د افغانستان جګړه شاوخوا څلوېښت کلنه سوه. که څه هم د دغې جګړې د داخلي ستونزو تر څنګ لویه برخه یې بهرنۍ دي چې اوس مهال ټول په دې باور دي چې دا جګړه په جګړې نه ګټل کيږي. افغانان، نړیواله ټولنه او افغان حکومت هم د سولې نارې وهي او طالبانو هم سولې ته لېوالتیا ښودلې ده.
دا چې د سولې فرصتونه را منځ ته شوي دي، غواړم په دې برخه کې د سولې په اړه یو منصفانه بحث وکړم. سوله یوه اړتیا ده، دا د افغانستان د مظلوم او بېچاره ولس غوښتنه ده. په دې برخه کې ټګي برګي په هېڅ ډول د منلو وړ نه ده. په دې وروستیو کې چې د زلمي خلیل زاد له خوا د سولې کومې هڅې پیل شوې دي، د پخوا په پرتله افغان ولسونو ته د سولې باورونه زیات شوي دي؛ خو له دې سره سره د افغان سولې په وړاندې هم بهرنۍ او هم کورنۍ ننګونې موجودې دي.
لومړی دا چې په کور د ننه هم یو شمېر سیاسي ټیکداران د سولې سره موافقه نه لري او له بل پلوه ځینې ګاونډي هېوادونه لکه؛ پاکستان، اېران، چین او روسیه هم د افغان سولې په وړاندې خنډونه جوړوي او په دې جګړه کې په مستقیم ډول دخیل دي چې له دې ډلې پاکستان تر ټول زیات په افغان سوله او جګړه کې موثره دی.
د سولې په وړاندې له داخلي مخالفانو سره سره یو شمېر داسې کسان هم موجود دي چې د ملي ګټو اندېښنې لري. په دې معنی چې په سوله باندې له معاملې وېره لري او په دې پروسه د افغانانو د قربانۍ او د جګړې د دوام اندېښنه کوي. داسې نه چې هېواد د بحران په خوا لاړ نه شي چې بېلګه یې د بنن سیوان د هڅو پایله وه چې د روسي ځواکونو له وتلو سره ډاکټر نجیب استعفا ورکړه او مجاهدینو په خپل منځ کې د قدرت پر سر وطن ټوک ټوک کړ.
اوس پوښتنه دا ده چې ایا مونږ متداومې سولې ته رسېدلای سو کنه؟
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ټرمپ په خپله بهرنۍ پاليسۍ کې د افغان جګړې د ختمولو پلان لري. له یو طرفه دا جګړه د امریکا په تاریخ کې ډېره اوږده سوه او له بلې خوا په امریکا کې په یوه ټولپوښتنه کې هم ډېری امریکایان له افغان جګړې سره همغږي نه دي.
ټرمپ د خپل واک په وروستیو دوه کلونو کې هڅه کوي چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د خپل واک غوره لاسته راوړنه د افغان جګړې حل وښیي.
ځینې کسان په دې باور دي چې زلمی خلیلزاد د ور سپارل سوې دندې له مخې باید په شپږو میاشتو کې د سولې خبرې نهایي کړي چې په پاکستان وروستي اقتصادي فشارونه د سولې هیلې را ژوندۍ کوي.
بحث دا دی چې له هرې لاري وي باید تلپاتې سولې ته ورسېږو. افغان جګړې امریکا هم ستړې کړې ده. د سولې په وړاندې ټولې موجودې ننګونې باید واضیح کړای سي چې له مخې یې باید بهرنیان ووځي، اوربند وسي، بندیان ازاد سي، موقتي اداره جوړه سي او طالبانو ته په حکومت کې ونډه ورکړل سي.
په دې برخه کې باید ملګري ملتونه، ناټو، امریکا، روس، چین، سعودي عربستان او ګاونډي هېوادونه د سولې پروسې په عملي کولو او د افغان جګړې د مخنیوي په برخه کې تضمین وړاندې کړي.
زه اندېښنه لرم که چېرې سولې ته ونه رسېږو، کېدای سي نړیواله ټولنه په بشپړ ډول له افغانستان څخه ووځي او یا افغان جګړه خصوصي کړای سي چې په دې توګه به د افغان ولس لپاره زیاتې ستونزې را منځ ته کړي
فرصتونه کله کله را منځ ته کېږي. راځئ چې له دې فرصتونو څخه د خپل هېواد د تلپاتې سولې لپاره ګټه واخلو.
سلام
کاشکی سوله کی تفاهم،صبر،د ملت ګټې، بشپړه پوهه،شخصیت ، صلاحیت او اهلیت ته دیر اهمیت
ورکړی شوی وای دا د ذټولو ننګو نو د ترمیم اصلی محزاق ګڼل کیزی سوله کی شخصی غوښتنې هېڅ ځاینه لری چې له بده مرغه زموږ فرهنګ کې دغه برګی او تګی لا ډیره اوچته ده
سوله به څنګه راشی چې موږ یې نه منواو د وچ سیاست به خلي سپاره یو ولې بل حوک موږ ته سوله راوړی مګر موږته د احسن تقویم ارشاد نه دی شوی
خلیل زاد خبله طرحه لری او هغه خپل بلان د امریکې د حکومت او ادارې په سطحه څیړی نه افغا نستان
ډیره مهمه خبره داده چی داخل خلیل زاد دبن معاهده تکرار نه کړی او ښکاری چې خلیل زاد تول لوری مهم دی
اد بن انحصارچیان لاهم نارې سورې وهی چې ستر مثالونه یط سپنتا شعله یی،حامد کرزی، قانونی او غیر …………….قانونی ا و نور بدا و بلا دی ستونزې خپله موږ یو