس آی پړسېدلي لاسپوڅي له جګړې لاس اخلي، نو له هغوی څخه د آی ایس آی لخوا، لکه کباړ شوې وسپنه او پلاستیک ذوب کېږي، او نور اشکال او لوښي ورڅخه جوړېږي.

که مشخصاً د طالب په اړه وغږېږو. موږ له طالب سره د سولې د خبرو په نامه طالب ته شخصیت ورکوو. طالب ته انساني څېره او هویت ورکوو. حال دا چې طالب نه دغه ډول شخصیت، او نه افغان ته ورته څېره لري. په اصل کې د آی ایس آی پروژې ته افغاني تشخص ورکوو.

که د سولې د کمیسیون د نیمې نیمایي بودیجه د اندړو په پاڅون لګول شوې وای، نن به په نیږدې ولایتونو کې طالب نه و. دا چې د ټول پاڅون د میاشتې پنځه زره ډالره لګښت ته د دولت ملا، او د ملي امنیت اودس مات دی، خو د سولې د کمیسیون هر خېټور طالب-پال ملا پنځه پنځه زره ډالره معاش اخلي، دا چې رحمت نبیل د پاڅون د یتیمانو په بې سرپنا کولو او امکاناتو په را محدودولو پسې را اخیستې، او علي شاه احمدزی له پاڅونه د خپلو کوچي طالبانو د مېږو او پسونو د قیمت وصولولو لپاره هر پاڅونوال ته په څارنوالۍ کې دوولس دوولس دوسیې اچولي، دا تصادفي خبرې نه دي. دا سطحي بحث نه دی. د دې بحث عمق، په رسمي دوایرو کې د پاکستان او طالب د نفوذ عمق دی.

فکر کوم، یو څه لري ولاړم، که د بحث پیل ته ستانه شو، نو افغانستان د سولې، صلح، سلام (Peace)  د تعریفونو په رڼا کې لاندې دوه انتخابه لري:

 په همدې علت، افغانستان دوه انتخابه لري:

لومړی، او تر ټولو غوره انتخاب دا دی چې د نړۍ د ملاتړ له فرصته ګټه واخلي. آی ایس آی قانع نه، بلکې مات کړي. سپی یې ووژني، لاسپوڅي یې ورټي، او هېواد یې په خپل غم او د خپلو مجرمو وګړیو په وینو ور ولړي. دا کار د ولسونو په ملاتړ په ټول افغانستان کې همدومره ممکن دی، لکه په اندړو کې چې د څو کلیو په ملاتړ وشو.

دوهم انتخاب دا دی چې د آی ایس آی بې پایانه شرایط ومني. تر ټولنیز عدالته او د سلګونه زره انسانانو تر وژنې تېر شي. د صلحې کمیسیون ته بودیجه ور زیاته کړي چې لا زیات پاکستانیان جذب، او جلب او په نظام کې ځای پر ځای کړي. خاوره، اوبه، او خارجي سیاست پاکستان ته ور پرېږدي، او ولسونه د پاکستان نوکرانو ته، او بیا دا دلیل، له پس منظر، او شأن نزول پرته پر هر دېوال ولیکي چې “والصلح خیر”.

 مجيد قرار

3 thoughts on “سوله، صلح ده، که سلام؟ ـ مجید قرار”
  1. خبرې مې په سړه سینه ولولئ، له تاندوالو هیله کوم چې خپرې ېې کړي، ترڅو د ځنو سترګې خلاصې شي.

    قرار وروره د سولې د نه راتګ او یا د روان کړکیچ په اړه مو برداشت ناسم او نا مکمل دی. په بښنې سره.

    زه په پوره صداقت درته ویلی شم چې زما کلیوال د طالب د محبوبیت او تقدس له کبله د هغوی ترڅنګ ندي ولاړ، بلکې هغوی د مرکزي دولت (ملي امنیت، اردو، او نورو ادارو) او امریکا لخوا رټل شوي، وژل شوي، له عزت سره ېې لوبې شویدي او پدې توګه هغوی د غچ اخیستو لپاره طالب ته پناه ور وړې ده.

    دوهمه خبره داده چې:
    افغانستان پداسې اسانۍ او پدې لنډه راتلونکې کې له بده مرغه چې د سولې او امن څښتن نشي کیدی. په سوله کې د راغلو میلمنو تاوان دی. دا باید ومنئ. دا چې ستاسو په خبره زرګونه او میلیونونه ډالر معاشونه ویشي، هغه زما او بل افغان په سترګو کې خاورې را شیندي.

    زه چې دواړو ته له دریمې زاوېې ګورم. نقش او فعالیت یې د هیواد په حق کې متأسفانه یوشان خو مختلف الجهت دی. البته د جهت اختلاف یې له بده مرغه د هیواد په خیر نه بلکه په شر دی، او دا همداسې ډیزاین شویدی.

    زه له دې خوا څخه هم ګیله نه کوم، ځکه د لوبې یو طرف ده او باید بل لوری ملامت کړي. خپل لوري ته حق او بل ته باطل ووایئ.
    طالب هم نه ملامتوم. هغه هم تاسو نوکر بولي او د کفر غلام مو ګڼي او پدې توګه ستاسو پرضد د ولس ذهنیت را پرزوي. دواړه له یوې ویالې اوبه خوري.

    لوبه د کابل او پنجاب نده. بلکه کابل او پنجاب په لوبه کې لوبول کیږي. د لوبې ډیزاین او اجندا د ریموټ او نورو اړونده اسبابو سره ټول په واشنټن کې دي.

    دا لږ تر لږه د افغانانو په هوښیارۍ پورې اړه لري چې پدې ډیزاین شوې او روانه شوې لوبه کې څنګه یو بل ډیر خراب نکړي، هیواد پکې د خرابۍ پرځای د بهبودۍ په لور را کاږي، که نور د اختلاف او نه منښت اور ته لمن وهي؛ موږ باید دا اور د زیاتیدا او خوګلن کیدو پرځای د مړه کیدو لوري ته یوسو.

    د بې وسۍ د سپېبرو شونډو په موسکا (سلام)

  2. وروڼو. فکر کوم د قرار صاحب هدف روښانه دی. او هغه دا چی صلح هدف نه بلکه وسیله ده. هدف د انسان ژوند ژغورل دي او که صلح راشی هم خو د امنیت لپاره سم کار ونشی افراد او مختلفی ډلی او د ګاونډیانو مزدوران به په صلح سربیره امنیت خراب کړي. امنیت مهم دی. صلح هغه وخت ښه ده چی دښمن دی مشترکاتو ته ژمن وی او چی دښمن دی هیڅ ارزښت ته متعهد نه وي بیا خو صلحه دا معنا چی دښمن ته به تر ارزښتونو ور تیریږو او دا کار که له مجبوریته وي خو بیله خبره ده کنه هیڅ څوک یی هم په حق کی نه دي.

ځواب ورکول Mullah Habibullah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *